تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له روحي غلامۍ څخه آزادي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 27, 2020
  0

له روحي غلامۍ څخه آزادي

ليکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

کله چي د یو چا څخه خپه او خوابدی یې، بد دي ځني راځي او په زړه کی بُغض او کینه ورسره لرې ، نو خبردار اوسه چي هغه کس ستا فکرونه او سوچونه په خپل کنټرول کی اخیستي دي او ته د هغه غلام سوی یې . یعنی تا د هغه ټول منفي چارجونه  او بارونه وړیا ترې واخیستل او هغه دي بېغمه کړ. 


د بغض دا اخیستل او انتقال ستا زړه توږي او سولوي . نور دي هم ځوروي او کړوي. ستا اشتها له منځه وړي ، ستا د ذهن او مختلفو ارادو ارامي درڅخه تښتوي، ستا د کار کولو شوق او لذت درڅخه ځغلوي، ستا مقاصد او پلانونه له منځه وړی، آن دا چي ستا د دعاوو قبلېدل هم پیکه او کمزوره کوی. هغه ستا د فکر او سوچ آزادي درڅخه غلا کوی او هر چيري چي ځې مزاحمت درته کوي. هره خوا بندیزونه او خنډونه درته جوړوي او د تیښتی ټولي لاري درته بندوي؛ تا محاصره کوی او په خپل ځان دي اخته کوی.

 
تر کوم وخته چي ویښ یې درسره مل وي او ګوره چي په خوب کی دي هم ارام ته نه پرېږدي یعني خوبونه دي لوټوي، ستا خوب لیدو ( رویا ) ته هم درننوځي او هغه نړوي. که موټر چلوې اعصاب دی خرابوي او که بل کار کوې څنګ ته دي ناست وي او د ځان سره دي بوختوي. 
نو له دي معلومیږی چي له لاسه یې هیڅ ارام او قرار نه لرې او هره خوښي او نیکمرغي دي غلا کوي. دا لا څه، هغه دي مجبوروي چي د بدي هاضمې، سر درد، معدي تیزابو او روحي پرېشانیو له لاسه دواوو ته پناه یوسې، چي دا بیا بل خطري حالت دی. لنډه دا چي هغه ستا د خوښیو هره شېبه او د ژوند هره پدیده درڅخه وړي او پر میدان دي یوازي پرېږدي، خو ته په ځان هم نه یې خبر.


دا روحي او معنوي غلامي ده . د ازادی بربادي ده، د سکون خرابي ده او ذهني پرېشاني ده . 


نو ایا ستا دا خوښه ده، چي دغسي زیانمن او اغېزمن اوسې؟ دغسي ناکام او بدنام اوسې؟ دغسي رټلی او نتلی اوسې؟ 


پس راپاڅه او د خلاصون تکل وکړه. هغه دا چي زړه له خیرو او خبرو تش کړه او دا کثافات ایسته وغورځوه. ځان ته متوجه اوسه او دا حیله او پلمه ټوټه ټوټه کړه چي وايي: « څه وکړم په واک مي نه ده، په اختیار کي مي نه ده... » بلکي اراده او فیصله وکړه، ځکه تصمیم د بریالیتوب لومړنی شرط دی. ترڅو چي ته پخپله په ځان کي د بدلون اراده و نه کړې، الله تعالی دي روان حالت نه بدلوي ( الرعد ۱۱ ). 


نو هر څوک چي تا ته ازار او تکلیف یا پرېشاني درکوي، په باک یې مه راوړه! وې بخښه او پر ځان یې مه درنوه، بلکي له دې درانه پېټي څخه آزادي وګټه. 


دا په دې دلیل نه، چي هغه د معافولو مستحق دی، بلکي ځکه چي ته د سکون او سمون مستحق یې!


بس، یوه پاکه اراده او فیصله غواړي !

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته