تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اُحد په غزا کي، د عاشقانو سیالي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

د اُحد په غزا کي، د عاشقانو سیالي 


ژباړن:عبدالرحیم راشد


د احد په غزا کي  د عاشقانو او مینه کوونکو لپاره لوی امتحان وو، امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کي د انس بن مالک رحمه الله څخه روایت ذکر کړی دی، وايي: 


کله چي د احد په غزا کي مشرکان غالبه سوه، بعضي مسلمانانو هڅه کول چي د جنګ له ميدانه ووځي او ځیني نور مسلمانان بیا شهيدان سوي وه، په دې وخت کي نو نبي کریم صلي الله علیه وسلم یواځي پاتي سو، هیڅوک ورسره نه وو،  مګر اوه(۷) تنه انصار او یو(۱) تن مهاجر صحابي ورسره موجود وه.


د مشرکینو یوې ډلي د نبي صلي الله علیه وسلم لوري ته حرکت وکړ او یو له بل څخه یې وړاندي والی کاوه، ترڅو رسول الله صلي الله علیه وسلم شهید کړي.


انس رضي الله عنه فرمايي: کله چي رسول الله صلي الله علیه وسلم مشرکین ولیدل چي د ده لوري ته را روان دي، نو د هغه اتو(۸) تنو صحابه کرامو لوري ته یې وکتل او ورته یې وفرمایل: څوک چي له ما څخه دغه مشرکین منع کړي، نو هغه به په جنت کي زما ملګری وي، کله چي هغوی د پیغمبر  صلي الله علیه وسلم دا زېری واورېدی له انصارو څخه یو تن را وړاندي سو ، مشرکین یې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته نه پرېښودل او تر هغه پوري وجنګېدی، ترڅو چي شهید سو.


مشرکان د بل ځل لپاره بیا رسول الله صلي الله علیه وسلم ته را وړاندي سول، رسول الله  صلي الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وکتل او ویې ویل: څوک چي دغه مشرکین زما څخه منع کړي، هغه په جنت کي زما ملګری دی، بیا بل صحابي ور وړاندي سو او له مشرکینو سره وجنګېدی، ترڅو چي شهید کړل سو او هر ځلي چي مشرکانو د رسول الله صلي الله علیه وسلم لوري ته د حملې هوډ کاوه، رسول الله صلي الله علیه وسلم به خپلو ملګرو ته وکتل او وبه یې ویل: څوک چي هغه (مشرکان) له ما څخه منع کړي د هغه بدله جنت دی، تر هغه پوري ټول اوه(۷) سره صحابه په نوبت سره جنګېدل، تر څو چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم  په وړاندي شهیدان سول.


هغوی دا کار جنت ته د داخلېدو لپاره او د افسوس او پېښمانۍ د ورځي د شر او بدۍ له وېري څخه ترسره کړ.


کله چي الله جل جلا له  د هغوی سرښندنه او فداکاري ولیدل، نو هغوی یې د قیامت د ورځي له شر او بدۍ څخه وساتل او هغوی ته  یې خندېدونکې څېره او خوشحاله زړه ور په برخه کړ.


الله تعالی فرمايي: " وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا (۱۲) مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا (۱۳) وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا (۱۴) وَيُطَافُ عَلَيْهِمْ بِآنِيَةٍ مِنْ فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا (۱۵) قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا (۱۶) وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا (۱۷) عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا (۱۸) وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا (۱۹) وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا (۲۰) عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (۲۱) إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَكَانَ سَعْيُكُمْ مَشْكُورًا (۲۲) " [ سورت انسان ۱۲ــ ۲۲]
ژباړه: نو الله تعالی به دوی د هغي ورځي له شر څخه وژغوري او دوی ته به تر و تازګي او خوشحالي ورکړي او د هغو د صبر په بدل کښې به جنت او ورېښميني جامې ورکړي. هلته به هغوي پر لوړو تختونو باندي تكيه وهلي ناست وي، نه به یې د لمر ګرمي په تكليف کړي او نه ساړه.
د جنت څانګي به پرې را ټيټي سوي سيوری كوونكي وي او د هغه مېوې به هر وخت د هغوی په وس کښې وي (چي څنګه غواړئ، ویې شكوي)؛  د هغو مخي ته به د سپينو زرو لوښي او د ښیښو ګيلاسونه ګرځول کیږي؛ ښيښې، هم هغه چي د سپينو زرو په ډول به وي او هغه به (د جنت خدمتګارانو) په سمه اندازه برابر ډك کړي وي.
په هغو به هلته د شرابو داسي جامونه وڅښل سي چي زنجبیل (شونډ) به پکښې ګډ سوي وي؛
دا به د جنت يوه چينه وي چي سلسبيل ورته ويل کیږي. او د هغو د خدمت لپاره به داسي هلكان ګرځي، راګرځي چي تل به په هلكتوب کښې وي، كه ته هغوی ووينې، نو ګومان به وکړې چي خورې کړای سوي ملغلري دي. هلته چي ته هري خوا ته نظر واچوې، سراسر نعمتونه او د يو لوی سلطنت رنګ، رونق به دي تر سترګو سي. پر هغو باندي به د نريو ورېښمو شنه جامه پرته او د اطلس او د پرېړو ورېښمو جامې به یې وي، هغو ته به د سپينو زرو بنګړي واچول سي او د هغو رب به ورباندي ډېر زيات پاك شراب وڅښي. دا ستاسي مكافات دي او ستاسي هاند او هڅه د قدر وړ ده.

 

نو دغو اوو(۷) تنو صحابه کرامو خپل روحونه لوی څښتن تعالی ته ډالۍ کړه، نو اوس هغوی د جنت پر تختونو سر بېره ناست او پاچاهان دي، هر څوک چي له الله عزوجل سره رښتينولي وکړي، نو الله عزوجل  د  هغه  د رښتینولۍ بدله پوره ورکوي.


هغوی پاچاهان دي پر تختونو ناست دي او د هغوی جامه د زرغون ، نرم ټوکر او ورېښمو څخه جوړي دي، همدارنګه یې(خوندور) خواړه دي او د هغوی د بدن د خولو بوی د هغه خالص مشک په ډول دی چي بل  شی نه وي ورسره ګډ سوی او د هغوی اشتها د خوراک په خوړولو سره تل جاري وي.


هلته د جنتي انسان څخه ګندګي، بولي، ګړنګ او د خولې لاړي نه وي او هغوی خپل پالونکی د خپل سر دپاسه داسي ویني لکه څنګه چي  انسان سپوږمۍ د خپل سر دپاسه  ویني.

 

ایا تا د ایمان د اواز کوونکي ږغ اورېدلی؟ چي د تل پاته جنت  څخه خبر ورکوي: 
ای جنتیانو! ستاسو لپاره ستا د څښتن له لوري وعده سوې ده او الله  تعالی خپله وعده حتمي پوره کوي.


جنتیان به ووايي: ایا زموږ  څېري دي روښانه او ځلېدونکي نه دي ګرځولي؟ همدارنګه  زموږ نېک اعمال دي د ترازو په تله کي درانه نه کړل او همدرانګه دي موږ  جنت ته داخل نه کړو او دوږخ څخه دي ونه ژغورولو؟ 

 

الله تعالی به ورته وفرمايي: ستا زما سره یوه وعده سته، چي په خپل رحمت او مهربانۍ سره اوس هغه تاسو ته در کوم، نو په دغه وخت کي الله سبحانه وتعالی خپل ذات د حجاب (پردو) له لیري کولو وروسته  را څرګند کړي.  (دغه روایت امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کي ذکر کړی دی).

 

په الله تعالی سوګند که په جنت کي د الله جل جلا له دیدار نه وای، جنت هغوی ته خوښ نه وو، سوګند په الله تعالی چي په دې دنیا کي خوندور او غوره څيز د بنده  شوق د الله عزوجل  دیدار ته بل غوره شی نسته.

 

د جنت شوقیان د خپل څښتن سره پټ رازونه او خبري لري، هغوی زموږ په ډول انسانان دي، کله چي د خطاء او د ګناه مرتکب کیږي( او  هر د آدم زوی یعني انسان خطاء کوونکی دی) مګر دوی  توبې او د الله تعالی څخه د بخښني غوښتلو باندي تلوار کوي او د عزیز او جبار څښتن وېره پر هغوی غالبه سي.

 

هغوی نېکان دي کله چي ګناه ترې صادره سي، بغلونه د خوب له بسترو څخه جلا کړي او کله چي د الله تعالی نوم یاد سي د هغوی زړونه ووېرېږي.

خپل قدمونه (پښې ) یې د محراب سره محکمه او ثابتي کړي دي او خپل حاجتونه یې د الله تعالی دربار ته یې وړاندي کړي وي، د بخښونکي او توبه قبلونکي ذات د بخښني لپاره هغوی په خپلو محرابونو کي نېکمرغه دي، تر هغو کسانو چي د لهو او لعب (ساتېري) په مېدانونو کي د نېکمرغۍ احساس کوي.

 

نو اې مؤمنه! 

که چیري ستا سترګي هغوی چي کوم موقف (درجې) کي دي وویني، بیا یې هم خپل لاسونه یې د هغه لوی څښتن عزوجل لوري ته اوچت نیولي وي، چي په هغوی رحم وکړي. تعجب به وکړې، چي د دومره رتبې سره دومره عاجزي او زاری کول! 
او د هغه لوی څښتن په حضور کي به د عاجزۍ کوونکي کس څخه پرته بل څوک ونه وینې.


او بل تاسو  وینئ، چي هغوی په خپلو ګناهونو اوښکي تویوي او زمزمه (فریاد، ژړا) کوي او وینئ، چي په محراب کي یې اوښکي جاري دي په داسي حال کي چي بیا په جنت کي خوشحاله او خوښ دي په نعمتونو کي آواز کوونکي دي: 
ای لویه څښتنه! ای لویه څښتنه! موږ ستا بنده ګان یو او پرته له تا څخه بل څه نه لټوو او ته په هغه پوه یې او موږ حاضر سوي یو، چي له تا څخه غوښتنه وکړو، د کوم څه چي ته یې اهل یې ځکه ته یې چي بخشش او انعام ورکوې، ته د لوی ذات خاوند یې او له موږ څخه به هیڅوک  له تا بې پروا نه سي کېدلای او موږ لره له تا څخه صبر نسته، چي په هغه سره خپل ځان ته ډاډګېرنه ورکړو او پرته له تا څخه چي څوک پر موږ باندي غوسه وکړي، په هغه صورت کي چي ته د خپل بنده څخه خوشحاله واوسې هیڅ باک او پروا نسته .

 

نو الله تعالی لره پاکي ده، چي دغه موقف او درجې د بېلګي په توګه: د حشر د ورځي موقف، هغه ورځ چي جبار الله عزوجل په هغه ورځ کي نږدې کیږي او په خپلو ملائکو فخر کوي او هغه څښتن د کرم او احسان کوونکی ذات دی.

 

الله تعالی وايي: زما بنده زما حضور ته د محبت او میني له مخي حاضر سوی دی او زه پر هغوی احسان او ښه کرم کوونکی یم، نو تاسي شاهدان ګرځوم، چي د دوی ګناهونه مي ور وبخښل او د کوم څه چي دوی یې امید او هیله درلوده هغوی ته مي ورکړه.

 

 د خپلو نفسونو سره سخته محاسبه وکړئ او هغوی(نفسونه) د زجر او ترټلو په ژبو نېک کړئ او د ابلیس سره د جګرې لپاره راپورته سئ. 

هغوی پوه سوي وه، چي زموږ لوی دښمن ابلیس دی، هغه دښمن چي خپل ځان يې تر آدم عليه السلام غوره وبلی، چي آدم عليه السلام ته سجده وکړي، له هغه وروسته یې د آدم عليه السلام سره چل او فریب وکړ او په نتيجه آدم عليه السلام له جنت څخه را ويستل سو. او سوګند یې یاد کړ، چي د ډېرو لږو (انسانانو) پرته به نور د هلاکت کندي ته ورټېلوهم.

 

ابلیس به هیڅکله په ګناه کولو سره له هغوی څخه خوشحاله نه سي، خو هغوی  عجیبه  خلک دي، کله چي شپې خپله توره پرده وغوړوي، نو هغوی ټوله شپه رڼه تېره کړي او د خپلو ګناهونو صفحې مطالعه کړي، عاجزي غوره کړي او د خپل محبوب او مهربان څښتن  دروازه وټکوي او هغه ته عذر وړاندي کړي.


اخځلیک:  " د جنت شوقيان " مخ: ۷۲.

سرته