تازه سرليکونه
د مسلمانانو زوال د نړۍ زيان
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 22, 2020
  0

د مسلمانانو زوال د نړۍ زيان

 

ژباړه: اسدالله انعام

 

په رهبرۍ کي د مسلمانانو ماته او انزوا او وروسته د کار او ژوند څخه د دوی ګوښه کېدنه د ملتونو او امتونو د زوال، د حکومتونو او دولتونو د ړنګېدلو، د فاتحانو او شاهانو د ماتي او د تمدنونو د له مينځه تللو په څېر يوه پديده نه ده.
د هر امت په تاريخ کي په زياته کچه ددې ډول اوښتونونو مثالونه رامينځته کيږي، په نړيوال بشري تاريخ کي خو تردې څو چنده زيات سته، خو دغه پېښه (دمسلمانانو زوال) ددې سره سره چي زياتي نموني لري په خپل ډول کي يوه بې ساري او حيرانوونکي پېښه وه چي رامينځ ته سوه. 


دا ترخه پېښه نه په عربو پوري اختصاص درلود، نه هم په هغو ملتونو او امتونو پوري چي اسلام يې قبول کړی وو، که څه هم چي خپلي ډېري کورنۍ او نسلونه، ښارونه او مځکي يې له لاسه پکښې ورکړلې، دا يوه بشري فاجعه وه، چي هيڅکله په تاريخ کي تراوسه بله داسي ډاروونکي، ترخه او خپرېدونکي فاجعه نه ده تکرار سوې. 


که نړۍ ددې فاجعې حقيقت ته کتلای، زيانونه او خسارات به يې خامخا درک کړي وای او دتعصب پر ده به ئې له سترګو څخه ليري کېدلای، کومه ورځ چي دا پېښه پکښي رامينځ ته سوې ده هغه به يې دغم او ژړا ورځ اعلانولای او ورباندي ژړلای به يې، دنړۍ ملتونو به يو بل ته تسلیت ويلای او نړۍ به دغم لباس په تن کولای. 


دا خبره بايد له ياده ونه ايستل سي، چي نړۍ د داسي حکومت په له مينځ تللو سره هيڅ له لاسه نه ورکوي، چي يو وخت د ځواک او قدرت خاوند وي، مځکي او ښارونه ئې فتح کړي وي، انسانان ئې غلامان کړي او بالآخره د ضعيفو او نادارو خلکو د محروميت په قيمت ئې خپل ځان هوسا او آرام کړی وي. 


انسانيت ديوه فرد څخه د همدې جنس بل فرد ته، يا دیوه جماعت څخه بل جماعت ته، چي په ظلم او استبداد کي د مخکنی ټولۍ په څېر وي، د قدرت او حکومت د هوسايني او نعمتونو په بدلون سره نه بدبخته کيږي؛ نړۍ يوازي د داسي امت په زوال سره، چي بوډاسوی وي او ضعف پکښي وده کړې وي، يا د داسي دولت په سقوط سره، چي بېخونه ئې وراسته او بندونه ئې يو له بله سره جلا سوي وي نه دردمنه کيږي او نه هم ورباندي خفګان کوي، بلکي برعکس د قواعد او سنت د دا ډول تحولاتو غوښتنه کوي. يقینا د انسان اوښکي تر دې څو چنده ډېري ارزښتمني دي، چي هره  ورځ دي د يوه سلطنت يا حکومت په له مينځه تللو سر ه توی کړل سي او انسان تر دې ډېر اوچت مقام لري، چي د يوه داسي کس له پاره دي غمجن سي، چي نه دي ئې يوه ورځ د ده د نيکبختۍ په لار کي کوښښ کړی وي او نه دي يې هم د دده د ګټي له پاره تکليف ګاللی وي. د دا ډول حوادثو په وړاندي چي هره ورځ رامينځ ته کيږي او په زرګونو ځله په تاريخ کي پېښ سوي دي د آسمان او مځکي زړونه لا سخت سوي دي. 


﴿ كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿٢٥﴾ وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿٢٦﴾ وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿٢٧﴾ كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿٢٨﴾ فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ ﴿٢٩﴾  ﴾ [الدخان: 25 – 29].
ژباړه: دوی څومره ډېر پرېښودل له باغونو او چينو او فصلونو او عزتمندو ځايونو څخه او له نعمتونو څخه چي دوی په هغو کي خوشحال وه، همداسي په ميراث مو ورکړل (داشيان) بل قوم ته، نو پر دوی باندي آسمان او مځکي ونه ژړل. »


ددغو سلاطينو او امتونو څخه اکثره ئې د مځکي د مخ بار، د انساني نوعي، کمزورو او لږکيو له پاره د عذاب وسيله او د بشري ټولني د جسد له پاره د فساد او مرض سرچينه ګرځېدلې وه، زهري موادو ئې د بشري ټولني اعصابو او رګونو ته دونه سرايت کړی وو، چي له دې لاري به سالم اجساد هم په دې ناروغی اخته کېدل. دلته نو و جراحي علمياتو ته سخت ضرورت احساسېده، د داسي يوه فاسد غړي پرې کول او له سالم بدن څخه ئې جلاکول د رب العالمين د ربوبيت او دهغه د رحمت يوه لويه نښه وه، چي د بشري کورنۍ پر ټولو غړو بلکي د هستۍ پر ټولو افرادو باندي ددې مننه او ستاينه لازمېده. 


﴿ فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿الأنعام: ٤٥﴾ ﴾
ژباړه: نو د هغه قوم بېخ چي ظلم يې کړی وو پرې کړل سو او ټولي ثناوي اوصفتونه خاص الله لره دي چي د ټولو عالمیانو پالونکي دي.


دلته مسلمانان د پيغمبرانو د رسالت وړونکي دي او د ټولو نړيوالو له پاره د انساني جسد يو رغوونکي عامل شمېرل کيږي، ځکه نو د دوی د قدرت زوال، ټيټوالی او ددوی د شان شوکت رالوېدنه د بل ملت، نژاد او يا مليت د انحطاط په څېر نه وو، که داسي وای؛ نو موضوع به ډېره آسانه او ضربه به ئې ډېره سپکه وای، خو دمسلمانانو زوال د هغه رسالت د زوال په معنی وو، چي د بشري ټولني له پاره ئې د روح حيثيت درلود او د هغي پايې بربادي ئې څرګندوله، چي د دين او دنيا نظام ورباندي ولاړ وو. 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

سرته