تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ننۍ روشنفکري
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 16, 2020
  0

ننۍ روشنفکري

ليکوال: احمد ولي (حقمل)


په غرب کي د روشنفکرۍ او جاهيليت تر منځ فاصل د فرانسې انقلاب دئ، غربيان ددې انقلاب څخه مخکي دورې ته د ظلم او جهالت دوره وايي، او تر دې را وروسته دورې ته د رڼا، علم، انصاف، حقوقو او روشنفکرۍ دوره وايي، او د مسلمانانو څخه هم دا تقاضا کوي چي دغه ددوی روشنفکري ومني او پر دې لاره د غرب سره ملګري سي، مګر زموږ مسلمانانو د روشنفکرۍ تصور د غرب څخه بلکل مختلف دئ، زموږ د روشنفکرۍ تاريخي شاليد او اساسات د غرب سره متضاد دي:


غرب چي د روشنفکرۍ تر عنوان لاندي کوم حرکت راپيل کړی او دا حرکت د تيارو څخه و رڼا ته سفر بولي، هغه په اصل کي د آسماني تعليماتو او الهي وحيو پر ځای انسان دخپلو خواهشاتو و دام ته د غورځولو سفر دئ، غرب د روشنفکرۍ د شعار په ذريعه غواړي چي د هر شي د حق او باطل ثابتولو  دپاره د انسان خواهشات معيار و ګرځوي، يعني د غرب په نزد آسماني تعليمات د تاريکي دورې علامات دي، او پر انساني فکر او خواهشاتو باندي ولاړه فلسفه او تهذيب د رڼا او پر مختګ علامه ده، اما د اسلام تصور بيا ددې څخه بلکل مختلف دئ؛ 

 

د اسلام په نېز بيا د جاهليت دوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت څخه مخکي دورې ته ويل کيږي چي هلته ظلم، او جاهليت خپل اوج ته رسېدلی وو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت څخه شروع کېدونکي دوره بيا په علم، رڼا او عدل سره تعبير وو، په دې لحاظ زموږ او د غرب د روشنفکری تصور او تاريخ بلکل سره مختلف او متضاد دئ؛


رسول الله صلی الله عليه وسلم د انساني ټولني د خواهشاتو معيار رد کړی او پر ځای يې آسماني تعليماتو او الهي وحيو خوا ته د راګرځېدو اعلان کړی دئ، يعني زموږ په نزد د ټولني د خواهشاتو تسلط او برلاسي (Supremacy) د جهالت او تيارو علامه ده، مګر آسماني تعليمات او الهي وحي د روشنفکری او علم خواته سفر دئ.


په همدې سبب  زموږ دپاره په دې مسئله کي د غرب ملګرتيا کول د اسلامي عقيدې او تعليماتو له مخي امکان نه لري، ځکه موږ نن هم د قران او سنتو پر حقانيت باندي پوره ايمان لرو، او انسانان نن هم ورته دعوتوو، مګر غرب دا دعوت و جاهليت او تيارو ته په دعوت سره تعبير وي او د مسلمان امت ددې عقيدې څخه د اړولو دپاره خپل پوره زور لګوي.


د غرب د ننۍ روشنفکری يو بل د پام وړ اړخ دادئ چي ددې نوي تمدن او ثقافت چي څه علامات دي، کوم چي د روشنفکری ارکان بلل کيږي، په هغو کي يو يې هم نوی نه دئ، بلکي ټوله يې د هغه جاهليت برخي دي، چي اسلام ۱۴ سوه کاله مخکي مسترد کړي دي؛


د ښځي او نارينه آزادانه اختلاط، هم جنس بازي، زنا، فحشاء، عرياني، شراب، خمار، سود، د حلال او حرام يو شان والی، موسيقي او رقص او داسي نور، دا ټوله هغه وخت د ابوجهل او ابو لهب عادات وه او لکه نن ورځ هغه وخت هم دغه اعمال د ترقۍ او پر مختګ ارکان بلل کېدل، چي بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا ټوله جاهلي کړني لغوه او ناروا اعلان کړې، خو نن ورځ غرب بيا هغه جاهلي ارزښتونه د يو څه نوي رنګ او شکل  سره نړۍ ته د پر مختللي تهذيب او تمدن په نامه وړاندي کوي او موږ مسلمانانو څخه په مسلسله توګه دا مطالبه  کوي چي دغه رواجونه کوم چي موږ ۱۴ پېړۍ مخکي تر پښو لاندي کړي وه د نوي ثقافت او تمدن په نامه بيا خپل کړو.


غرب چي کله د رينسانس او پر مختګ په نامه د آسماني تعليماتو څخه پرېکون اعلان کئ، په دې کي خپل يو خاص شاليد لري، پر دوی چي په پېړيو پېړيو ظلمونه او وحشتونه وسول، هغه هم ددوی سيمه ييزه مشکلات ول، خو زموږ شاليد په هيڅ صورت په هغه ډول نه دئ او همدا رنګه موږ د هغه ډول اسبابو او عواملو سره په هيڅ وخت کي نه يو مخ سوي کوم چي غرب يې د فرانسې انقلاب ته مجبوره کړي، نن غرب د هغه تاريخي او سيمه ييزو واقعيتونو څخه سترګي پټوي او خپل هغه خصوصي شاليد پر موږ مسلمانانو باندي په زوره مسلط وي او موږ هم د ځان غوندي د آسماني تعليماتو او الهي وحيو څخه انحراف ته بيايي تر څو په دې سفر کي موږ هم ددوی ملګري سو، چي دا ښکاره بې انصافي او نه بخښونکی جنايت دئ، ولي ددې سره سره بيا هم زموږ ځيني جاهله ځوانان د غرب په دې مکر خطاء وتلي، ځانونه ورته روشنفکره ايسي او الهي تعليماتو سره يې خپل جنګ اعلان کړی.


اوس نو دا زموږ د علماؤ او پوهانو مسؤوليت دئ، چي لومړي په دې فکري او تهذيبي جال باندي ځان پوه کړي او بيا د تاريخي او سيمه ييزو حقايقو په رڼا کي ځوان نسل د غرب په دې پوچي فلسفې او شومو اهدافو باندي خبر کړي.

 

سرته