تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانان د سيرت نبوي په رڼا کښي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 13, 2020
  0

ځوانان د سيرت نبوي په رڼا کښي

ليکوال: مفتي حسين احمد مدني

 

د نبي صلی الله عليه وسلم په اسوه حسنه کي تاریخیت، بشپړتیا او جامعیت دی او دا پر ټول انسانیت باندي احاطه کوونکي دي.


ځوان، د انسانیت په دې عالم کي تر ټولو او تر هر څه ارزښت درلودونکی دی، ځکه چي کوچنیان (نا بالغه) د شریعت په احکامو مکلف نه دي او  ضعیف العمره په عامه توګه سره د جرأت او اقدام پر ځای مصلحت لټوونکي وي، نو یوازي ځوانان پاته سول، چي د قوم او د ملت رهبران او مقتدایان جوړ سي.


هر ژوندی قوم، تحریک (پاڅون) او نظریه ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه او ارزښت ورکوي، ځکه دا ټولو ته معلومه ده، چي قومونه او ملتونه پر مخ بېول، پاڅونونه فعال او متحرک ساتل او نظریات د بریا پر لوري او د کامیابی سره پر یو ځای کولو تل ځوانانو ښکاره او مؤثر رول لوبولی دی.


ځوانان د لوړ عزم او صمیمي ارادې خاوندان دي، نه مایوسه کېدونکي او په تسلسل سره زیار ایستونکي دي، د ځوانانو په اسلامي بڼه سره روزنه او تربیت کول او همدې لوري ته د دوی رهنمایي کول نه داچي صرف ددې عصر بلکي په هر دور کي یو تجدیدي کار پاته سوی دی.


مولانا ابوالحسن علي ندوي فرمایي:
چي د وخت تجدیدي کار دادی، چي د امت په ځوانانو او  په پوهي سره سنبال طبقه کي د اسلام بنیادونه او د دې نظام حقیقتونه او د نظام محمدي هغه اعتماد او ډاډ بیرته راوستل سي، د کوم واګي چي ددې طبقې له لاسه وتلي دي.


 د ځوانانو په منځ کي د ژوند د مقصد سره نا اشنایي، د تربیت کمزوري او په دوی کي فکري، تعمیري او د تخلیقي سوچ او فکر نه رامنځ ته کول ستره فاجعه ده، چي لاندي عوامل لري: 
 

یو. د اسلام د اساسي تعلیماتو څخه ناخبرتیا
 

دوه. په کور او فامیل کي د اسلامي ماحول نشتون
 

درې. د اسلامي اخلاقیاتو، شرم او حیاء څخه بې برخي کېدل
 

څلور. د مغربي افکارو او کلتور څخه متأثره کېدل او د جدیدیت د اثراتو له کبله شهوت پرستي او د جنسي خواهشاتو عادي کېدل
 

پنځه. د نفس اثارة، د ضمیر پلورل او د ماده پرستۍ غوندي روحاني او باطني ناروغیو عامېدل
ځوانان باید د ځانونو اصلاح وکړي او په خپل هغه ارزښت باندي ځان پوه کړي، کوم چي قران او حدیث ورکړي دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه بشارت او زېري ځان مستحق جوړ کړي، کوم چي نبي علیه السلام د ده په حق کي فرمایلي دي” وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ “ او د اوو هغه خوش نصیبه کسانو څخه، کوم چي به دقیامت په هغه سخته ورځ، چي څوک به د ګرمۍ د شدت لکبله تر پښو، څوک به د خپلو کړنو لکبله تر ګونډو، آن چي تر خولې به په خولو کي وي، خو اووه کسان به د الله تعالی د رحمت او تر عزت تر ساړه سیوري لاندي په حفظ  او په امن وي، په هغو کي یو هغه ځوان هم دی، چاچي خپله ځواني د الله تعالی په عبادت کي تېره کړې وي. 

 

در جواني عبادت کردن شيوه پیغمبري است.
 

که چیري یو ځوان په ننني عصر کي د مادیاتو او خواهشاتو په دې دور کي، د نبي علیه السلام لاره تعقیب کړي او د هغه تعلیمات خپل کړي، نو دغه ځوان به د صدق او امانت سمبول وګرځي. 
 

په دار ارقم کي سابقون الآولون کي اکثره ځوان صحابه کرام داخل وه، نبي صلی الله عليه وسلم د دوی د تربیت، د مسؤلیتونو او دینداریو اړوند داسي روزنه وکړه، چي دوی د هر  ډول ستر مسؤلیت اهل او لایق جوړ سول. (ابن کثیر)
 

د نبي صلی الله عليه وسلم د همدې ځانګړي روزني برکت وو، چي نړۍ دا معجزه ولیدل، چي ددغه ځوانانو (خلفاء اربعه او صحابه رضوان الله علیهم اجمعین) تر ربع سکون پوري خپور سو او په دې لړۍ کي د یو اهم امر اړوند د هیڅ یو غیر عرب محتاجه نسوه. د محمدیه سیرت او نبوي تعلمیاتو څخه معلومیږي، چي د ځوانانو د مسؤلیتونو په ضمن کي د نبي صلی الله عليه وسلم ځانګړي درې اهداف وه: (تعلیم و تربیت، دعوت و تبلیغ او جهاد)
 

د تعلیم ارزښت خو تر لمر روښانه دی، ځکه چي د دین پیل په ”اقرأ” سره سوی دی او د نبي صلی الله عليه وسلم دعاء  ”وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا “[طه:114] او د فرض نبوي  ”وَيُعَلِّمُهُمُ الكِتابَ وَالحِكمَةَ“[البقرة:129] څخه معلومیږي، چي تعلیم  څومره اړین دی، په ځانګړي ډول سره د دین پوهه.
 

نبي صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو بالخصوص د ځوان صحابه کرامو په تربیت او روزنه کي دې امورو ته خاصه پاملرنه کول: خشیت وتقوا، د مسؤلیت احساس، سعی او عمل، عدل او انصاف، تواضع او عاجزي، شرم او حیاء، عفت او پاک لمني، غض  البصر.(د سترګو د نا محرماتو څخه ساتل)،

 

د مشرانو او والدینو عزت او احترام، پر ماشومانو او کشرانو شفقت، نظافت او روغتیا. که د نن عصر ځوان د ځان اصلاح غواړي، نو پورته ځانګړني دي خپلي کړي، نو ان شاء الله دغه ځوان به یو متقي، پرهېزګاره، د هیواد او ملت اړین کس،  د مور و پلار او قریبانو ویاړ او په ظاهري او باطني لحاظ سره د دین او د دین د شعائرو یو محافظ مسلمان وي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
 

سرته