تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بنو قریظې په اړه د بې دینانو بې ځايه نېوکه!!!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 2, 2020
  0

 

د بنو قریظې په اړه  د بې دینانو بې ځايه نېوکه!!!


لیکنه: ابو خالد عثمان.


بې دینان (ملحدان) تل د انځور يو اړخ وړاندي کوي ترڅو خپل شوم اهداف ترلاسه کړي او هغه د ځوانانو په فکرونو کي وسوسه اچول دي.


د سټالين ملحد، لینن ملحد ، ماو ملحد ،او هټلر ملحد، چي د دری سوه میلونه انسانانو قاتلان دي لارويان بیا راپورته سوي او د بنو قریظه په جګړې نېوکي کوي، او د نېوکو اصول هم نه مراعت کوي چي باید مکمله کیسه وړاندي کړي نه يوازې يو اړخ، خو خیر له دوي نه د انصاف تمه نسته.


 راځو هر اړخيزي څيړني ته چي ولي او کومو خبرو مسلمانان دې سختي پریکړي ته اړ اېستل؟؟ 


خو ړومبى یوې ځانګړې نتيجې ته رسېدو لپاره په لاندي امورو باندي پوهېدل اړېن بولم.


۱ ـ هر کله چي پيغمبر ﷺ هجرت وکړ او مدینې ته راغی، نو اول کال نبي اکرم ﷺ يهودو سره  معاهده  وکړه ، چې په هغې  کي د  بنو قریظه قبیلې مخه ور استازي هم شریک وه، او ددې معاهدې څخه  وروسته مسلمانانو او د بنو قریظه یهودو ډیر ښه حالت کي وخت تیروی .


۲ ـ ددغه تړون د لاري نبي اکرم ﷺ بنو قريظه وو ته او نورو یهودي قومونو ته پوره آزادۍ او د سر و مال د امنیت ډاډ هم ورکړ  .


۳ ـ نبی اکرم ﷺ پر بنو قريظه د تړون له امله دا ځانګړی احسان وکړ،  چې وروسته له تړون نه د ژوند په ټولو چارو کي بنو قریظه د نورو يهوديانو سره په حقوقو کي مساوي او برابر وګرځول سول، ځکه ړومبي به دوي د بنو نضير نه  په مرتبه کي کم شمېرل کېدل، هغه داسي که د بنو نضیر وال د بنو قریظه نه یو نفر قتلولو نو د بنو نضیر دغه قاتل به په بدل کي نیم دیت ورکوی، خو برعکس که همدا قتل د بنو نضیر د یو کس کېدی نو د بنو قريظه په وژونکي باندي پوره پوره دیت ورکول لازم وو.


مسلمانانو سره تړون  نه وروسته یوه ورځ  ددوي تر مینځ د وژنې یوه پيښه رامنځته سوه نو بنو قریظه د اضافي  دیت ورکولو  څخه انکار وکړ، او بنو نضیر ته یې ښکاره  وويلې چې موږ اوسه پوري ډیر دیت ورکوي فقط ستاسې د ظلم او ويری له وجې خو اوس د  محمد(ﷺ)  سره تړون  نه وروسته ډیر دیت نسو درکولای ( ولي چي اوس د ظلم او زياتې بیره  نسته) 


۴ ـ خو د افسوس  ځای دئ چي همدا بنو قریظه قبیله د  قريشو په لمسون مسلمانانو سره د تړون په سر خیانت ته اماده سول، کله چي يهودو سره د تړون د تجدید وخت راغی نو نبي اکرمﷺ  یهودو  څځه بیرته د معاهدې د تازه کولو غوښتنه وکړه، دغه وخت د بنو نضیر خلکو د خفګان له امله تجدید څخه ډډه وکړه، او ددې ځايه څخه ووتل، البته بنو قريظه دا ځل هم  له سره نوې معاهده وکړه، د ( اتحاد او دوستۍ) او په بدل کي دوي ته د مسلمانانو له لوري د امن ضمانت ورکړل شو،  بنو قينقاع چي ډېر سرمایه دار خلک وه دوي هم  فتنه اچول پیل کړل، نو ددوي په اړه هم ددوي د ویستو پریکړه وسوه،  نتیجه کي یې په ۲ هجري قمري کال محاصره وسوه  او اخراج ته مجبوره سوه.


۵ ـ وروسته بیا معاهده تازه سوه، خو دا ځل د معاهدې په عین وخت کي د غزوة خندق جګړه وشوه، چې ډېره د کړاوونو او سختيو جګړه وه، په دغه سختو شیبو کي د تړون څخه بنو قریظه سرغړونه او خیانت کوي د مسلمانانو دا نږدې ملګري په ځای د همکاري، د خندق په سختې معرکه کي  غدارۍ کوي، او ښکاره د  کفارو په ملګرتیا جنګ کي شریک کيږي او له نړۍ څخه د مسلمانانو د له منځه وړلو هڅه کوي. 


۶ ـ کله چې بنو نضیر له ساحې څخه ولاړل، نو ددوي  مشران ۱ ـ حئ بن اخطب، ۲ ـ ابو رافع، ۳ ـ سلام بن ابی الحقيق، خیبر ته لاړل او هلته یې استوګنه اختیار کړه، دا هغه کسان دي چې د احزاب جګړه  د همدوي د لمسون او د منفي هڅو  له وجي وشوه ، دوی د عربو په قبايلو وګرځېدل او هغوي یې د مسلمان په ضد نهايي پاڅون کولو ته اماده کړل، دوۍ د قریشو د ملګرتيا لپاره یو کوښښ هم له لاسه ور نه کړ.


په مدینې باندي برید لپاره تر دغه وخت پورې بنو قريظه په معاهدې ولاړه وه، خو حئ بن اخطب ددوي څخه د بغاوت کولو غوښتنه وکړه،  او دوي یې جګړې ته آماده کړل، بنو قريظه د مسلمانانو په خلاف د قریشو سره جنګ لپاره خپل لښکر په ورکولو تیار سول، چي دې کار ډیره منفي اغیزه وکړه،  غزوة احزاب کي ددوي کردار ډیر خطري وو که چیري ددوي په همکاری دښمن ته کامیابي رسیدلې وای نو مسلمانان به یو هم پاته نه وایې،  ځکه چي ټولو عربو په مسلمانانو برید کړي وو .


د معاهدې له رويه باید دوي مسلمانانو سره دریدلي وایي، بیا که ولاړ نه هم وای خو کم نه کم بي طرفي به يې اختيار کړې وای،  خو دوي ستره غداري وکړه او په مسلمانانو یې برید ته ور ودانګل، که چیري د قدرتي آفت له وجي لښکر بیرته نه وای تللئ،  نو مسلمانان به دوه طرفه د برید سره مخ سوي وای چي نتیجه به یې ډېره تاواني وای.


جنګ خندق څخه د مسلمانانو راګرځیدو نه وروسته مسلمانان بنو قریظه ته متوجې سول، او ددوي خیانت یې سترګو ته ودریدئ، او د بنو قریظه خلک هم له خپل خیانت له امله له بدو پایلو خبر وه او په قلا کي یې ځانونه بندیان کړل ترڅو محفوظ پاتي سي، مسلمانانو دوي  محاصره کړه، بيا د بنو قريظه یهودو غوښتنه وکړه چي موږ ته لاره راکړئ خو دغه غوښتنه یې رد سوه.


بلاخره هغوی بله غوښتنه وکړه،  چې زموږ په اړه دي د پريکړي واک سعد بن معاذ  ته وسپارل سي چې زموږ د غدارۍ جزا وټاکي،  نبي اکرمﷺ بیا هم د نرمی څخه کار واخيست او د بنو قريظه دغه غوښتنه یې ومنله او فیصله یې سعد بن معاذ چي (د یهودو د تړون مشر وو ) وسپارله واک ترلاسه کولو نه وروسته  سعد تورات راواخيست او د قضاوت پریکړه یې په تورات وکړه چې حکم یې وو ټول نران قتل کړئ .
د يادونې وړ ده،  دلته هيڅ کله د بي دینانو حق نه جوړيږي چې نبي اکرم ﷺ باندي اعتراض وکړي،  ځکه بنو قريظه خپله ځان لپاره قاضي وټاکۍ او د فیصلې اختيار یې هم ورکړ،  او سعد هم ددوی خپل مقدس کتاب د آيتونو څخه فيصله وکړه،  که چیري دغه قاضي د بنو قریظه د خلکو د خوشي (ايله) کولو فیصله هم  کړې وای نو نبي اکرم ﷺ به ضرور ورسره منلې وای، او یا یې دوي ته  د لار ورکولو فیصله کړې وای هم به نبي اکرم ﷺ منله، خو ددوي خپل قاضي ددوی په هکله سخته فیصله وکړه سعد دغه فیصله د تورات په دغه ایت وکړه (تورات کتاب تثنیه اصحاح، ۲ ایت ۱۰)


پوښتنه:  دغه قتل سوي یهودان څو کسان وو؟؟؟


تعداد کي اختلاف دی خو کتابونو ليکلي چي د بنو قریظه خلکو په مدینه کي وروسته هم ژوند کوئ، ددې څخه معلومه دا سوه چې يوازي خاص کسان وژل سوي،  او بعضي یې اسلام کي هم  داخل سوه،  ددی څخه هم دا معلومیږی چې ډیر کم کسان وژل سوي.


یو محقق ليکلي "چي د دیرشو او څلویښتو تر مينځ نفر وژل شوي باقي خلک یې د سزا څخه ازاد سوي".


دغه وو هغه حقیقت چي بې دینان یې هیڅ کله نه ذکر کوي خو یوازی یو اړخ بیانوي تر څو د اسلام مقدس دین بدنام کي.

 

 


مأخد: تعليم الاسلام مجله (24 ګڼه)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته