تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فیسبوک (د نېکیو او بدیو ذخیره)
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  August 25, 2020
  0

فیسبوک (د نېکیو او بدیو ذخیره)


لیکنه : ف. همت


فیسبوک له دوو کلمو څخه جوړ دی
(فیس/Face) چي د صورت، مخ یاهم څهرې په معنی دی.
ایاپوهېږﺉ الله تعالی په قران عظیم الشان کي د څهرې او مخانو په اړه څه فرمایلي دي؟
وَ یَوْمَ تَبْیَضُ وُجُوْهٌ وَّتَسْوَدُّ وَجُوْهٌ. (سورة آل عمران ۱۰۶)
ژباړه:په هغه ورځ چي ځیني مخونه به روښانه اوسپین او ځني به بیا تور وي.
روښانه او سپین مخونه د نیکو کارانو او تورمخونه به د بدکارانو او کافرانو وي.


 (بوک/Book)د کتاب په معنی دی.
آیاپوهېږﺉ چي الله تعالی په قران عظیم الشان کي د کتاب په اړه څه فرمایلي دي؟

اقْرَأْ كِتٰبَكَ كَفٰى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء ١٤)
ژباړه : (ورته وبه ویل سي چي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلي محاسبې لپاره ته په خپله كافي او بس یې.
یعني ستاسو په کتابو (عملنامو) کي چي کوم څه نویشته دي دا ستاسو کړني دي او دا به ستاسو مسیر ټاکي چي څه باید درسره وسي. 
پند : 


نو محترم ورور او پتمني خوري که غواړې د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندي په روښانه او سپین مخ مخامخ سې، نو خپل په فیسبوک کي داسی څه نشر کړه چي ستا د پاره د ثواب ذریعه وګرځي نه د ګناه.


ځیني وروڼه او خویندي د فیسبوک څخه فساد بوک جوړوي او ځان په جاریه ګناه کي واقع کوي، چي دا ددنیا او اخرت د ناکامۍ او بد بختۍ سبب ګرځي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته