تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنیفه رحمه الله د زغم یوه واقعه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 18, 2020
  0

د امام ابوحنیفه رحمه الله د زغم یوه واقعه

 

 راليږونکی: عبدالسلام حنفي

 

امام ابوحنیفه رحمه الله یوه ورځ د ماپښين د لمانځه څخه وروسته کور ته لاړی په بالاخانه کي پر بستره باندی د ارام کولو لپاره پریوتې. چی په دې وخت کي دروازه چا وټکوله نو تاسو سوچ وکړي چي یو سړی ټوله شپه په وښه تیره کړي او ټوله ورځ مصروف وي او بیا په داسي وخت کي یو کس درته راشي څومره یې سړی بد ګڼي. خو امام ابوحنیفه رحمه الله ورغلی دروازه یی ورته خلاصه کړله چې یو سړی ولاړ دی امام صاحب د راتګ پوښتنه تري وکړله هغه ورته وویل چي د یوې مسئلي پوښتني لپاره راغلي وم (وګوره امام صاحب د مسائلو د ښودلو لپاره ناست وو) هلته د مسئلي پوښتلو دپاره رانغلی او اوس بي وخته راغی لیکن امام ابوحنیفه رحمه الله هیڅ هم ورته ونه ویل. بلکي ورته وې ویل وایه څه مسئله ده؟ هغه کس ورته وویل چي هغه مسئله زما څخه هیره شوله.

 

امام صاحب ورته وویل ښه وروره هر وخت چي مسئله درته یاده سوه بیا راسه. امام صاحب بیرته خپل ځاي ته ولاړی او پريوتۍ نو فوراً بیا دروازه وټکول سوه. امام صاحب بیا ورته راغلی که ګورې چي هغه سړی بیا ولاړ دی. امام صاحب ورته وایي څه خبره ده؟ هغه ورته وویل هغه مسئله ماته یاد شوی وه لیکن اوس بیا دلته رانه هیره شوه. که اوس یو عام سړی وی نو اوس به یی څه حال وی خو امام صاحب خپل نفس ختم کړی او ورته وې ویل چې هرکله مسئله درته یاده سوه بیا راسه. او امام صاحب بیا هم ولاړی په خپل بستر پريوتۍ. نو فوراً بیا دروازه وټکیده بیا امام صاحب راغلی دروازه یی خلاصه کړله چې ګوري هغه سړی بیا ولاړ دی. امام صاحب ورته وویل څه مسئله ده؟ هغه سړی ورته وویل مسئله رایاد سوه هغه داده چې د انسان نجاست (بولې) خوږې وي او که ترخې؟ العیاذ بالله دا هم څه مسئله ده

 

که اوس یو بل سړی وي هغه داسي تنګ سوی وي نو د دې سواله څخه به د هغه صبر تمام سوی وی. لیکن امام صاحب ورته په اطمینان سره جواب ورکړ. چې کله د انسان بولې تازه وي نو په هغه وخت کې خوږوالې لري او کله چې ورباندي وخت تیر سي بیا ترخي سي. بیا هغه سړی وویل تا د دې خوند کتلي دي. امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل د هر شي علم په څکلو سره نه معلومیږی. بلکي بعضي وخت د ډیرو شیانو علم په عقل سره معلومیږي. او د عقل نه دا معلومیږی چې کله د انسان بولي تازه وی نو مچان ډیر پري کیني نو ممکن خوږي وي او کله چې وخت پري تیر شي بیا مچان نه پري کښیني نو ممکن ترخي وي،

 

کله چې امام صاحب دا جواب ورکړی نو هغه کس ورته وویل ما ته معافی وکړه ما ته ډیر تنګ کړلې لیکن نن تاسو وګټله امام صاحب وویل څه مطلب ؟ هغه کس ورته وویل چې زما یو دوست سره بحث وو، ما ورته ویل چې سفیان ثوري رحمه الله په ټولو برزګانو او علماؤ کي صابر او نه غصه کیدونکي بزرګ دي او زما دوست ویل چې نه امام ابوحنیفه رحمه الله په ټولو کی صابر او نه غصه کیدونکي دي، او موږ دواړو په مینځ کې په دې خبره بحث وو. او موږ د معلومولو لپاره دا طریقه اختیار کړه چې د آرام په وخت کي دوه یا دري ځلي تاسو د خوب له بستر څخه راپورته کړم. او بیا درنه داسی بیهوده سوال وکړم او وګورم چې تاسو غصه کیږی که نه ؟ ما ویل که چیرته تاسو غصه شوی نو ما وګټله او که غوصه نه شوي نو تاسو وګټله لیکن نن تاسو وګټله او خبره داده چې ما د ځمکي په مخ داسي صابر انسان نه دي لیدلي.

 

اصلاحی خطبات تقي عثماني ،جلد ۱ صفحه ۳۸۴ مکتبة الحرم

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته