تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوان یعني څه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 23, 2020
  0

ځوان یعني څه!

 

لیکوال: (هاشمي)

 

ځوان استعداد هغه لویه هستي ده چې کولای سي يوه داسي ستره اسلامي بریا لاس ته راوړي چي ټول اسلامي امت به د شیطاني او کفري خطرناکو دسیسو څخه په امن کي سي. 

 

ځوان ته ډیر لوی مسؤلیت متوجه دی، باید خپله ځواني د اسلام د ګټو او د مسلمانانو د حقوقو د ادا‌ء‌ کولو دپاره قربان کړي، ځکه داسې يوه ورځ راتلونکې ده چي الله تعالی به دده څخه پوښتنه وکړي چي اې زما بنده هغه عمر او ځواني او استعداد چي ما در کړی وو هغه دي په څه کي استعمال کړئ؟ 

 

په اسلامي تاريخ کي سلطان صلاح الدین ایوبي داسې ځوان تیر سوی دی چي د ټولي اسلامي نړۍ د علماؤ او عوامو په زړونو کي ځای لري، او همدارنګه ټول کفري ممالک د سلطان ایوبي د تخنیکونو څخه په خپل فوجي او نظامي ډګرونو کي ګټه اخلي هغه هم زمونږ په شان یو ځوان وو. او یو با غیرته مسلمان وو، د مسلمانانو غمخور وو تر مرګه یې مسلمانانو ته خدمت وکړی، او د نني عصر نوي ټیکنالوژۍ پر ځوانانو باندي داسي بده اغیزه کړې ده چي د خپل اسلامي شعائرو او داسلامي تاریخ څخه نا خبره دي او ټول عمر یې د نفسي خواهشات په پوره کولو کي بر باد کړی دی.
الله تعالی دي مونږ د صحي لارې لارویان جوړ کړي اللهم امین.

 

نن سبا داسي ځوانان لرو چي تحصیلي مقام یې ګورې نو وایې به چي همدا د داسلامي ټولني د پرمختګ لپاره کافي دی، خو چې کله د ده اصلي عقیده او عمل وګورې چې دی په اسلامي ټولنه کې اوسيږي او ظاهراً د اسلام په لباس کي پټ دی او داسې فاسده عقیده او افکار لري نو د مسلمان روحیه ډیره ضعیفه سي. 
نو ځکه هر ځوان ته په کار ده چي خپل اصلي شخصيت او خپل اصلي مسؤلیت وه پیژني د حق او باطل تر منځ فرق وکړي او خپله اسلامي مبارزه جاري وساتي. 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته