تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د دعوت د مخنیوي لپاره د نضر بن حارث قصې
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دیني دعوت د مخنیوي لپاره د نضر بن حارث قصې او ناولونه

 

اوس چي د قريشو دا کار هم د ناکامۍ سره مخامخ سو خو بيا هم د رسول اللهﷺ د وژلو نقشې او دسيسې په خپل فکر او دماغ کي سنجوي، مګر په دغه وختونو کي يې يو بل چم او حيله هم وسنجول چي داسي يو کار وکړي چي هيڅوک د محمّدﷺ و خبرو ته غوږ و نه نيسي، ويل: نضر بن الحارث را وغواړئ، نضر بن الحارث د قريشو څخه يو نفر ؤ چي په طائف  کي اوسېدى د دې سړي ژوند په سفرونو تير سوى ؤ، په دغه سفرونو کي يې ډيري قصې زده کړي وې، د ډيرو ملکونو تاريخ او ډول ډول حوادث يا واقعات ور معلوم وه، د خبرو ډک سړئ ؤ، زړې قصې، نوي واقعات، عجائب او غرائب يې زده وه، قريشو دا سړئ را وستى او ويل: ته به دلته اوسېږې، هر وخت چي دي محمّدﷺ وليدى چي يو ځاى کښيني ته به هم هلته ورته کښېنې، دئﷺ به خبرو ته نه پرېږدې، هغه ستا مزه داره او خوندوري قصې به شروع کړې، (لکه نن ورځ چي کفارو مسلمانان په ډیش او کېبل د دیني معلوماتو د حاصلولو څخه منعه کوي او منعه کړي یې دي) نضر بن الحارث هم دغه خپله وظيفه شروع کړه او هميشه به يې داسي کول چي رسول اللهﷺ به يو ځاى کښېنستى او قرآن مجيد به يې وايه يا به يې د دعوت خبري کولې نضر به هم هلته ورغلى او  خپلي قصې به يې شروع کړې، په اولو وختونو کي د قريشو دغه حيله تر يوې اندازې کاميابه سوه خلكو به د دغه نضر و عجائبو ته غوږ نيوى، د رسول اللهﷺ مجلس به يې پرېښاوه او نضر ته به ناست وه، کوم وخت چي به نضر خپلي خبري خلاصي کړې نو به يې و ويل: څوک وايي چي محمّدﷺ تر ما ښه او بهتر دى؟ هغه زړې او پخوانۍ قصې کوي زه هم زړې او پخوانۍ قصې کوم، د هغه دا هم ټول خُرافات دي (نعوذبالله) او زما دا هم ټول خُرافات دي دواړه يو شئ يو، څو ورځي پر دغه قسم تيري سوې او خلك د نضر بن الحارث په قصو ماړه سوه، چيري د ده خبري او قصې او چيري قرآن کلامُ الله، خلكو بيرته دئ او د ده مجلس پرېښوول او هلته به و رسول اللهﷺ ته ناست وه.

 

د نضر بن الحارث د دغه عمل او وينا په باره کي چي ده او نورو کفارو به ويل: قرآن مجيد پخوانۍ قصې دي د قرآن مجيد په مختلفو سورتونو او ځايونو کي (۹) آياته نازل سوي دي چي هغه ټول آياتونه د كفارو د دغه خبري رَد کوي چي وايي: قرآن پخوانۍ قصې دي، چي يو د هغو آياتونو څخه د سورة الانعام (۲۵) شمېره آيات دى چي رب عزوجل  فرمايي:

﴿ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴾.

يعني: هغه کسان چي کافران سوي دي هغوی وايي: نه دى دا قرآن مګر د پخوانيو خلكو باطلي قصې.

 

او په هر آيات کي چي د اساطير لفظ ذکر سوى دى په هغه کي پر نضر بن الحارث رَد دى، چي قرآن کريم اساطيرالاولين نه دى بلکه دا کلام الله (تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ) دى، په دې کلام کي بېره، وعظ، نصيحت او لار ښوونه موجود دي.

 

 دا هم د دعوت د منعه کولو او د هغه د اثر د خُنثْى کولو د پاره د قريشو د طرفه څخه يوه طريقه وه، خو په عين وخت کي د قريشو په زړونو کي د رسول اللهﷺ د شهیدولو فکر هم ور سره دى، ابن اسحاق د عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روايت کوي چي وايي: يوه ورځ قريش وکعبې شريفي ته نژدې ناست وه او زه هم ورغلم هلته کښېنستم، رسول اللهﷺ د کوره را و وتى د کعبې شريفي پرطرف رهي دى څو حجر اسود يې مسحه کړى او بيا يې په طواف شروع وکړه، په  طواف کي چي د قريشو پر محاذاة يا برابري ورغلى قريشو ځيني داسي بدي او ناوړه خبري ورته وکړې چي د هغو خبرو اثر د رسول اللهﷺ پر مخ ښکاره سو او څه يې و نه ويل، دوهم وار چي بيا د دوى پر برابري ورغلى قريش بيا پُچ او رَد وايي، رسول اللهﷺ پټه خوله دى هيڅ نه وايي خو د قهر علامې يې پر مخ ښکاره دي، بل وار بيا دغه حال دى، د طواف  په هر شوط کي چي پر دوى راسي قريش دغه سپک ويل کوي، رسول اللهﷺ حليم دى او هيڅ نه ورته وايي، خو د طواف په آخري شوط کي قريشو ډير شنيع او بد الفاظ د ده ﷺ په مقابل کي استعمالول، رسول اللهﷺ ورته و درېدى په ډير قهر او غضب يې و ويل: «اَتَسمعون يَا مَعشَرَ القريش! امّا والذي نفسي بيده لقد جئتکم بالذبح».

 

 يعني: اې د قريشو ډلي! تاسي يې اورى؟ زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى زه به تاسي ته حلالول را وړم، يعني: تاسي ټول به حلال کړم، قريش د دغه لهجې او د دې الفاظو په اورېدلو وارخطا او په بېره کي سوه ټول چپ او پر خپلو ځايونو ناست دي، په دوى کي هغه قوي نفر دومره وکولاى سواى چي و رسول اللهﷺته ور ولاړ سو په ډيره نرمه او د عذر په لهجه ورته وايي: يا ابا القاسم! و مو بخښه ته کريم او حليم يې موږ  ستا په حق کي غلطيا وکړه، عذر وايي، دا ټول عذرونه يې د رسول اللهﷺ د لهجې او خبري د بيري څخه وه، رسول اللهﷺ رهي سو او دوى يې پرېښوول. 

 

قريش چي بيرته پر خپلو ځايونو کښېنستل اوس ځانونه ملامتوي او يو د بل سره وايي: دا مو څه وکړه؟ موږ د ده د آزارولو او تکليف ورکولو نيت کړى دى او اوس موږ ټول د ده په يوه خبره و بېرېدلو دا څه را وسوه؟ ژر مو بيا بخښنه ځني وغوښتل او زارۍ مو ورته کولې، هغه هم د ده په يوه خبره؟ قريشو قصد وکړی چي سبا به يې ډير آزارؤ، دوهمه ورځ بيا قريش کعبې شريفي ته نژدې ناست دي رسول اللهﷺ راغلى غواړي چي  طواف وکړي، قريش ټول په يوه وار ورته را ولاړ سوه او پر را وګرځېدل، دا يې يوې خوا ته کشوي هغه بل يې بلي خوا ته کشوي، وهل کوي... ورته وايي: ته موږ په حلالولو بېروې؟ او موږ حلالوې؟ د هره طرفه پر رسول اللهﷺ وهل شروع دي، رسول اللهﷺ د دوى په منځ کي ورک دى د کومي خوا دفاع وکړي، کار يې د قدرته وتلى دى او نور هم پر رسول اللهﷺ وهل زياتيږي، حضرتِ فاطمه رضی الله عنها راغله او دا حال يې وليدى غواړي چي په چغارو او بغارو خپل  پلار خلاص کړي خو په وسعه يې نه سوه پوره، نو يې د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د کور و طرف ته ور وځغستل او هغه يې خبر کړی، هغه هم په ځغستا راغلى او د خلكو په منځ ور ننوتى يوه او بل طرف ته خلك پوري وهي څو ځان يې و رسول اللهﷺته ور ورساوه او رسول اللهﷺ يې د قريشو د منځ څخه را وايستى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ژاړي او وايي: تاسي يو سړئ پر دغه وژنى چي وايي زما رب الله دى؟ او رسول اللهﷺ يې د دغه منځ څخه را و ايستى، دا هغه درد، هغه تکليف او عذاب دى چي  رسول اللهﷺ ته د خپل قوم څخه ور رسېدى.

 

امام بخاري د عُروه بن زبير رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: د عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه  څخه مي پوښتنه وکړه چي په هغه ډېر سخت او شديد عذاب مي خبرکړه چي مشرکانو و رسول اللهﷺ ته ورکړى دى، عبدالله بن عمرو رضی الله عنه  و ويل:
رسول اللهﷺ د کعبې شريفي په حِجر يا حطيم کي لمونځ کاوه چي عُقبه بن ابي مُعَيط راغلى او خپل پټو يا کالئ  يې د رسول اللهﷺ په غاړه کي ور واچاوه او ډير شديد يې خپه کړى ترڅو چي ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه راغلى او عُقبه يې تر اوږو ونيوى او ځني کش يې کړى او ويل: تاسي پر دغه يو سړئ وژنى چي وايي رب مي الله دى؟

 

 په هغه حديث کي چي د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  لور اَسماء رضی الله عنها  يې روايتوي وايي: ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورناري کړل سوه چي هله ملګري ته دي ځان ور و رسوه، وايي: ابوبکر چی زموږ څخه وتى ده څلور کوڅۍ درلو دې او د کوره څخه چي وتى دغه يې ويل: آيا تاسي يو سړئ پر دغه وژنى چي وايي زما رب الله دى؟ هلته چي ور ورسېدى مشرکانو رسول اللهﷺ پرېښاوه پر ابوبکر رضی الله عنه  يې را واچول، اسماء رضی الله عنها  وايي: کوم وخت چي ابوبکر بيرته کور ته راغلى هري کوڅۍ ته چي به مو لاس ور وړى هغه به زموږ په لاسو کي راغله، يعني: د سر ورېښتان يې ټول ور شکولي وه.

 

تردې وروسته پر رسول اللهﷺ نور هم آزارونه زياتېدل او قريش پر دلاوره کېدل، قريشو جُرئت پيدا کړی رسول اللهﷺ حليم ؤ د بد ويلو او  ښکنځلو جواب يې چا ته نه ورکاوه او تر پټه خوله زيات يې نور څه  هم نه سواى کولاى، فقط دعوت او تحمل کوي، هغه آيات شريف خو مو د مخه درته بيان کړی چي رب عزوجل  ورته و فرمايل: ﴿وَ لِرَبِکَ فَاصبِر﴾ او خپل رب ته دي صبرکوه، رسول اللهﷺ هم په صبر دى او قريش هره ورځ آزارونه ورکوي او په آزار ورکولو کي ورځ په ورځ زياتوب او شدت کوي، دغه د ظلم او  طغيان د تورو اوريځو په فضاء کي د ضعيفه خلكو د پاره يو نور او روښنايي وځليدل چي هغه د حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه اسلام ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته