تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیني علم ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2020
  0

د دیني علم ارزښت

حفیظ الله رسولي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

علم هغه ګاڼه دي، چي په مټ یې انسان نور هم ښکلی کیږي، رڼا مومي، سعادت او نیکمرغي تر لاسه کوي، بریالیتوب او خوښی ته رسیږي او د  خیر پر لار برابریږي. اسلام یو جامع، شامل، کامل او بشپړ دین دی، و علماوو او علم ته یې خورا ښه ځای ورکړی دی، ټولنه او هر فرد یې د علم و ترلاسه کولو ته هڅولي. قرآن کریم په دې هکله داسي فرمايي:
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (سورة الزمر: ۹ )
یعني ووايه (اې محمده) : آیا هغه کسان چي پوهيږي او هغه کسان چي نه پوهيږي سره برابر دي؟ بېشکه چي پوهان پند اخلي .


له الله تعالی څخه څوک ویریږي؟ قرآن یې داسي ځواب وایي : 
 
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (سورة فاطر: ۲) 
ژباړه : يقيناً د الله جل جلاله څخه علماء ویريږي.


الله تعالی ته خوښ خلګ او چي ډیر یې نازوي هغه د علم څښتنان دي، قرآن یې داسې بیان کوي:
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ (سورة المجادله: ۱۱)
یعني الله جل جلاله په تاسو کي د هغو کسانو چي ايمان يې راوړی دی او پوهه ورکړل سوې ده درجې لوړوي .


په اسلام کي د نر او ښځي لپاره د اسلامي شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ.
د علم طلب یا لټونه په هر مسلمان (نر او ښځي ) باندي فرض دی .
له پورتني حديث څخه د اسلامي شريعت ضروري علم مراد دی لکه : عقاید، د طهارت ضروري مسایل ، لمونځ، روژه ، زکات، د حج احکام، ضروري معاملات، اسلامي  آداب، د حلال او حرام او دارنګه د ګناهونو او داسي نور پېژندل.


له دې کبله په مور او پلار یا د کورنۍ پر بل مسئول او مکلف شخص باندي دا لازمه ده چې خپل اولادونو او بچیانو ته د اسلامي شریعت ضروري مسایل او احکام ور زده کړي او همداسي دوی ته د حلالو او حرامو توپیر ور وپیژني، د دین بنسټیز او مهم شیان ور وښیي همداسي دوی په عبادت باندي عادت کړي او له هر ډول ناروا اعمالو څخه یې منع کړي او له ټولو سترو ګناهو څخه یې خبر کړي؛ لکه: زنا، غیبت، بهتان، غلا، لواطت، شراب، قتل، سود، او داسي نور...

د علم او علماوو د فضیلت په هکله ځیني احادیث :
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي (بخاري: ۳۱۱۶) .
چا ته چي الله تعالی د خير اراده وکړي نو هغه ته په دين کي فقاهت او پوهه ور په برخه کوي، رښتيا ده چي زه يوازي ( د شریعت د علم) وېشونکی يم او الله تعالی (د فهم) عطاء کوونکی دی.


لاندي بل حدیث شریف هم د علم د فضیلت په اړه روایت سوی دی :
مَنْ جَاءَهُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ  فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح ۲۴۰ اسناده مرسل)
ژباړه: چا ته چي مرګ ورسیږي او هغه تر دې وخته پوري د علم په طلب او لټونه کي وي چي د هغه په واسطه اسلام را ژوندی کړي د هغه او د پيغمبرانو په منځ کي به يوه درجه توپیر په جنت کي موجود وي او هغه د نبوت درجه ده .

 

تَدَارُسُ الْعِلْمِ سَاعَةً مِّن اللَّيْلِ خَيْرٌ مِنْ اِحْيَآءِهَا (مشكاة المصابيح: ۲۴۷ ) .
ژباړه: يوه ګړی په ديني علم کي مذاکره کول له دې نه ښه دي چي ټوله شپه په عبادت ويښه تيره سي .

 

مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْ جِعَ . (مشكاة المصابيح  ۱/۱۵۵ ، الترمذي ۲۶۴۷ )
ژباړه : څوک چي د علم حاصلولو په غرض له کور څخه ووځي تر بېرته راګرځيدلو پوری د الله تعالی په لاره کي دی یعني تګ او بیرته راتګ يې ټول په ښېګڼو کي شمېرل کیږي .


د علم د ترلاسه کولو چې څومره فضایل بیان سویدي همداسي د علم او د حق پټولو پخاطر سخت وعید او د عذابونو ژمنه او یادونه هم سوې ده .

مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي ۲۶۴۹، الترغيب والترهيب ۱/۹۷ ) .
ژباړه: څوک چي ديوه عالم نه پوښتنه وکړي او ده ته د هغه علم وي او هغه پټ کړي نو د قيامت په ورځ  به يې په خوله کې د اور قيزه ور واچولی سي.

همداسي علم ددې لپاره باید ترلاسه نه کړاي سي تر څو نور خلک ور باندي ملامت یا پاته راوستل سي.

سرته