تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان ولي روژه نیسي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2022
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دروژې په هکله دڅونړیوالووتلوډاکټرانوويناوي

ډاکټرډی۔ جکټ(Dr.D.Ject) د روژې په هکله وايي: روژه  ټولي ناروغی له منځه وړي.

ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) دروژې په هکله وایي: روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغی له منځه وړي اودپای ټکی ورته ایږدي.

پروفيسرافيشن (Professor Afession) وايي: روژه د معدې، ینې(ځیګر) اود زیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده.

پروفيسرډاکټرايم۔ ډي کينيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وايي: روژه په واقعیت کي یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګي نسي پټولای.

پروفيسرکلارک(Professor Klaork) وايي: روژه زماروغتیا ده، زما ژوند دی اوزماخوښي ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم.

پروفيسرسی۔ ايس جونز(Professor C. S Jones) وايي: زما د مشاهداتواوڅېړنومطابق روژه نیول د یوه انسان لپاره اړینه اوحیاتي ده، لږترلږه باید هر انسان په هره میاشت کي روژه ونیسي، که هره میاشت نه وي نوبایدپه دوو میاشتو کي دي یې ونیسي. د یوې ورځي څخه تر درو ورځو پوري، او زما د تجربو په اساس روژه نیول د هر انسان یو فطری اوطبعي اړتیا او ضرورت دی.

دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايي: چي درمل پوه (Pharmacologist) دی، دی د روژې په اړه وایي:

د یوه روژه نیوونکي د معدې رطوبات مي معاینه کړل، زه و پایلو ته ورسېدم، چي د روژه دار په نس کي هیڅ داسي مواد نه وه چي ناروغي ورباندي اغېزي وکړي او یاد مکروبونو ځاله سي او یان اروغي قبوله کړي، زه په یقین سره دا درته ویلای سم چي روژه د معدې د ټولو ناخوالو یوازینۍ ښه اوغوره درملنه ده؛ ددې څخه علاوه روژه د ټول بدن د روغتیا ضمانت کوي.

ډاکټر ایف عزیز د یوې ډلي ډاکټرانوسره پرروژې باندي تجربې وکړې، اوهغو ځوانانو چي پوره یوه میاشت یې روژه نیولې وه، لاندي پایلي یې درلودې:

۱. کله چي دې ځوانانو روژې ونیولې نو د ۲۹ روژوڅخه وروسته یې وزن پوره کم سو.

۲. په لومړیو۱۰ ورځوکي یې د ویني شکره(Blood Sugar) کمه سوه، چي په پاته شلو ورځو کي یې ګلوکوز اضافه سوی وو.

۳.:(Serum Bilirubin  سروم بیلېروبین، د صفراء هغه رڼه مایع برخه ده، چي په غلظت او زیاتوالي سره یې زېړۍ پیداکیږی؛ نو د روژې په برکت سره دا سروم بیلېروبین په لومړیو ورځوکي د ۰،۵۶ څخه و ۰،۷۷ ته لوړ سو او د روژې د میاشتي په اخر کي د ۰،۴ څخه 1۔1 سو.

۴. په کلسیم، فاسفورس، پروتینو، البیومنو او نوروهورمونونو کي هیڅ تبدیل نه راغلی.

۵. دیوې میاشتي روژې څخه وروسته د نر تولیدېدونکې ماده Male reproduction hormonesکي هیڅ تغیر او تبدیل نه ترسترګو کېدی او پرخپل حالت وه.

ددې پوهنتون پایلو داسي جوته کړل، چي روژه پر بدن باندي هیڅ بدي اغېزي نه لري او برعکس د انسان پر وزن او غوړ باندي ژوري اغېزي لري، او پاته دي نه وي چي روژه د (Chronic Disease) یعني د مزمنو اواوږد مهاله ناروغیو لپاره پوره درملنه ده.

 روژه د معدې اسیدونه یا تیزابیات کموي: دروژې بله ګټه داده، چي اسیدونه کموي او دا هغه اسیدونه دي، چي د معدې د جوش او بد هضمۍ سبب ګرځي. هغه کسان، چي تل د معدې څخه شکایت کوي او انټي اسید درمل خوري، په دې باید پوه سي، چي روژه د دوی د معدې ټولي ستونزي له منځه وړي.


پروفیسر حسیني دا په ثبوت ورسول چي روژه د خوار ځواکۍ سبب نه ګرځي، دا ځکه چي روژه نیوونکي هم په پېشملي او هم پر روژه مات باندي هغه څه خوري چي محدودیت نلري، د روژې په میاشت کي يې پر مسلمانو او غیرمسلمانو زده کونکو تجربه وکړه، د هغو شاګردانو د غذا نسبت، چي روژه یې وه او د هغو شاګردانو د غذا نسبت چي غیرمسلمانان وه او روژه یې نه وه، هیڅ توپیر نه ؤ، بلکي د مسلمانانو د غذا انرژي تر غیر مسلمانانو ډیره وه، دا ځکه چي مسلمانان په روژه مات او پېشلمي کي هره غذا په پوره اشتها سره خوري، چي د ارواپوهني د علم په اساس، دغه خواړه بیا نسبت هغو خواړو ته ډېر ګټور وي، چي په پوره شوق او اشتها سره ونه خوړل سي.

د جرمني، امريکا او برطانيا د ډاکټرانو تجربه: دوی په دې خبره باندي غورکړی چي د مسلمانانو د غوږو، پوزې اوستوني (Ear, دریو لویو ښارونو، کراچي، لاهور اوفیصل آباد Nose, Throat) ناروغی ولي په روژه کي کمي اوکنترول سي؟ ددې لپاره یې د پاکستان ته د څېړنوګروپونه ولېږل او دا پایلي يې لاسته راوړې:

۱. لکه څرنګه چي مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوي او په همدې شمېر سره اودسونه کوي او دا لمونځونه او اودسونه په ځانګړي ډول سره زیات په روژه کي صورت نیسي؛ نوځکه په دوی کې د غوږو، پوزي اوستوني(E.N.T) ناروغی لږ لیدل کیږي.

۲. په روژه کي خوراک کم سي او د ډوډۍ په لږ خوراک سره د معدې او ینې(ځیکر) ناروغۍ کمیږي

۳. لکه څرنګه، چي دوی په روژه کي له هرڅه نه پرهیزوي؛ نوله همدې کبله یې عصاب او زړه هم ښه وي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته