تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که هر څومره غمجن يې خوښ به سې !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2020
  0

لیکنه: محمد داود امیري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه څوک چې نن ورځ دي دوستان دي سبا ورځ به دي پرته له کومه دلیله پرېږدي .
هغه څوک چې ستا غم د ځان بولي ، سبا به درباندي په بې رحمۍ قضاوت کوي.
هغه څوک چې نن یې خندا وینې ، ژر ده چې قهر او غضب به يې ووینې .
هغه څوک چې ستا ورڅخه بد کېږي سبا به دي دوستان او ملګری وي.

 

یعني خواږه به ترخه سي او ترخه به خواږه هم د دنیا حقیقت دی چې هرڅه بدلېدونکي دي ، که ستا ټولې غوښتنې په دنیا کې پوره کېدلای نو جنت ته بیا څه اړتیا ده ؟ هو دا ستونزي دي چې جنت له دنیا بېلوي ،الله تبارک وتعالی فرمايي :

كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ
ژباړه : هر څه چي پر دغې ځمکي باندي دي، فنا کېدونكي دي؛ او یوازي ستا رب چي د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاته كېدونكى دى.


نو هم د اوس له ځان سره دا پرېکړه وکړه چې هر څه په دې نړۍ کې راځي غم وي که ښادي، که ستا خوښ وي او که نه تېرېدونکي دي او د تل لپاره نه دي ، یوازي ستا رب تل تر تله موجود او پر یوه حال دی!


ددې دنیا ټوله غم دومره ارزښت نه لري چې ته فقط خپل ځان ورباندي ۳۰ دقیقې غمجن کړې. یو شاعر وايي :


غم ښادي د دنیا باد ګڼه یا ګرد
په دې نه لري پروا ازاده مرد


غم یوازي پردې وکړه چې د الله جل جلا له سره دي اړیکه کمزورې سي. یو کامل مومن مسلمان ددې نړۍ تر ټولو مادي توکو ارزښتمند دی ، په بېړه وخپل خالق ته توجه وکړه ! هغه کارونه چې ته ورنه عاجزه يې وخپل بادار او خالق عزوجل ته یې وسپاره په مناجات او دعا کې ورته ووایه :


اې ربه! فلانکی کار زما له توانه لوړ دی او تا ته هر کار اسانه دی. ددې کار تر سره کول زما یو ارمان او امید دی ، که زما د دنیا او اخیرت خیر په کښې وي ته يي راته وکړه !


ان شاء الله تعالی داسي به تر سره سي چې پرې پوه به لا نه سې .دغه ډول زما هغه کارونه چې زما له توانه لوړ وه ، او زما سخته اړتیا وه ما الله جل جلا له ته سپارلي او په الله مي دي قسم وي چې لږ وخت وروسته هغه کار الله جل جلا له راته اسانه کړی او ترسره سوي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته