تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان اخلاق (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 21, 2020
  0


لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

درېیمه برخه


ټولنیز غوره اخلاق
ټولنیز اخلاق مو له ټولني سره تړي، له ټولني سره مو اړیکي ښایسته کوي او د الله تعالی د خوښۍ سبب ګرځي.


شفقت
امام جرجاني رحمه الله تعالی وايي: د خلګو څخه د سختيو د ليري کولو لپاره همت کولو ته ويل کيږي.


د شفقت اهميت
شفقت او مهرباني د انسانانو په ژوند کي يو اساس دئ چي د هغه په وسيله انسانان په خپلو منځونو کي يو د بل لاس نيوی کوي او د دې مهربانۍ په وسيله د يو او بل له حالاتو څخه ځان خبروي او د يو او بل سره مرسته کوي.


تعاون او مرسته
تعاون او مرسته ودې ته ويل کيږي چي يو مسلمان ورور د خپل مسلمان ورور سره د خير په کارونو او د الله تعالی پر اطاعت باندي مرسته او همکاري وکړي او د بديو څخه يې منع کړي.


امام ماوردي رحمه الله تعالی فرمايي: د مرستي کولو په برخه کي خلګ پر څلورو حالاتو ويشل سوي دي:

 

  • ځني خلګ داسي دي چي هم مرسته او تعاون د نورو سره کوي او هم د نورو څخه مرسته او همکاري غواړي.
  • ځني خلګ داسي دي چي نه د چا سره مرسته کوي او نه هم د چا څخه مرسته غواړي.
  • ځني خلګ داسي دي چي د نورو څخه مرسته غواړي ولی دوی د چا سره مرسته نه کوي.
  • ځني خلګ بیا داسي وي چي د نورو سره مرسته کوي ولي دوی د چا څخه مرسته نه غواړي.


ايثار او قرباني
په ګټه رسولو او او ضرر دفع کولو کي تر ځان نورو ته برتري ورکول دي او دا په ورورګلوي که نهايي درجه پېرزوينه ده.


پر ايثار او قربانۍ باندي د توفيق سببونه

يو لړ سببونه سته، چي په اداء کولو سره يې انسان ته  پر ايثار او قربانۍ کولو توفیق ورکوي چي په لاندي ډول يې يادونه کوو:


۱: د حقوقو تعظيم: د حق تعظيم که د چا په زړه کي ځاي ونيوئ، د هغه په اهميت پوه سو او دا ورته معلومه سوه چي د حق اداء کول تر هغه ناممکنه دي چي د ایثار او قربانۍ ماده په ځان کي پياوړې نه کړي، نو دغه روحيه په انسان کي د ايثار او ښندني ماده قوي کوي.


۲: د بخل څخه کرکه: کله چي يې له بخل څخه نفرت وسو نو ايثار او قرباني خپله پکښي پيدا کيږي، ځکه دی دا ويني چي د دغه بخل څخه بېله ايثار او قربانی څخه په بل ډول نه سي خلاصېدای.


۳: د مکارمو او ښو اخلاقو سره لېوالتيا: د مکارمو او ښو اخلاقو سره ليوالتيا درلودل د ايثار او قربانۍ سبب ګرځي، ځکه چي ایثار او قرباني کول د مکارمو او ښو اخلاقو لوړه درجه ده.


عفوه
علامه مناوي رحمه الله وايي: عفوه د يو چا تر ګناهه ورتېرېدل او د هغه سره ښه چلند کولو ته ويل کيږي.


د عفوې او بخښني اهميت
په اسلامي شريعت کي ډيري داسي لارښووني سته چي انسانان په ټولنه کي عفوي او بخښني کولو ته پکښي هڅول سوي دي او عفوه او بخښنه کول يې د جنتيانو او متقيانو له صفاتو څخه بللې ده.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته