تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سولي ګټي او اړتیا
  تعلیم الاسلام
  January 14, 2020
  0

لیکه: اصیل زارع

 

سوله د ژوند هغه کيفيت دی چيري چي هره چاره بېله عدم تشدد، زورواکۍ او ټینګار کولو څخه ترسره کيږي.
سوله د امن څخه مشتق سوې، که چيري سوله وي نو امن به وي.
د دې لپاره چي سوکاله او ارام ژوند ولرو سولي ته اړتيا ده.
سوله کېدای سي د اشخاصو، ټولنو، هيوادونو او حکومتونو تر منځ وي.
سوله د هغه ورورولۍ او همفکرۍ سمبول دی، چيري چي يو فکر يو هدف وي.


د يوې پر مختللې ټولني لپاره تر ټولو مهم څه سوله او امن دی ځکه که چيري سوله وي، نو د هغه ټولني افراد کولای سی زده کړي وکړي او خپل د هيواد آينده جوړه کړي او د ټولني د پرمختګ سبب سي.
سوله په زياتو معناو او مفهومونو سره تعبير کولای سو:
سوله د حفاظت، بهترۍ، ازادۍ، دفاع او کاميابۍ په معناوو تعبير کولای سو.
که چيري سوله او امن وي، نو د هر شخص اسلامي، انفرادي، ځاني، سياسي، اقتصادي، ټولنيز، حقوق به مراعت سوي وي.


سوله د هغه ژوند معنا ورکوي، چيري چي نه جنګ، نه تعصب، نه د قوم، نه د ژبي او نه د سمت تعصب وي.
بس يو څه وي هغه دا چي د خلکو تر منځ اسلامي حقوق مراعت سوي وي. د خلکو تر منځ انسانيت، اخلاق، ورولي او مينه وي، تر څو خلک يو تر بله په ورين تندي وګوري، په اخلاص سره يو بل ته غېږ ورکړي، په ارامه ژوند وکړي، د روح سکون وي او د ژوند مهم اصل يعني ازادي وي.


د جنګ په انتخابولو او د سولي په ماتولو به څه جوړه وي؟
د دنيا لوی لوی قدرتونه د سولي څخه د انکار کولو له امله ماته خوړلې، نړيدلي دي او لا هم ماته خوري.
جنګونه د حکومتونو تر منځ وي، خو د سون توکي يې خوار او غريب ملت وي.
ګټه يې حکومت ويني خو تاوان يې تل مظلوم ملت ويني.


په همدې خاطر د هر هيواد ملت د سولي وږی وي، سولي ته سترګي په لاره وي او د الله تعالی دربار ته يې سر ټيټ کړی وي تر څو د الله تعالی څخه د سولي دعا وکړي.
ميندي او پلرونه تل په دعا وي چي يا الله تعالی ارامي راولې تر څو د اولادونو په اړه مو فکرونه ارام سي.
چيري چي سوله نه وي، هلته امن نه وي، زړونه نارامه وي، هره شېبه هر کس د مرګ څهره ويني، هره شيبه يې په زړه دا وي، چي اوس به خپل ژوند د لاسه ورکړم او هره لحظه د مرګ په شان بېره پر تيريږي.
چيري چي سوله وي، هلته امن وي، چيري چي امن وي هلته علم وي، چيري چي علم وي هلته پرمختګ وي او چيري چي پرمختګ وي هغه به يو پرمختللی او ازاد هيواد وي.


سوله د ژوند لپاره داسي مهمه ده لکه د بدن لپاره غذا.
سولي ته د روح‌ غذا هم ویلای سو.
د افغانستان ولس د نورو ولسونو او ملتونو په څېر د سولي تږی دی.
افغانان تل د اور د سون د توکو په شان په جنګونو کي استعمال سوي او لا هم استعماليږي.
افغانان هره ورځ د نړیوالو قدرتونو د ګټو له وجهي په لسګونه شهيدان د لاسه ورکوي. هره ورځ افغانان په يوه نوم او بل نوم وژل او ترور کيږي.


افغانان اوس تر ټوله د سولي او امن تږی دي.
جنګونو، وحشتونو او بمونو د افغانانو ذهن ډېر تخريب کړی.
افغانان هغه اشخاص وه، کوم چي به تل ازاد او په ازادۍ کي را لوی سوي وه، د خپل ازادۍ لپاره يې سرونه قرباني کړي وه خو نن د هغو افغانانو پر کور غم او ستم جوړ وي.


هره ورځ په لسګونو ميندي بوري کيږي،‌ په لسګونو ميرمني کونډي کيږي او په سل ګونه خويندي بې وروره کېږي.
لکه څنګه چي ما وويل جنګ د حکومتونو ترمنځ وي خو د سون توکي يې خوار او غريب ولس وي.
د دې ټولو ناخوالو حل يواځي او يواځي سوله ده.


چي اوسمهال افغانان لکه څنګه چي غذا ته اړتيا لري همداسي سولي او امن ته اړتيا لري.

 

ــــــــــــــــ
د صلحي اړوند ګټور معلومات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته