تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هیلي او مشکلات
  تعلیم الاسلام
  December 16, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع

د ځينو هيلي داسي  وي، چي غواړي په خپل ژوند کي دومره خوراک د ځان لپاره پيدا کري، په څومره چي د ده بدن د کمزوره کېدو څخه وژغورل سي. دومره لباس د ځان لپاره پيدا کړي، چي بدن يې په پټ سي. دومره ځای د ځان لپاره پيدا کري چي خپل استراحت پکښې وکړي.


دا فکر مه کوه، چي یوازي ته په غمونو کي راګیر یې! دلته هر څوک خپل، خپل غمونه لري. بس، څوک صبر کوي او څوک بیا له خپلو غمونو چیغي وهي.


په ياد ولره چي غم د عقل غل دئ!


دلته هر يو پر خپل ليکلي داستان ځي او راځي، هيڅ کس د بل کس په غم کي نه دئ، هر کس خپل د غم د حل پيدا کونکی ګرځي، خو ځيني خپل داستان داسي له منځه يوسي لکه يخی چي په تدريج سره ويلي کيږي، خو ځيني بيا خپل د داستان د دائمي کولو لپاره لاس په کار دي او تل هڅه کوي، چي څنګه او په کومه لار خپل ليکلی داستان همداسي قايم وساتي!


ته د قرآن دا پیغام یاد ساته، چي الله تعالی د صبر کوونکو سره دئ:


﴿يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ﴾[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۵۳]
یعني اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، یقیناً الله تعالی  د صبر کوونکو سره دئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته