تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر ژبه علم د الله تعالی لخوا حجت دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2019
  0

لیکنه: محمد اسماعیل مخصل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

قَالَ الْفُضَيْلُ بْنُ عِيَاضٍ: " الْعِلْمُ عِلْمَانِ: عِلْمٌ بِاللِّسَانِ، وَعِلْمٌ بِالْقَلْبِ، فَأَمَّا الْعِلْمُ بِالْقَلْبِ: فَذَاكَ الْعِلْمُ النَّافِعُ، وَأَمَّا الْعِلْمُ بِاللِّسَانِ: فَذَلكَ حُجَّةُ اللهِ عَلَى خَلْقِهِ. (بيهقي شعب الايمان)
فـــُضيل بن عياض رحمه الله وايي: علم دوه ډوله دی: په ژبه علم او په زړه کي علم. د زړه علم ته نافع علم ويل کېږي او د ژبي علم د الله عزوجل لخوا پر خپل مخلوق حجت دی.

 

دا ډېره د فکر کولو خبره ده، چي علم به يا نافع يعني ګټه رسوونکی وي؛ چي هم خپله عمل په وکړي او هم يې تر نورو ورسوي. يا به علم پر ژبه وي، چي هغه  د الله تعالی لخوا حجت دی. 

 

يعني که يو څوک په خپل علم عمل و نه کړي؛ د علم سره- سره په حرامو کي مشغول وي او د ګناه پروا و نه لري، نو تر دغه کس بيا جاهل ښه دی؛ ځکه جاهل شايد الله جل جلاله وبخښي او يا هم د ګناه کولو داسي سزا ورکړي، چي د عالم تر سزا سپکه وي؛ خو د عالم سزا به درنه او سپکوونکې وي؛ ځکه هغه ګناه پېژندله او کوله يې او د ګناه پېژندل او بيا هغه کول ګمراهي ده. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته