تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد نظري کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 18, 2019
  0

 

لیکنه: اصیل زارع 


په موږ کي تر ټولو لويه مريضي د بد نظرۍ مريضي ده.


هر فتنه د بد نظرۍ څخه پېښيږي؛ نامحرمو ښځو او يا هم لغړزنو هلکانو ته د شهوت په سترګه کتل بد نظري ده او د ښځو له لوري و نارینه ته کتل هم بد نظري ده.


بد نظري کبیره ګناه ته انسان رسوي.


یو ناڅاپۍ نظر دئ، هغه ګناه نه لري. قصداً بد نظري کول او سترګي ورته اړول، نارواه خيالات په زړه کي راوستل حرام کار او ګناه ده. بد نظري د سترګو زنا ده.


د خپل نظر ساتل د الله عزوجل د دوستۍ لامل ګرځي. خپل لومړنی نظر وساته خدای تعالی به تا تل د بد نظرۍ څخه وساتي.


کله چي پر لاره روان ياست نو بايد خپل سترګي کښته واچوئ، په روان حالت کي څلورمه کلمه شريفه وایاست.
سترګي د زړه ترجماني کوي. د زړه پر حالت دلالت کوي. 


ای انسانه! ته خالق تعالی پيدا کړی يې، نه نفس.


نفس او شهوت يې په تا کښي ځکه ايښی چي تا په امتحان کړي. د نفس او شهوت او نظر روا لاره يې درته ښوولې ده. خو  بيا هم موږ خپلو ځانونو ته غلطه لاره غوره کوو. دا داسي معنا لري لکه سړی چي يو ځای ته غواړي ولاړ سي، هغه ځای ته خامه او هم  پخه لاره  ورغلې وي، مګر موږ پر خامه لاره  روان يو کله د موټر ټير پنچر سي، کله د موټر ماشين ګرم سي، کله د موټر تېل خلاص سي، کله موټر ډب ته ور ولويږي او داسي نور. مګر که چيري پر پاخه او ډامبر سړک ولاړ سو نو مستقيم به خپل منزل ته رسیږو.


زموږ منزل د الله جل جلاله دوستي او جنت حاصلول دي.


د افسوس ځای دئ چي دا غلطه لاره به موږ يو وخت تر دوږخ پوري ورسوي.


ای انسانه! خالق تعالی تا ته عقل درکړی، د عقل څخه ګټه واخله خپل ځان په اداره کړه. خپل نيک عملي د ځان  هنر مه بوله، بلکې د الله تعالی مهرباني او فضل يې وبوله.

 

په هر حُکم کي د الله تعالی حکمت پروت دئ.

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وینا: شریف انسانان، تعلقات او بدنظري

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته