تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ﷺد وحیو په ذریعه خبریدی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2019
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دغه قصه موږ ته يوه ډيره مهمه لار ښوونه کوي، هغه دا چي موږ خلک نه سو پېژندلاى، هـو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه نهار په باره کي د الْهي وحيو او معلوماتو په سبب پېش ګويي کړې وه او موږ وليدل چي هغه څه وکړه؟ خو موږ امت عاجزه بندګان يو بېله هغه څه څخه چي الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خبر کړي يو او بېله ظاهري حالته څخه نور څه نه سو ويلاى.

 

حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم وخت چي د تبوک د غزاء څخه بيرته مدينې منورې ته راتلى پر لار يې يو ځاى واړول، ځينو نفرو د لښکر اوښان بوتله او څارل يې، خو د دغو نفرو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوښه ورکه سوه نو صحابۀ کرام په دغه اوښه پسي ګرځېدل چي پيدا يې کي، هلته بيا په لښکر کي يو منافق ؤ چي نوم يې زيد بن لُصِيط القينقاعي ؤ، دغه منافق په دې سفر کي د عمّاره بن حَزم رضی الله عنه  په ډله کي ؤ، چي دغه عماره رضی الله عنه  د اهل بدر او اهلِ بيعةُ العقبې څخه دى، نو دغه منافق د عماره په خېمه کي ناست دى، مګر په خپله عماره رضی الله عنه  په دغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د هغه په خېمه کي دى چي هغه خېمه بيا د لښکر په بله منطقه کي وه، کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوښي د ورکېدلو خبر په لښکر کي نشر سو، دغه زيد منافق چي د عماره رضی الله عنه  په خېمه کي دى و ويل: آيا محمّد نه وايي چي زه نبي يم او د آسمان په خبر مو خبروي؟ مګر اوس دئ نه دى خبر چي د ده اوښه چيري ده؟ دا خو دلته د عماره رضی الله عنه  په خېمه کي د منافق زيد خبره وه.

 

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي هلته ليري په خپله خېمه کي ناست دى او عماره رضی الله عنه  هم هلته ور سره ؤ و فرمايل:يو سړئ وايي: (چي مقصد يې دغه زيد منافق ؤ) ويل يو سړئ وايي: چي محمّد وايي: زه نبي يم او د آسمان په خبر مو خبروي، مګر اوس نه دى خبر چي خپله اوښه يې چيري ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم و فرمايل: زه نه يم خبر مګر په هغو شيانو چي الله جل جلاله  په خبر کړى يم، (يعني: تر هغه څه چي الله جل جلاله  په خبر کړى يم زيات غيب نه دي را معلوم) نو الله جل جلاله  خبر کړم چي زما اوښه په فلانۍ شېله کي او په فلاني ځاى کي ده، قيضه يا تناو يې په يوه و نه پوري بند دى نو اوښه هغې وُني بنده کړې ده ولاړ سى او را يې ولى، نفر پسي ولاړه واقعًا هم اوښه په هغه ځاى کي پر هغه قسم بنده وه او اوښه يې راوستل. 

 

 

د دغي واقعې تر ليدلو او اورېدلو وروسته عماره رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خېمې څخه و خپلي خېمې ته راغلى او په خپله خېمه کي دغه بيان کوي: چي والله اوس عجبه واقعه پېښه سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  عجبه خبره وکړه، مقصد هغه قصه يې ټوله بيان کړه، د خېمې د خلکو څخه يوه نفر چي په دغه خېمه کي موجود ؤ و عماره رضی الله عنه  ته و ويل: دغه خبره ستا تر را تګ د مخه دغه زيد وکړه، عماره رضی الله عنه  پر زيد مخ را واړاوه او پر څټ يې په سکانو وهي او ور ته وايي: الله دي مړ که ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په باره کي دغه خبري کوې؟ تر  هغو  يې واهه چي خلکو ځني خلاصاوه او  بيا يې د  خپلي خېمې څخه وشړى.

 

 مقصد دا چي غيب بېله الله جل جلاله  څخه و بل هيچا ته که په مځکه کي دي که په آسمانو کي دي نه دي ور معلوم، الله جل جلاله  فرمايي: 

 

(قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ ) [النمل: 65]  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته