تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پلار ته خطاب !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2019
  0

لیکنه: عبدالکریم رحیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دا یو حقیقت دی، چي انسان بې هدفه نه دی پیدا سوی، په اسلامي لرلید کي هر انسان ځان ته مسئوليتونه او صلاحيتونه (حقوق او وجایب) لري؛ هغه که امیر وي، که امام وي، که پلار وي او که بل مشر وي؛ ځکه د عبد الله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دی، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ستاسي څخه هر کس د خپلو تر لاس لاندي کسانو مسئول دی؛ یعني دا د هر چامسئولیت دی، چي د تر لاس لاندي کسانو روزنه او سالمه تربیه به کوي، که يې خپل مسئولیت ترسره کړ نو د نېکۍ بدله به ومومي او که یې خپله وظیفه او مسئولیت ادا نه کړ، بدله به يې خرابه وي. 

 

نو اې پلاره!! هغه نېک زوی، چي دُعا در ته کوي، او خلګ دي د هغه په واسطه په نیکۍ یادوي، تر هغه زوی ډېر غوره نه دی، چي تا هېروي او په خپله بده رويه ستاسره بدي کوي؟ هغه نېک زوی، چي په دنیا کي دي د لاس لکړه او په اخرت کي دي د سر تاج وي بهتره نه دی؟ تر هغه زوی چي په دنیا کي دي د اوږو بار وي او په اخرت کي يې د بد لارۍ مسئول ته سې؟

 

ای پلاره !! ستا زوی ستا د وجود یوه برخه ده، نو آیا غواړې، چي وجود او ځيګر دي په دردونو اخته سي؟

 

که نه غواړې نو خپل مسئولیت درک کړه، وظیفه دي په صحیح ډول سرته ورسوه، د خپل ژوند د هري ورځي یوه برخه د خپل زوی د روزني لپاره بېله کړه. 

 

لکه څه ډول، چي خپل زوی د بدي ناروغۍ څخه ساتې؛ همداسي دي زوی د بدو ملګرو له ملګرتیا څخه وژغوره. له کوچنیوالي څخه يې څارنه کوه که نه نو ناروغي به يې ډېره سي او بيا به يې تداوي ګرانه وي.

 

د زوی د روزني په وخت کي د زور او ترټني څخه کار اخيستل د هغه د سرکښۍ سبب کیږي او د هغه په رټنه کي افراط کول هغه ستا څخه لیري کوي. هغه ته ناز ورکول کمزورتیا ور زده کول دي او د هغه په مینه کي افراط کول تا د هغه څخه لیري کوي.

 

زوی د آس د بچي غوندي دی که د هغه د خوښۍ سره سم هر څه ورکړل سي سرکښي کوي، ترداسي اندازې چي اداره کول يې ګرانیږي، او که د هغه د خوښۍ د ټولو شیانو څخه منع سي د داړونکي حیوان په څېر کیږي، چي د خپل شا و خوا د هر څه څخه کرکه کوي، ځکه نو په ورکړه کي حاکم اُوسه. او تر حد ډېره مینه مه ورکوه ځکه ستا او د هغه د نېکمرغۍ لپاره مضر دي.

 

د اولادونو په روزنه کي د وهلو څخه ځان وساته مګر هغه وخت چي وعظ او نصيحت ګټور وا قع نه سي، خو پام دي وي، چي ستا وهل باید د هغه د روزني په خاطر وي او کله چي زجر ورکوې داسي یې مه وهه، چي بدن ته يې زیان ورسیږي. هغه بايد په دې خبره پوه وي، چي سره د دې چي وهي يې خو محبت هم ورسره لري. تر کومه چي امکان لري د هغه د وهلو څخه ځان وساته؛ ځکه دا چي ستا څخه وبیریږي او مینه درسره وکړي تر دې غوره دي، چي در څخه و بیریږي او کرکه در څخه وکړي، د خپل زوی د روزني پر مهال لومړی د تشویق، بیا د نصیحت، بیا د خبر داري یا اخطار، بیا د رټني او په وروستي ګام کي د عادي زجر څخه  کار واخله. 

 

په اخر کي وایم، چي اې پلاره! د خپل اولاد د لباس، خوړو او نفقې د برابرولو تر څنګ هغه د علم په خوشبويي خوشبویه کړه، د هغوی دیني پوهي ته ځانګړې توجه وکړه او د هغه پلرونو غوندي مه کېږه، چي پر خپل زوی يې د سهار د خواږه خوب څخه را کښېنول نه پېرزو کیږي، خو د دوږخ اور يې ور باندي  پېرزو وي! او د هغه پلرونو په شان هم مه کېږه چي که يې او لاد هغه وظیفې ته نه وي تللی، چي زیاته تنخواه ورکوي نو ژر تر ژره يې پوښتنه کوي او علت یې پوښتي، چي ولي نه يې تللی؟ په نتیجه کي ډېر ورته په غصه کیږي؛ خو که کوم منکر کار وکړي او د الله جل جلاله او يا د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم کوم حکم ترک کړي ممانعت یې نه کو او نه هم غصه ورته کوي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۴ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته