تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ د نبوت علامې (۴۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۱ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله ﷺ د نبوت علامې


بحيرا وليدل چي پر ملا يې د نبوت مُهر هم سته، هغه مُهر چي په ډيرو صحي احاديثو سره يې موجوديت ثابت دى، علماء کرام د نبوت د مهر داسي تعريف او بيان کوي: چي (خَاتَمُ النّبُوّة) د رسول الله ﷺ د دوو مبارکو اوږو په منځ کي د کوتري د هګۍ پر اندازه يو تور داغ دى او  په هغه داغ کي داسي وريښتان دي لکه د چرګ د سر كاكُل او  د دغه تور داغ پر شا وخوا نور ډير تور خالونه هم سته چي دغه علامه د نبوت مُهر دى او بحيرا دغه علامه وليدل او ويې پيژندل نو يې و ابوطالب ته مخ ور واړاوه او ويل، دا هلک دي څه دى؟ ابوطالب ويل: دا مي زوى دى، بحيرا و ويل: د ده پلار بايد نه وي ژوندئ، ځکه بحيرا ته دا معلومه وه چي د آخرالأنبياء علیهم السلام د علامو څخه يوه هم دا ده چي يتيم به وي او  اوس يې وليدل چي ټولي علامې په دغه هلک کي موجودي دي او دغه يوه علامه مخالفه ده دا نه سره لګيږي نو ځکه يې و ابوطالب ته و ويل: دئ بايد پلار و نه لري، ابوطالب و ويل: هو، دئ زما وراره دى، بحيرا د ځان سره و ويل: اوس صحي سوه، نو يې ابوطالب ته و ويل: وراره دي بيرته مکې مکرمې ته بوزه که دﺉ شام ته در سره ولاړ سي هلته يې يهود پيژني او که يې وپېژندى ضرر ور رسوي. 


ابوطالب هم پرخپل وراره و بېرېدى، نو ابوطالب په خپله نه ور سره را وګرځېدى بلكه يو بل نفر يې ور سره ملګرى کړى او محمّد ﷺ يې بيرته مکې مکرمې ته را وستى او  دغه اولنئ سفر يې نه سو پوره.


دغه د بحيرا قصه هم د رسول الله ﷺ د نبوت د علامو څخه يوه لویه او روښانه علامه ده. 


د رسول الله ﷺ د نبوت يوه بله علامه دا ده: چي ځيني وختونه به و مکې مکرمې ته ځيني خلك راتلل چي دغه خلكو ته أهلُ الفَراسة ويل کېده او دغو خلكو يو علم حاصل کړى ؤ چي و هغه علم ته هم علمُ الفراسه ويل کيږي، د دغه علم عالمانو چي به و يو چا ته وکتل د هغه علم په واسطه به يې د هغه نفر د مستقبل يا را تلونکي ژوند ځيني حالات ورته بيانول او دغه حالات به تر ډيري اندازې صحي او رشتيا را وتل، ځکه دا علم دى چي د هغه تعليم کيږي او غيب ويل نه دي، حتّْی امام شافعي رحمه الله هم پنځه کاله د دغه علم تعليم کړى دى او  دغه علم ته زموږ او ستاسي په اصطلاح کي د (قیافه شناسۍ یا قیافه پېژندلو علم) ویل کیږي، نو دغه اهلُ الفراسة دغه علم درلودى او  دوى چي به هر ځاى ته ولاړل خلكو به خپل کوچنيان ورته راوستل چي د هغو د ژوند راتلونکي حالات ورته و وايي، لکه زموږ په وطن کي فال بينان چي د خلكو  فال به يې کتى، که څه هم هغه فال کتونکي بې علمه او ناپوه خلک وه فقط د پېسو د ګټلو دپاره به يې خلك په بې ځايه او بې معنْی خبرو خطایستل. 


 نو يو وخت د دغه اهلُ الفراسه څخه يو نفر و مکې مکرمې ته راغلى او خلكو خپل کوچنيان ورته را وستل چي د ژوند را تلونکي حالات يې ورته و وايي، په دې جمله کي ابوطالب هم خپل وراره محمّد ﷺ ورته را وستى او دغه واقعه هم هغه د شام تر سفر وروسته وه، محمّد  ﷺ يې ورته را وستى او د کوچنيانو په قطار کي يې د ده مخ ته کښېناوه، دغه د علمُ الفراسه  عالِم تر اوسه د کوچنيانو په ليدلو او کتلو شروع نه ده کړې، خو محمّد  ﷺ ته په ډير ځير او دقت سره ګوري او  دغه کتل يې هم غير عادي او غير طبيعي وه، مخ ته يې ګوري، لوړ ورته ګوري، کښته ورته ګوري، دغه کتل يې ډير شديد او حيرانونکي وه، حتّْی ابوطالب د دغه کتلو څخه وبېرېدى، بيا نو سړي د يوه طرفه څخه د هلکانو په کتلو شروع وکړه په خپل کار مشغول سو، په دغه وخت کي ابوطالب محمّد ﷺ تر لاس ونيوى د دغه منځ څخه يې وايستى او ګوښه يې کړى، سړئ چي د نورو کوچنيانو د ليدلو او کتلو څخه فارغه سو هرڅه چي ګوري محمّد ﷺ نسته، نو ويل: څه سو هغه ځوان چي دغه اوس زما مخ ته ناست ؤ؟ چا جواب نه ورکاوه، سړي په لوړ آواز ناري کړل: څه سو هغه هلک چي زما مخ ته ناست ؤ رايې ولى په والله هغه لره شان او شوکت، درجه او عظمت سته، ابوطالب خو د مخه لا بېرېدلى ؤ محمّد ﷺ يې نه راوستى. 


  دا هم د رسول الله ﷺ د لوړي درجې او عالي مقام يوه نښانه او علامه وه.


همدارنګه رسول الله ﷺ تر نبوت او رسالت د مخه د ځوانۍ په وخت او موده کي د الله عزوجل  په ساتنه د هر شر او هر ناوړه کاره څخه ساتل سوى ؤ، يواځي دا نه چي د شرک او د بتانو د عبادت څخه ساتل سوى ؤ بلکه د هر هغه عادي او کوچني شيانو څخه چي فقط يوه اخلاقي خِدشه به پکښې موجوده وه د هغو ټولو څخه رب عزوجل  ساتلى ؤ، هغه کارونه چي په اهلِ مکه کي هيڅ عيب نه بلل کېده او د ژوند عادي کارونه وه بيا هم الله عزوجل  خپل رسول ﷺ د هغو کارو څخه ساتلى ؤ چي د هغې جملې څخه به څو شيه در ته بيان سي: 


اول: رسول الله ﷺ هیڅکله د فسق او فجور ځاى ته نه دى حاضر سوى، د رقص او غنا، موسيقۍ او عياشۍ و مجلس ته هيڅکله نه دى ورغلى. 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته