تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د بحیرا راهب لخوا زیری (۴۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۰ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بحیرا راهب لخوا زیری


 خير قافلې حرکت وکړی کوم وخت چي قافله د شام و حدودو ته ورسېدل نو يې نژدې و يوه (دِير) يا صَومعې ته واړول (دِير) يا صَومعه د نصاراوو د عبادت و ځاي ته ويل کيږي او  د دوى راهب هلته په کلو کلو ناست وي نه راوزي، خواړه او اوبه يې هلته ورته پراته وي او راهب په عبادت مشغوله وي، د قريشو تجارتي قافلې به همېشه پر دغه لار د دغه صومعې سره تېرېدلې خو نه به قريش دغه صومعې ته ورتلل او  نه به هغه راهبان ورته را وتل، مګر نن ورځ چي قافلې و دغه صومعې ته نژدې واړول د دغه صومعې د راهبانو مشر چي بُحَيرا ورته ويل کېده د مخه لا تر صومعې دباندي ولاړ ؤ او  د ليري څخه يې و قافلې ته کتل، په دغه قافله کي يې ډير عجب او نادره کارونه وليدل،  وې ليده چي د قافلې پر سر اوريځ ور سره رهي ده، بُحيرا په تعجب کي سو او پوه سو چي په دې قافله کي يو سِر او راز سته، کوم وخت چي قافلې و صومعې ته نژدې وا ړول، بحيرا و خپلو ملګرو ته و ويل چي نن خواړه ډير پاخه کړی او  يو نفر يې قافلې ته هم ولېږى چي ورسه او ورته و وايه: 


تاسي نن زموږ ميلمانه ياست او  په قافله کي به څوک نه پرېږدى ټول راسى، د قافلې خلكو هم دا دعوت قبول کړى او ټول ورغله، يواځي محمّد ﷺ يې د قافلې سره پريښاوه چي د قافلې د سامانو ساتنه وکړي، اوس نو د قافلې ټول نفر ناست دي خواړه راغله او په خوړلو يې شروع وکړه، بحيرا ورته ګوري او د قافلې يو يو نفر تر نظر باسي، په دې خلكو کي يې کوم داسي شئ و نه ليدى چي هغه دي عجب او د دې وړ وي چي اوريځ دي پر سر ور سره ولاړه سي (د نصاراوو علماوو ته دا معلومه وه چي د آخري نبي د را تګ وخت او زمانه را نژدې ده نو ځکه دوى په علامو او اشارو پسي ګرځېدل)  مګر بحيرا په دې خلكو کي د توجه وړ هيڅ شئ و نه ليدى نو يې پوښتنه ځني وکړه چي تاسي ټول راغلاست؟ څوک مو نه دی پاته سوی؟ دوى ويل: هو، ټول راغلو فقط يو کوچنئ مو د قافلې سره پرې ايښى دى چي زموږ د سامانو ساتنه کوي. 


د قافلې د خلكو څخه يوه نفر و ويل: والله موږ بد خلك يو موږ راغلو خواړه خورو او يتيم مو پريښاوه، نو يې يو نفر ولېږى چي ورسه محمّد ﷺ هم راوله، نفر ولاړى او محمّد ﷺ يې د ځانه سره راوستى، بحيرا چي په اول وار وليدى پوه سو چي په دغه هلک کي غيرِ طبيعي شئ سته، نو ور ته ګوري او فکر پکښي وهي، حضرت محمّد ﷺ کښينستى او خواړه خوري، بحيرا يې مخ ته ناست دى او ورته ګوري، بيا نو بحيرا د حضرت محمّد ﷺ څخه په پوښتنو شروع وکړه او  ويل: ستا دي په لات او عُزْى سره قسم وي.


لات او عُزْى د مشرکانو دوه بتان وه او دا قسم هم د مشرکانو قسم ؤ، که څه هم بحيرا ولات او عُزْى ته عقيده نه درلودل خو ده  ليدل چي دغه قوم يو و بل ته په لات او عُزْى سره قسم ور کوي نو بحيرا هم د دوى پر قسم په لات او عُزْى سره حضرت محمّد ﷺ ته قسم ورکړى او  ورته وايي: ستا دي په لات او عُزْى سره قسم وي، رسول الله ﷺ ورته و ويل: په لات او عزْى قسم مه را کوه قسم په الله چي ما هيڅکله د هغو عبادت نه دى کړى او د هيڅ شي څخه مي دومره بد نه راځي لکه د لات او عزْى څخه.


 وروڼو! دا دي تاسي ته معلومه وي چي رسول الله ﷺ د ژوند د شروع څخه هيڅکله د بت عبادت نه ؤ کړى که څه هم د ده ﷺ قوم او کورنۍ ټول بت پرستان وه خو ده ﷺ هيڅکله نه و بت ته سجده کړې ده او نه يې بت مشرف بللى دى چي دا د الله جل جلاله  د طرفه ساتنه وه، هو! ممکن يو څوک د خپلي کورنۍ په لار ښوونه يا د سالمي تربيې په سبب د ځينو بدو کارو څخه بېزاره وي مګر د رسول الله ﷺ د بتانو څخه نفرت او ليري والى د خپلي کورنۍ د تربيې په سبب نه ؤ ځکه د ده ﷺ پر شا وخوا ټول خلك بت پرستان وه، نو معلومه خبره ده چي دا د الله جل جلاله  د طرفه الْهي ساتنه وه. 


راهب ورته و ويل: ښه ستا دي په الله سره قسم وي چي حق او حقيقت به راته وايې، رسول الله ﷺ و ويل: هو، په الله سره قسم راکړه، راهب بُحيرا په پوښتنو شروع وکړه، څه فکر وهې؟ په خوب کي څه شي وينې؟ څنګه حالات درته پيښيږي؟ داسي ډيري پوښتني يې ځني وکړې او  رسول الله ﷺ جوابونه ورته وايي، بحيرا خو عالم ؤ او په آسماني کتابو کي د آخري نبي علامې ذکر سوي وې او اوس بحيرا هغـه ټولـي علامې په حضرت محمّد ﷺ کي وليدلې نو يې ورته و ويل: ته دي شا يا مَلا را ته لڅه کړه، پريږده چي ملا دي و وينم، رسول الله  ﷺ هم خپله ملا لڅه کړه، بحيرا وليدل چي پر ملا يې د نبوت مُهر هم سته، هغه مُهر چي په ډيرو صحي احاديثو سره يې موجوديت ثابت دى، علماء کرام د نبوت د مهر داسي تعريف او بيان کوي: چي (خَاتَمُ النّبُوّة) د رسول الله ﷺ د دوو مبارکو اوږو په منځ کي د کوتري د هګۍ پر اندازه يو تور داغ دى او  په هغه داغ کي داسي وريښتان دي لکه د چرګ د سر كاكُل او  د دغه تور داغ پر شا وخوا نور ډير تور خالونه هم سته چي دغه علامه د نبوت مُهر دى او بحيرا دغه علامه وليدل او ويې پيژندل نو يې و ابوطالب ته مخ ور واړاوه او ويل....


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
http://www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته