تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د (حسن صحیح) حدیث پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 6, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حسن صحيح : 


مخته مو ولوستل چي صحیح او حسن یو د بل څخه جلا او هر یو ځان ته بېل- بېل تعریف لري خو کله محدثین پر یوه حدیث باندي د صحیح او حسن دواړو حکم کوي، لکه امام ترمذي رحمة الله علیه چي ډیر ځله یو حدیث رانقل کړي او  بیا وایي: (حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ) یعني دا حدیث حسن او صحیح دی.


په دغه ډول مواردو کي و حدیث ته کتل کیږي؛ که پر غریب حدیث باندي یعني هغه حدیث چي د یوې لاري را نقل سوی وي دا حکم وسي نو هغه د تردد له کبله دی یعني مجتهد او مُحَدِّث ددې حدیث د ناقل او راوي په ضبط کي متردد دی چي ایا ناقل ئې د پوره ضبط  خاوند دى چي حديث ئې صحیح  وشمېرل سي او که ضبط ئې نسبتا کم دی چي حدیث ئې د حسن په درجه کي شمېرل کیږي.


الته د تردد حرف یعني ( اَو ) ئې له منځ څخه حذف کړی دی خو اصلي عبارت ئې دا ډول دی (حَدِيثٌ حَسَنٌ او صَحِيحٌ) دا حدیث حسن دی یا صحیح دی.


یعني ائمه ددي حدیث د ناقل په هکله متردد دي چا ئې ناقل یو ډول ستایلى دی او چا بیا بل ډول ستایلی دی نو مجتهد ئې د ځینو ائمه کرامو د وصف او ستایني په اعتبار حسن  ګڼي او  د ځینو نورو د وصف او ستایني په اعتبار ئې صحیح ګڼي. فقط خبره دا ده چي د تردد حرف (او) ئې ځني حذف کړی دی وايي (حَسَنٌ صَحِيحٌ). دغه ډول غریب حدیث چي ائمه پر هغه باندي د تردد له کبله د (حَسَنٌ صَحِيحٌ) اطلاق کوي تر هغه غریب حدیث څخه په کښته درجه کي قرار لري چي پر هغه باندي بېله تردد څخه د صحیح حکم کوي ځکه جزم تر تردد راجح ګڼل کیږي.


هغه حدیث چي فرد او غریب نه وي او د حسن صحیح اطلاق پر سوی وي هغه بیا په اعتبار د دوو اسنادو وي. یعني د یوه سند په اعتبار حسن بلل سوی وي او د بل سند په اعتبار صحیح بلل سوی وي. د دغه ډول اطلاق مقصد دا وي چي حدیث د دوو لارو څخه رانقل سوی دی د یوه سند رجال یعني راویان ئې د صحیح د درجې دي او د بل سند رجال ئې د حسن د درجې  دي.


د دوو اسنادو په اعتبار چي یو حدیث حَسَنٌ صَحِيحٌ ګڼل سوی وي هغه تر هغه فرد حدیث چي د صحیح اطلاق پر سوی وي لوړ بلل کیږي ځکه د سند تعدد د حدیث و صحت ته قوت او پیاوړتیا ورکوي.


اعتراض او جواب:

که څوک دا اعتراض وکړي چي امام ترمذي په دې تصریح کړي ده چي د حسن شرط دا دی چي د څو لارو څخه رانقل سوی وي خو د دې سره د ځینو احادیثو په هکله وایي: حَسَنٌ غَرِيبٌ لاَ نَعْرِفُهُ إِلاَّ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ.
ترجمه: دا حدیث حسن او غریب دی بېله دغي لاري د بلي لاري څخه ئې را نقلېدل راته معلوم نه دي.


دلته بیا امام ترمذي رحمه الله هغه حدیث حسن بللی دی چي فقط د یوې لاري رانقل سوی وي.


د پورتني اعتراض جواب دا دی چي امام ترمذي چي د حسن تعریف په پورتني ډول کړی دی هغه د هغه خاص نوع حسن تعریف دی چي د ده د ځانګړي اصطلاح مطابق ئې په خپل کتاب کی ذکر کوي . هغه دا چي پر یو حدیث باندي فقط د حسن حکم وکړي نو د هغه څخه د امام ترمذي مراد دا دی چي دا حدیث د متعددو لارو  څخه را نقل سوی او ناقلین ئې په درواغو متهم نه دي او هغه احادیث چي د حسن د اطلاق سره ئې د غریب او صحیح اطلاق هم پر کړی وي یعني وایي : (حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ یا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ غَرِيبٌ) دلته ئې بیا د حسن څخه عامه اصطلاحي معنی مراد ده او د عامه اصطلاح مطابق د حسن او غریب تر منځ منافات نسته یو حدیث کېدلای سي چي د راویانو د صفاتو په اعتبار دي حسن وي او د سند د تعدد په اعتبار دي غریب وي.


زیاتوب : 
د حسن او صحیح د روایانو هغه زیاتوب منل کیږي چي تر دوی د ثقه راوي د روایت منافي نه وي یعني یو راوي چي د هغه مرویات د حسن یا صحیح په درجه کي شمېرل کیږي د یوه حدیث په متن یا اسناد کي د همدغه حدیث د نورو روایانو څخه څه شی زیات را نقل کړي نو دا زیاتوب ئې د یوه مستقل حدیث په ډول منل کیږي خو دا په هغه وخت کي چي دده زیاتوب د بل دا ډول راوي د روایت سره منافات ونه لري چي هغه تر ده ډیر ثقه او معتمد وي، که زیاتوب ئې د اوثق د روایت سره منافات درلودی په دې ډول چي د یوه د روایت په منلو د هغه بل روایت رد کېدی نو دلته بیا ترجیح د اوثق و روایت ته ورکول کیږي، راجح قبلېږي مرجوح ردېږي.


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

سرته