تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تجوید د علم پیژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2018
  0

ليکنه: قاري عبد المجيد"رشيدي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

قرانکريم چي د الله جل جلاله ستر او عظيم کتاب دئ او د انسانانو د لارښووني لپاره يې رالېږلی دئ، نو د هر مسلمان د پاره پکار ده چي په صحيح توګه يې زده کړي، ترڅو د يوې خوا يې خپل مسئوليت ادا کړی وي او د بلي خوا د هغو سترو امتيازاتو څخه برخمن سوی وي چي د قرآنکريم په زده کولو، ښودلو او تلاوت کولو کي موجود دي.


الله جل جلاله فرمايې: ﴿وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) سورة المزمل:۴
ژباړه : او قرآنکریم په ترتیل سره تلاوت کړه . 


حضرت علي رضی الله عنه د ترتیل معنی په دې ډول کړې ده :
 (الترتیل هو تجوید الحروف ومعرفة وقوف) یعني د ترتیل څخه مراد د حروفو تجوید او د وقفونو پېژندل دي.


رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي فرمایلي دي: (خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ.) رواه الترمذي
 ژباړه: په تاسو کي غوره هغه څوک دئ چي قرانکریم په خپله زده کړي او نورو ته يې وښيې.


همداسي يې په بل حدیث شریف کي فرمایلي دي : 
(
مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا ، لاَ أَقُولُ الْم حَرْفٌ ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلاَمٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ.) رواه الترمذي
یعني که څوک د الله تعالی د کتاب یوحرف ووايې نو ده ته نیکي ورکول کیږي او دغه نیکي به يې په لس چنده ورکړه سي، زه دا نه وایم چي الم یو حرف دئ الف بېل حرف دئ، لام بېل حرف دئ او میم  بېل حرف دئ.


یعني پر یوه توري به لس نیکۍ ورکول کیږي او د الم پر کلمه به دېرش نیکۍ ورکړل سي.


خو ددې د پاره یوشرط دا دئ چي د قرانکریم په تلاوت کي صحیح تلفظ وسي، که د حروفو صحیح تلفظ ونسي نو د ثواب پر ځای به د عذاب سبب وګرځي. یعني که څوک د قران کریم غلط تلاوت کوي او د کلمو سم تلفظ نه کوي، نو د ثواب پر ځای به يې ګناه کړې وي. د قران کریم سمه زده کړه او صحیح تلفظ د تجوید د علم په واسطه ترسره کېدای سي. تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو لپاره د علماوو د خوا تدوین سوي دي .


د تجويد لنډه پېژندنه په لاندي څو کرښو کي لوستلای سئ:


۱– د تجوید تعریف :


تجوید په لغت کي ښه کارکولو ته ویل کیږي. 
تجوید د جید څخه مشتق دئ، د تحسین او اتقان معنی لري چي ښه، ښائسته او سوچه کار کولو ته ویل کیږي. لکه په عربي ژبه کي چي یوه مقوله ده (لَا تَطْلُبْ سُرْعَةَ الْعَمَلِ وَاطْلُبْ تَجْوِیْدَهُ) یعني د یوه کار سرعت مه غواړه بلکي د کار ښه والی وغواړه.


په اصطلاح کي تجوید هغه علم ته وايې چي د تورو د مخرجونو او صفتونو څخه بحث کوي، یا په بل عبارت تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو لپاره ایښودل سوي دي.


د قران کریم هر توری د خپل اړوند مخرج څخه را ایستل د ټولو هغو صفتونو سره یو ځای چي په دغه توري کي موجود وي. 


مخرج په خوله کي هغه ځای ته ویل کیږي چي توری ورڅخه ادا کیږي.


صفتونه ټول هغه کیفیتونه او حالتونه دي چي په دغه توري کي موجود وي. لکه د یو توري ډکوالی او باریکوالی. 


۲ – د تجوید د علم موضوع : د هجاء یا تهجي توري یعني الفباء ده، د هجاء یا تهجي توري د (الف) څخه تر (یا) پوري دي، چي ټول ۲۹ توري دي. 

 


 

۳ – د تجوید د علم غرض او هدف:
د تجوید د علم د زده کولو هدف په تلاوت کي د غلطیو او نیمګړتیاو څخه د ژبي ژغورل دي ترڅو داسي تلاوت وسي چي معنی ته يې تغیر ونه رسيږي او د الله جل جلاله د رضا سبب وګرځي.


۴ – د تجوید د علم فائده او ثمره: 
د تجوید د علم حاصلونکی او په هغه عمل کوونکی  به هم په دې دنیا کي نیکمرغه وي او هم به په اخرت کي خوشحاله وي، دغه دواړي کامیابۍ د الله جل جلاله په رضا کي نغښتي دي.


۵ – د تجوید د علم فضیلت:
 د تجوید علم اَفْضَلُ الْعُلَوْمْ یعني تر ټولوعلومو بهتر دئ ، لدې امله ورته تر ټولو غوره علم ویل سوی دئ چي دا علم د قرانکریم سره په مستقیمه توګه تړاو لري. د کوم علم تړاو چي د داسي غوره کتاب سره وي، هغه علم هم له غوره علومو او پوهنو څخه ګڼل کیږي.


۶ – د تجوید دعلم حکم: 
د تجوید د علم زده کړه یعني د تورو مخرجونه، صفتونه، او د تجوید نور قواعد زده کول فرض کفائي دي، مګر د قرانکریم د تلاوت په وخت کي د تجوید په قواعدو عمل کول پر هر مسلمان نارینه او ښځه باندي فرض عین دئ. 


۷ – د تجوید علم څلور ارکان لري:
۱- د تورو مخرجونه پېژندل
۲- د تورو صفتونه پېژندل
۳- کومه قاعده چي د دوو تورو د یو ځای کېدو څخه رامنځته کیږي، د همدغې قاعدې پېژندل لکه: ټول عارضه صفتونه، مدونه، ادغامونه او داسي نور ...
۴ - رِیَاضَةُ السان یعني په تلاوت کي د ژبي تمرین او تکرارچي باید زیات تلاوت وسي.


۸ – د تجوید د علم واضعین ( رامنځ ته کوونکي) څلور کسان دي: 


۱- خلیل بن احمد فراهیدي (۱۰۰ – ۱۷۰هـ) چي په نحوه او قرآئت کي امام وو او په بصره کي اوسېدی. دده ذکاوت په خپل وخت کي د متل په ډول يادېدئ او زيات کتابونه يې تصنيف کړي دي .


۲- عَمرو بن عثمان :(۱۴۸ - ۱۸۰ هـ)  چي د خليل بن احمد له شاګردانو څخه وو او په سيبويه سره مشهوره دی .په شېراز کي پيدا سوی دئ او بيا بصرې ته راغلی دئ، په نحو کي امام وو او لومړنی کس بلل کېږي چی د نحو علم ته يې پراختيا ورکړل . 


 ۳ - یحيْی بن زیاد  ((۱۴۴ – ۲۰۷)  دی په فراء سره مشهور دئ او په نحوه کی ورته د اميرالمؤمنين لقب ورکول سوی دئ، ددې تر ځنګ يې په منطق  ، طب او ادبي فنونو کي هم لوی لاس درلود، په کوفه کي پيدا سوی دئ او د مکې پر لاره وفات سوی دئ. کله چي وفات سو نو تر سر لاندي یې د سيبويه کتاب وموندل سو. (الاعلام للزرکلي )


۳- محمد بن مستنیر: دی  د سيبويه له شاګردانو څخه دی په عربي لغت ، نحو او ادب کي يې لوی لاس درلود او په قطرب سره مشهوره دئ ، په ( ۲۰۶ هـ)  کي په بغداد کي وفات سوی دئ.


دا هغه کسان وه چي په لومړي ځل يې د تجوید قاعدې ترتیب او جوړي کړې.


ويل کېږي چي په تجويد کي لومړنی تصنيف سوی کتاب د موسى بن عبد الله بن يحيى الخاقاني البغدادي دی چی په ۳۲۵ هــ  کي وفات سوی دئ . 


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه

سرته