تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د قبر شریف د زیارت آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 24, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مدینې و سپېڅلی ښار ته باید مسلمانان په ادب او وقار ورسي ، د هستوګنځای مندلو او د نظافت او پاکو جامو د اغوستلو وروسته د هر څه وړاندي مسجد نبوي ته ولاړ سي ، په مسجد نبوي کي که د نفلي لمانځه وخت وو ، دوه رکعته تحیة المسجد اداء کړي او بیا د خاتم النبین ﷺ د زیارت لپاره په ډېر ادب او وقار ورسي د نژدې څخه سلام او درود پر ووايي ، او د رحمة للعالمین ﷺ په څنګ کي د ځان او هم د ټول مسلمان امت د پاره د دنیا او د آخرت د ښېګڼو دعاوي وکړي او د رب العالمین څخه وغواړي چي د قیامت په ورځ  د رحمة للعالمین ﷺ شفاعت ور په برخه کړي او دده تر جنډۍ لاندي يې را وپاڅوي .


دا خبره باید په پام کي ولرو چي و هر مسلمان ته که ژوندی وي او که مړ وي استغفار یعني د الله جل جلاله څخه د هغه د بخښني غوښتنه کول کیږي ، رسول اللهﷺ ته هم الله جل جلاله حکم کړی وو چي د مومنانو د پاره د الله څخه د بخښني طلب وکړي . الله تعالی فرمایلي دي :


فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُوومِنِينَ وَالْمُوومِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ . (سورة محمد:۱۹)  
ژباړه : نو ته پوه سه چي یقینا خبره دا ده : د الله څخه پرته  بل هیڅ رښتني معبود نسته ،  او ته د خپلي ګناه او هم د مومنانو او مومنانو ښځو د ګناهونو بخښنه د الله څخه وغواړه ، او الله ستاسو د تلو راتلو په ځایونو او هم د اوسېدو په ځایونو باندي علم لري .


الله جل جلاله ټول رسولان او نبیان د ګناهونو څخه معصوم او خوندي ساتلي دي ، البته د دوی څخه ځیني دا ډول کارونه سوي دي کوم چي هغه حسنة او ښه کارونه وه خو د دوی د لوړ مقام لکبله دوی ته په کار وه چي تر هغه يې لا هم ښه او اولی کار کړی وای ، د دوی دغه ډول کارونه الله جل جلاله د ګناه په نامه نومولي دي او د هغه د معافي او بخښني غوښتولو حکم يې په پورتني ایت کي ورته کړی دی .


خو الله تعالی محمد ﷺ ته دا ډول کارونه هم ټول معاف کړل لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمایلي دي :
 إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا  (سورة الفتح:۲)
ژباړه : یقینا مونږ تا ته ښکاره فتح در کړه تر څو الله تا ته ستا مخکنۍ او وروستۍ ګناه وبخښي او خپل نعمت په بشپړ ډول درته درکړي او پر مستقیمه لار دي روان وساتي .


دا ایتونه چي نازل سوه نو صحابه کرامو و رسول الله ﷺ ته مبارکي ورکول چي ستا دي مبارک وي الله جل جلاله ټول ګناهونه یعني لغزشونه درته وبخښل .


خو ددې بخښني سره رسول اللهﷺ په عبادت کي دونه محنت ګالی چي پښې به يې وپړسېدلې ، یو چا ورته وویل : ته ولي په عبادت کي دوني ځان ستړی کوې چي پښې دي لا هم په لمانځه کي د ډېري ولاړي څخه وپړسېږي ؟ 


رسول الله ﷺ ورته وویل : أَفَلَا أَكُونُ عَبْدًا شَكُورًا. (بخاري)
ژباړه : ایا د الله ډېر شکر اداء کونکی بنده و نه ګرځم ؟ 


نو ځکه و رسول الله ﷺ ته استغفار نه کیږي یعني نه د زیارت پر مهال او نه بل وخت داسي ویل کیږي چي یا الله محمد ﷺ ته بخښنه وکړه ، بلکي و محمد رسول الله ﷺ ته د مقام محمود او وسیلې چي په جنت تر ټولو لوړ مقام دی دعا د اذان څخه وروسته  کیږي.


درود شریف ویل
 او همدا راز په هر مهال کي ، په لمانځه کي او هم د لمانځه د باندي ، د نژدې څخه او هم د لیري څخه پر محمد رسول الله ﷺ باندي درود او سلام ویل کیږي او هم د برکت او د رحمت دعا ورته  کیږي .


په لمانځه کي په التحیاته کي السلام علیک ایها النبي و رحمة الله و برکاته  پر ویل کیږي او هم په اخره ناسته کي درود اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ . (بخاري) پر ویل کیږي.


د لمانځه څخه دباندي هم درود او سلام پر ویل کیږي ځکه چي الله جل جلاله مومنانو ته امر کړی دی، الله  جل جلاله فرمایلي دي :


إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا. (۵۶ الاحزاب)
ژباړه : یقینا الله  او د الله ملایکي پر نبي الله محمدﷺ باندي درود وايي ، اې مومنانو ! تاسو پر محمد ﷺ درود وایاست او هم سلام پر وایاست .


د مځکي پر مخ چي هر چیري یو څوک پر محمد رسول الله ﷺ درود او سلام وايي ملایکي هغه و رسول اللهﷺ  ته رسوي .


رَسُولُ اللَّهِ ﷺ فرمایلي دي : إِنَّ لِلَّهِ مَلَائِكَةً سَيَّاحِينَ فِي الْأَرْضِ يُبَلِّغُونِي مِنْ أُمَّتِي السَّلَامَ. (النسائي و احمد عَنْ عَبْدِ اللَّهِ )

ژباړه : الله  جل جلاله په مځکه کي ګرځېدونکي ملایکي لري دا ملایکي ما ته د خپل امت سلامونه رارسوي.


په یو بل روایت کي رَسُولُ اللَّهِﷺ فرمایلي دي :

أَكْثِرُوا الصَّلَاةَ عَلَيَّ يَوْمَ الْجُمُعَةِ فَإِنَّهُ مَشْهُودٌ تَشْهَدُهُ الْمَلَائِكَةُ وَإِنَّ أَحَدًا لَنْ يُصَلِّيَ عَلَيَّ إِلَّا عُرِضَتْ عَلَيَّ صَلَاتُهُ حَتَّى يَفْرُغَ مِنْهَا قَالَ قُلْتُ وَبَعْدَ الْمَوْتِ قَالَ وَبَعْدَ الْمَوْتِ إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَى الْأَرْضِ أَنْ تَأْكُلَ أَجْسَادَ الْأَنْبِيَاءِ فَنَبِيُّ اللَّهِ حَيٌّ يُرْزَقُ. (ابن ماجة عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ) 


ژباړه : تاسو پر ما د جمعې په ورځ درود زيات وایاست ، ځکه دا د حاضرۍ ورځ ده ، ملایکي پکښي حاضرېږي ، او هر کله چي ستاسو څخه یو څوک پر ما درود وايي تر څو چي دی ځني فارغه کیږي نو هغه ما ته را وړاندي کیږي ، ابوالدراء رضی الله عنه وایي ما ورته وویل : ایا د مرګ څخه وروسته هم درودونه تاسو ته وړاندي کیږي ؟ رسول اللهﷺ وویل : د مرګ څخه وروسته هم رارسول کیږي ، ځکه الله جل جلاله پر مځکه باندي حرام او منع کړي دي چي د انبیاوو علیهم السلام جسدونو دي په خاورو بدل کړي ، نو د الله  نبي په قبر کي ژوندی دی او رزق ورکول کیږي .

 


 

د رسول الله ﷺ په حضور کي په ټیټ آواز ږغېدل
د رسول اللهﷺ مقام ډېر لوړ دی د هغه په حضور کي څوک باید په لوړ آواز  و نه ږغیږي ، بلکي په ډېر ادب په ټیټ آواز خبري وکړي ځکه الله  جل جلاله حکم کړی دی :


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ .(۲ الحجرات)
ژباړه : اې مومنانو ! تاسو خپل ږغونه د نبي کریم (ﷺ) تر آواز مه لوړوئ ، او مه هغه ته په لوړ آواز وینا کوئ لکه څه ډول چي تاسو خپل منځ کي په لوړ آواز ږغیږی ، داسي نه سي چي عملونه مو ضايع سي او تاسو په خبر نه یاست .


دا آیت چي نازل سو ابوبکر رضی الله عنه  او عمر  رضی الله عنه به په دونه ټیټ آواز  و رسول الله ﷺ ته خبري کولې چي ډېر ځله به د هغو خبره پر رسول الله ﷺ نه بېلېدله نو د دوی څخه به يې بیا پوښتنه کوله چي تاسو څه وویل  ؟
په مخکني حدیث کي مو ولوستل چي نبي علیه السلام وفرمایل: زه په قبر کي ژوندی یم او رزق را کول کیږي همدا راز ټول انبیاءعلیه السلام په قبرونو کي ژوندي دي .


د شهیدانو په اړه هم الله جل جلاله فرمايي : 
وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ . (۱۶۹ آل عمران) 
ژباړه : او تاسو پر هغو کسانو چي د الله په لاره کي وژل سوي دي د مړو ګمان مه کوئ بلکي هغوی  ژوندي دي رزق ورکول کیږي .


البته دا برزخي ژوند دی مونږ يې نه په سترګو لیدلای سو او نه يې په عقلنو فهمولای سو .


نو لکه څه ډول چي د رسول اللهﷺ په ژوند کي د هغه په حضور کي آواز پورته کول يعني په  زوره په  زوره خبري کول منع وې همدا راز د هغه د وفات څخه وروسته د روضې مطهرې سره په لوړ آواز ږغېدل که څه هم دعا او سلام وي منع دي .

 


 

نو ځکه د مسلمان د پاره په کار ده چي پوره متوجه سي هلته په لوړ آواز و نه ږغیږي . په دې تصویر کي چي کوم ځای ښودل سوی دی دا هغه ځای دی چي د زیارت او سلام لپاره مسلمانان ورته راځي لومړی پر رسول الله ﷺ سلام او درود وايي او بیا دعاګاني کوي .د زيارت په مهال به و روضې ته مخامخ ودرېږي او پر پاک رسولﷺ به سلام ووایي :
السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ .


ابن عمر رضی الله عنه چي به د زیارت د پاره روضې ته ورغلی نو داسي به يې ویل :

السلام عليك يا رسول الله ورحمة الله وبركاته ، السلام عليك يا أبا بكر ، السلام عليك يا عمر. 


په همدونه سلام ویلو به يې بسنه کول ، ځکه د رسول اللهﷺ څخه په التحیاته کي هم دا ډول سلام رانقل سوی دی .
البته
السَّلَامُ عَلَيكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ په تکرار او څو ځلي ویل او یا په بېلو، بېلو عبارتونو سلام په مکرر ډول پر ویل جواز لري خو پدې شرط چي دا د سلام ویلو ضروري طریقه و نه ګڼي او نه داسي فکر وکړي چي بېله دغه صورت څخه سلام نه صحیح کیږي ځکه دا بیا د خپل ځان څخه یو بدعت ګڼل کیږي او که داسي عقیده و نه لري بلکي ددې د پاره  السَّلَامُ عَلَيكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ په مکرر ډول پر وايي او یا په نورو عباراتو کي سلام پر وايي چي په قران کي الله جل جلاله و محمدي امت ته حکم کړی دی چي پر  محمد ﷺ درود او سلام وایاست ، او هم د زيات درود او سلام ویلو فضیلت په عمومي ډول رانقل سوی دی نو بیا کومه پروا نه لري بلکي لکه څه ډول چي  د لیري څخه پر رسول الله ﷺ درود او سلام زیات ویل کیږي او ثواب لري د نژدې څخه هم درود او سلام زیات ویل کېدلای سي او هم ثواب لري البته د نژدې څخه درود او سلام د لیري څخه ډېر زيات ادب غواړي نو ځکه د خستګى او ملالت او مات زړه په حالت کي هلته ډېر درېدل مناسب نه ښکاري .


که څه هم تر ټولو غوره درود او سلام هغه دي چي د رسول الله ﷺ څخه رانقل سوي وي خو که څوک په خپلو الفاظو کي درود او سلام پر رسول اللهﷺ ووايي هغه هم ثواب لري نو ځکه په لاندي ډول سلامونه هم پر رسول الله ﷺ  باندي د زیارت په مهال کي چي روضې ته يې ودرېږي ویل کېدلای سي البته دا یو نمونه د هغو سلامونو ده چي یو څوک يې په خپلو الفاظو کي جوړولای سي ، دا سلامونه که څه هم د رسول الله ﷺ څخه رانقل سوي نه دي خو بیا هم د زیارت په مهال کي ویل کېدلای سي ځکه د معني او لفظ له مخي صحیح عبارات دي . 


السَّلَامُ عَلَيْكَ يا رسول الله ! 
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا حبيب الله !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا خليل الله !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا خيرَ خلق الله !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا سيد المرسلين !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا امام المتقين !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا شفع المذنبين !
السَّلَامُ عَلَيْكَ يا خاتم النبين !

السَّلَامُ عَلَيْكَ و علی آلک وَ اَهلِ بيتِکَ و اصحابک اجمعين و سائر عباد الله الصالحين ، جزاک الله عنا افضل و اکمل ما جزی الله به رسولا عن امته و نبيا عن قومه ، اشهد انک بلغت الرسالة ، و اديت الامانة و نصحت الامة ، اللهم اته الوسيلة و الفضيلة و ابعثه مقاما محمودا الذی وعدته و صلی الله عليه و سلم تسليما .

 

پر راشده خلفاؤ سلام ویل
پر رسول الله ﷺ باندي د سلام ویلو او دعا وروسته څو قدمه ورتېريږي پر ابوبکر رضی الله عنه سلام وايي او بیا لږ نور ور تېریږي  پر عمر رضی الله عنه سلام وايي.


 دا خبره هم د هر مومن بنده د پاره ضروري ده چي څونه وکړای سي د نبوي سنتو مطابق کړه وړه ټول برابر کړي ، د پاک رسول ﷺ د سنتو متابعت وکړي ، د بدعتونو څخه ځان وژغوري ، د الله  د رسول سره په رښتني ډول هغه څوک محبت لري چي د الله د رسول ﷺ د سنتو متابعت کوي او څوک چي د الله  د رسول ﷺ سره محبت لري په اخرت کي به د پاک رسول ﷺ ملتیا ورته په برخه کیږي .


أَنَس بن مَالِك رضی الله عنه وایي چي رَسُولُ اللَّه ﷺ ما ته وویل : 
يَا بُنَيَّ إِنْ قَدَرْتَ أَنْ تُصْبِحَ وَتُمْسِيَ لَيْسَ فِي قَلْبِكَ غِشٌّ لِأَحَدٍ فَافْعَلْ ثُمَّ قَالَ لِي يَا بُنَيَّ وَذَلِكَ مِنْ سُنَّتِي وَمَنْ أَحْيَا سُنَّتِي فَقَدْ أَحَبَّنِي وَمَنْ أَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ. (الترمذي)
ژباړه : اې زویکيه ! که ته وکولای سې د شپې او ورځي هیچا ته په زړه کي خیانت و نه لرې همداسي کوه ، انس رضی الله عنه  وايي بیا يې راته وویل : اې زویکيه ! دا زما عادت او خصلت دی ، او که څوک زما عادت او سنت ژوندی ساتي هغه په حقیقت کي زما سره محبت لري ، او څوک چي زما سره محبت لري هغه به زما سره په جنت کي مل وي .

 

ماخذ: د حج ښه ملګری

سرته