تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محرم الحرام او عاشورا د ورځي په اړه ناسم پوهاوی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 17, 2018
  0

لیکنه: مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کربلا پېښه د اسلامي تاريخ يوه مهمه پېښه ده چي په دې پېښه کي د رسول الله (ﷺ) د زړه ټوټه او د جنت د ځوانانو سردار سيدنا حضرت حسين ؓ پکښي په مظلومانه توګه په شهادت ورسېدی.

 

لکه څنګه چي دا پېښه د محرم الحرام پر ۱۰ مه د عاشورا په ورځ واقع سوه نو په دې خاطر خلک په دې ناسم پوهاوي کي ښکېل دي چي محرم الحرام او د عاشورا ورځ يوازي ددې لپاره سپېڅلې او د برکت ډکه ده چي دا پېښه پکښي سوې.

 

ريښتيا دا دي چي د کربلا زړه بوږونکې پېښه خو په ۶۱ هجري کال کي وړاندي سوه په داسي حال کي چي:

 

۱. د محرم الحرام مياشت د کائناتو د پيدائښت څخه راروانه ده او په تیرو دینونو کي هم سپېڅلې او د برکته ډکه وه:
الله تعالیٰ په سُوۡرَةُ التّوبَة آيت نمبر ۳۶ کي فرمايي:


إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِى كِتٰبِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَآ أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ ۚ وَقٰتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقٰتِلُونَكُمْ كَآفَّةً ۚ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ.

ژباړه: حقيقت دا دى چي د مياشتو شمېر، له هماغه ورځي څخه چي الله تعالیٰ اسمانونه او ځمکه پېدا کړېده، د الله په ليكنه کښي همدا دولس دي؛ او له هغو څخه څلور مياشتي حرامې دي. همدا سم صحيح قانون دى. نو په دې څلورو مياشتو کښي پر خپل ځان ظلم مه كوئ. او ټول يو موټى سئ، له مشركانو سره وجنګېږئ، لكه څنګه چي هغوى ټول يو ځاى ستاسي سره جنګیږي. او وپوهېږئ چي الله د پرهېزګارانو ملګرى دى.

 

۲ . د عاشورا په ورځ (د محرم الحرام پر ۱۰ مه) حضرت موسیٰ (عليه السلام) او بني اسرائیل د فرعون د لښکر سره مخامخ سول، الله تعالیٰ فرعون غرق کړ او بنی اسرائيلو ته یې نجات ورکړ، په دې سبب د عاشورا ورځ د موسیٰ (عليه السلام) په دين کي هم او د يهودو په وړاندي هم سپېڅلې وګڼل سوه.  (صحيح بخاري: ۳۲۱۶)

 

۳.  د اسلام په پيل کي تر څو چي د رمضان روژې فرض سوي نه وې، د عاشورا د ورځي روژه نيول پر مسلمانانو فرض وه.
(صحيح بخاري و مسلم)

 

حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ نُمَيْرٍ ح وَحَدَّثَنَا ابْنُ نُمَيْرٍ - وَاللَّفْظُ لَهُ - حَدَّثَنَا أَبِى حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ عَنْ نَافِعٍ أَخْبَرَنِى عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ ».

 

ژباړه: سيدنا عبدالله بن عمر (رضی الله عنهما) فرمايلي چي د جاهليت په زمانه کي خلکو د عاشورا (د محرم ۱۰ مه) روژه نيول او رسول الله (ﷺ) هم دا ورځ روژه ونيول او مسلمانانو هم د رمضان د روژې د فرض کېدو څخه مخکي د عاشورا روژه نيول بيا چي کله د رمضان روژې فرض سولې نو رسول الله (ﷺ) وفرمايل: "عاشورا، د الله تعالیٰ د ورځو څخه يو ورځ ده که څوک غواړي روژه دي پکښي ونیسي او که یې نه غواړي پرې دي یې ږدي! (صحیح مسلم :۲۶۹۸  باب صَوْمِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ).

 

۴. د رسول الله (ﷺ) په زمانه کي هم د عاشورا ورځ سپېڅلې ګڼل کېدل. (صحيح احاديث)

 

۵. رسول الله (ﷺ) د عاشورا د ورځي روژه سنت او د تېر کال د ګناهونو د مغفرت ذريعه ګڼلې. (صحيح مسلم)

 

نو د محرم الحرام او عاشورا فضليت يوازي د کربلا د پيښي په يو ځای کولو سره د غم مياشت ګڼل، په دې کي تور کالي اغوستل او واده يا نوري خوښۍ نه کول صحيح نه دي.

 

د عاشورا ورځ د کربلا د پيښي په سبب سپېڅلې نه ده بلکي دا د سيدنا حضرت حسين ؓ  او د هغه د ملګرو لپاره د شرف او فضليت مقام دی چي الله تعالیٰ د دوی پاکیزه نفسونو ته په داسي ورځ د شهادت مرتبه ورنصيب کړل چي د لومړي سره سپېڅلې او محترمه وه.

سرته