تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوم هيواد د زندانيانو زيات تعداد لري؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 19, 2018
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


آيا پوهېدلاست کوم هيواد د زندانيانو لوی جمعيت لري؟ امريکا چي په نړۍ کي د ډيموکراسۍ او ازادۍ په عنوان مخکښه پېژندل کېږي، د زندانيانو د لوی جمعيت درلودونکې ده.


د زندانونو د مطالعاتو د بين المللي مرکز (brief WPB- world prison) د شمېرو پر اساس په ۲۰۱۴ م کال کي په امريکا کي ۲.۲۴ ميليونه تنه زندانيان ول. دا مرکز زياتوي چي په ټوله امريکا کي د ۴۵۷۵ څخه زيات زندانونه او توقيف خانې موجودي دي.


هيلري کلنټن د امريکا پخوانۍ خارجه وزيري د ۲۰۱۵م کال د اپريل پر ۲۹ د کلومبيا په پوهنتون کي د خپلو خبرو په جريان کي وويل: امريکا د نړۍ له ۵ سلنه څخه کم نفوس تشکلوي، مګر د ټولي نړۍ د زندانيانو ۲۵ سلنه ئې په همدې هیواد کي دي، هغې وويل په امريکا کي د زندانيانو تعداد نسبت تېرو ۴۰ کلونو ته اضافه سوی دئ.


په مقايسوي ډول د پاکستان او بنګله دېش ټول نفوس د امريکا په نسبت زيات دئ، مګر د نړۍ د زندانيانو له ۲ سلنه څخه کم نفوس لري. په داسي حال کي چي دغه دوه هيوادونه د زياتو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان او د امريکا په نسبت پرمختللي نه دي.

 


 

د واشنګټن پُسټ د معلوماتو او د نړۍ د زندانيانو د جمعيت د  ليست پر اساس د هرو ۱۰۰ زرو امريکايانو څخه ۷۱۶ تنه ئې زندانیان دي. ډيوډ ګارلين د امريکا د نيويارک په پوهنتون کي د حقوقو او ټولنپوهني استاد وايي: چي د امريکا د نهادونو نه پراختيا، د مجازاتو سيسټم، د دغه هيواد اجتماعي برخوردونه او پولسي نظام د دې سبب سوی، چي د امريکايانو څخه ډېری ئې د زندان د پنجرو تر شا ژوند کوي. همدارنګه امريکا په ټوله نړۍ کي تر ټولو خطرناک زندانونه په خپل اختيار کي لري، چي کولای سو په افغانستان کي بګرام، په عراق کي ابو غريب او په کيوبا کي ګونتانامو ته اشاره وکړو.


دغو زندانونو د قانون او د ډيموکراسۍ په تربيتګاه وو شهرت موندلی، چي د ۲۱مي پېړۍ په وحشتناک ترينو زندانونو پېژندل سوي دي او په دغو زندانونو کي امريکايي عسکرو په داسي جنايتونو لاس پوري کړی، چي د بشر تاريخ هرګز په ځان کي نه دي ليدلي. د امريکا د عدليې وزارت د ياداښتونو سره سم د بوش په وخت کي زندانیان په زوره او اجباري ډول لڅول، په نس او بدن باندي ضربه ورکول، د افرادو په تغذيه کي ناوړه لاس وهنه، په درواغجنو دېوالونو باندي پرېئستل، په سختو حالاتو کي په ځنځيرونو باندي د افرادو تړل او د حشراتو څخه استفاده قطعاً شکنجه نه ګڼل کېږي.


بناً امريکا او د سرمایه دارۍ نظام ډيموکراسي نه ده توانېدلې، چي خپل مشکلات حل کړي، چيري به وي، چي هغه اسلامي امت ته وړاندي کړي. مسلمانانو د اسلام په ۱۳ پېړيو حاکميت کي د زندانيانو دغسي لوی مېزان هرګز تجربه کړی نه وو. 

ــــــــــــــــــــــــــــــ.

اړوند:

په پرمختللې نړۍ کي د غلامۍ ګرم بازار

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته