تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور زاده حافظه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 19, 2018
  0

ژباړن: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اعلاء السنن مصنف علامه ظفر احمد عثماني رحمة الله تعالی علیه لیکلي: 


" یوه واقعه زما د خپلو سترګو لیدلې دا وه چې کله زه په رنګون کې د راندیر په یوه مدرسه کې اوسیدم ، نو له هندوستان څخه یو تن راغی او څلور کلنه وړه ماشومه ورسره وه، د دغې ماشومې ټول قرآن کریم  یاد وو ، هغه سړي موږ ته وویل: 


دغه ماشومه مور زاده د قرآن کریم حافظه ده. 

 

نه یې له  چا څخه قرآن کریم  لوستی او نه اوس په لوست پوهیږي، که ستاسو زړه یي نه مني نو امتحان یې  واخلئ  او هغه به یې صحیح درته ووایي، اولا دا چې له هغه ځای څخه وړاندې او ورسته به لس لس آیتونه نور هم درته تلاوت کړي. 

 

موږ په رنګون کې له هغې ماشومې څخه ډیر ځایونه  د امتحان په ډول وپوښتل او هغې پوره صحیح  ځایونه راته وویل، د دغې ماشومي نجلۍ پلار ته د ماشومې په تلاوت خلکو ډیرې پیسې  ورکولې او هغه ته په دې توګه ډیرې روپۍ په لاس ورتللې، ما د ماشومې پلار ته وویل :

 

د دغې ماشومې کمال د پیسو د ګټلو ذریعه مه ګرځوه ، که نه دغه نجلۍ به ډیر ژوند ونه کړي، زما خبره سمه وخته یوکال وروسته چې ما د هغې ماشومې په اړه پوښتنه وکړه  نو هغې له نړۍ څخه مخه ښه کړې  وه .  (واقعات القرآن صـــ ۲۴۱)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته