تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نامحرمو دوستانو څخه ستر او حجاب کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 16, 2018
  0

دا د کور د مشر مسؤلیت دی چي خپلي ښځي د نامحرمه دوستانو څخه په پردي کي وساتي او محرم او نامحرم سره وپیژني. کوم کسان چي په کور کي صلاحیت نلري پر هغو لازمه ده چي د نصیحت او پرلپسې یادواوری څخه په نرمه لهجه او حکمت سره کار واخلي او مشران د ستر او حجاب شرعي احکامو ته متوجه کړي.

 

د نامحرمه ښځي سره بیله شرعي عذره خبري، اړیکي، اوسیدل او تګ راتګ حرام دی. 

 

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

 

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ. فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ الْحَمْوَ قَالَ: الْحَمْوُ الْمَوْتُ. متفق علیه

ژباړه: تاسي (د نامحرمه) ښځو خوا ته د تللو څخه ځان وساتئ! یوه شخص پوښتنه وکړه چي یا رسول الله! د مېړه د دوستانو (لېور، لېور زی وغیره...) په اړه څه حکم دی؟ ده مبارک وفرمایل: حمو (لېور وغیره) خو مرګ دی.

 

نور معلومات په لاندي لینکو لوستلای او اوریدلای سی:

 

د محرم او نامحرم په اړه مقاله

 

د دوستانو سره خپلوي او ستر کول

 

د لیور څخه ستر

 

د ستر او حجاب اړوند دلایل

 

 

 

 

سرته