تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ د نامه انتخاب او معجزې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 6, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۲ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله ﷺ د نامه انتخاب او معجزې

 

کوم وخت چي د ده صلی الله علیه وسلم  د ولادت زيرى پر عبدالمطلب وسو هغه ډير په خوشاله سو، کوم وخت چي بيا دغه حالات هم ورته بيان سوه چي مختون دى، مسرور دى او  پر خپلو لاسو  يې تکيه کړې وه نور هم خوشاله سو او ويل:

 

 والله دغه زوى لره مي يوه درجه او مقام سته څنګه په دغه عجيبه طريقه سره پيدا کيږي؟ دغه زوى مي بې څه نه دى او  د ډيري خوشالۍ څخه يې محمّد صلی الله علیه وسلم  په غېږ کي واخستى کعبې شريفي ته يې دننه ور وستى او  هلته يې د ده پر زېږېدلو د الله جل جلاله   شکر آداء کړى، که څه هم تر دغه وخته لا نوم نه دى پر ايښوول سوى مګر چي بيا يې د محمّد نوم پرکښېښاوه په دې کي هم يو سِر او راز ؤ  هغه دا چي: يو وخت عبدالمطلب شام ته په سفر تللى ؤ په دې سفر کي يې درې نفره نور هم ملګري وه او  هلته يې د يهودو د يوه حَبره سره وليدل (حَبر) لوى عالم ته ويل کيږي، حبر پوښتنه ځني وکړه چي تاسي د کوم ځاى ياست؟ دوى ويل: موږ د مکې يو، حبر ورته و ويل: ستاسي په جزيرة العرب کي آخري نبي پيدا کيږي، قصه ډيره اوږده ده خلاصه دا چي دوى پوښتنه ځني وکړه چي د دغه نبي نوم به څه شي وي، حَبر و ويل: محمّد.

 

تر دغه د مخه په عربو کي د محمّد نوم هيڅ نه ؤ ايښوول سوى که تاسي د عربو په ټول تاريخ کي وګورى تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه د هيچا نوم محمّد نه دى تير سوى. 

 

کوم وخت چي دغه څلور نفره چي يو يې عبدالمطلب او درې يې ملګري دي بيرته د شام څخه راغله هر يوه دا  قصد او إراده درلودل چي زوى يې پيدا سي نوم به يې محمّد ايږدي، څرنګه چي د عبدالمطلب د عمر په حساب د اولاد اميد نه ؤ، نو ده  دا نيت درلودى چي د ده په زامنو کي که د هر يوه زوى پيدا سو نوم به يې محمّد ايږدم نو ځکه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نوم محمّد کښېښاوه او هغه درې نفره د عبدالمطلب ملګري دغه کسان وه:

 

 اول:(سليمان بن مُجاشِع) چي د زوى نوم يې محمّد کښېښاوه چي دغه محمّد د عربو د مشهوره شاعر فرزدق نيکه دى. 


دوهم: (اُحَيحَب بن حلاج) چي هغه هم د خپل زوى نوم محمّد کښېښاوه.


 درېيم: (عِمران بن ربيعه) چي د زوى نوم يې محمّد کښېښاوه. 

 

په ټولو عربو کي دغه څلور نفره د اول وار دپاره په محمّد سره مسمّْى سوي دي، چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نامه سِر او سبب ؤ چي د ده نیکه عبدالمطلب ولي د ده صلی الله علیه وسلم  نوم محمّد کښېښاوه.

 

نور هغه حوادث يا علامې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د پيدايښت په وخت کي پيښي سوي دي د هغو څخه يوه دا ده: چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ولادت په وخت کي د کسرْی قصر او ماڼۍ و ريږدېدل او  د کسرْی د قصره څخه څوارلس برجه ونړېدل.

 

بل د مجوسيانو يا آتش پرستانو اور مړ سو، دا خو در معلومه ده چي د مجوسيانو اور د همېش دپاره بليږي ځکه دوى يې عبادت کوي او خپل اور هيڅکله مړ کېدلو ته نه پرېږدي خو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ولادت په وخت کي دغه د مجوسيانو اور مړ سو.  

 

او د کسرْی په قصر کي يوه کوچنۍ درياچه وه چي (بُحَيرءِ سا وا) ورته ويل کېده د دغه درياچې يا بُحيرې لاندي مځکه و چاودل او اوبه يې وچي سوې، د دغو واقعو څخه کسرْی و بېرېدى چي دا څه قصه ده نو يې کاهنان او منجمين را وغوښتل.

 

وروڼو! ځيني کاهنان او کوډګران د جِن او پيرانانو سره تعلق او ارتباط لري او  جِن هم ځيني اخبار د آسمان څخه اورېدل او بيا به يې دغه خبرونه وکاهنانو ته د دې دپاره ويل چي خلك ګمراه کړي او په فتنو کي يې واچوي او  دغه خبره چي جن د آسمانه څخه اخبار اورېدل موږ ته الله جل جلاله  په قرآن کريم کي بيانوي او فرمايي:

 

(وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ)  (الجن: ۹)
الله جل جلاله  د پيرانانو دغه خبره موږته بیانوي چي دوی به ویل: موږ په پخوا کي و دغه آسمان ته د ناستي په ځايو کي د دې دپاره کښېنستلو چي يو خبر واورو. 

 

خو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په بعثت سره پر پيرانانو دغه د غوږ نیولو او اورېدلو لار بنده سوه. 


نو کوم وخت چي کسرْی د کاهنانو څخه پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟ ځينو کاهنانو ورته و ويل: چي دغه واقعې د نبي د ولادت په سبب پيښي سوې، کسرْی پوښتنه وکړه چي دغه څوارلس برجه ولي ونړېدل؟ کاهنانو و ويل: د دې مقصد دا دى چي د فارس د حکومت به څوارلس پاچهان نور هم تېريږي بيا نو د فارس پاچهي زائليږي، کسرْی و ويل:

څوارلس پاچهان به نور هم راځي بيا نو د فارس پاچهي ختميږي دا ډير اوږد وخت دى، خو د ده تر مرګ وروسته د فارس پر حکم مقابله شروع سوه په څلورو کلو کي لس پاچهان رَد او بدل سوه چي دغه ټوله د فارس د حکم د زائلېدلو علامې وې.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته