تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه په نورو تهذیبونو کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 19, 2022
  0

ليکنه: احمد مرید "فقهي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ددې دمخه چي د حجاب او د ښځو پر درنښت او سپکاوي باندي بحث وکړو، اړینه ده چي د اسلام د راتګ څخه مخکي د ښځو ددرنښت او سپکاوي حالت په نورو تهذیبونو کي په لنډ ډول بیان کړو.

 

۱- بابليان: په دې تهذیب کي ښځه د یوه پاتي شوني موجود په څېر ګڼل کېده. د بابیلونیانو د قانون سره سم که ښځو د خپلو حقوقو غوښتنه کړې وای، غوښتنه ئې ردېدل، ان چي که يو سړي مړی یا قتل کړی وای، نو ددوی د قانون په اساس د قاتل نارینه پر ځای به د هغه ښځه وژل کېده.

 

۲ - يونانیان: دا تهذیب چي خپلو پیروانو ته ډېر نيژدې او د پاملرني وړ وو، ښځینه به د خپلو حقوقو څخه محرومه ګڼل کېده. ښځي ته د انسان څخه د کښته مخلوق په سترګه کتل کېده، آن چي د یونانیانو په فلسفه کي ښځي ته د(پنډ وران) په نوم ویل کېده، چي د بدبختۍ د ریښې معنی ورکوي. د ښځو مقام د نارینه وو په نسبت ټیټ وو، زناکاري او فحاشي د ټولو یونانیانو په هره طبقه کي منظم تمرین ګرځېدلی وو.

 

۳ - روميان: هغه وخت چي رومي تهذیب خپل لوړ برم ته رسېدلی وو، نارینه حق درلودی، چي خپله ښځه ووژني. زناکاري او بربنډتوب یو عام کار ګرځېدلی وو.

 

۴ - مصريان: په دې تهذیب کي ښځه د شیطان نخښه بلل کېده، آن چي ټولو به خپل تاوان ګڼی.

 

۵ - جاهليت: د جاهليت په زمانه کي عربو ښځو ته په ډېر ټیټ نظر کتل، حتی کله به چي د چا لور وزېږېده، نو ژوندۍ به ئې ښخول.

 

۶-  په اسلام کي د ښځي حالت: اسلام د ښځي مقام او درجه لوړه وساتل، هغې ته ئې حقوق ورکړل، د هغې د موقف د ساتني غوښتنه ئې په کلکه وکړل، تر دې چي نارینه ئې هغوی ته د بې شرمه کتلو څخه هم منع کړ.

 

[قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ](النور: ۳۰)

ژباړه: (اې پېغمبره ﷺ) مؤمنانو ته ووايه: چي خپل نظرونه ټيټ وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو له پاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.

 

نه یوازي دا چي نارینه ئې د کتلو څخه بند کړي دي، بلکي ښځو ته ئې هم جلا خطاب کړی.

 

د ښځي د پت، درجې، پاک لمنۍ او موقف ساتني له پاره دا ډېره مهمه ده، چي هغه دي د پردې شاته پټي وساتلي سي، که نه نو ښځه به خپل هغه مقامونه چي اسلام د مور؛ خور او مېرمني په پاکو نومونو نومولې ده له لاسه ورکړي، حجاب یا پرده ده چي ښځه د انساني اخلاقو او خویونو تر چتر لاندي نیسي. د هغې حیا او شرم خوندي ساتي او هغه د ځوروني څخه په امن کي ساتي، د حجاب او پردې له لاري کېدای سي، چي په ټولنه کي د وژني، اخلاقي فساد، ویني تویولو، ستونزو او..... کچه راټیټه سي که په یوه ټولنه کي حجاب رعایت سي، په حقیقت کي به پورتني ټول مسائل له مينځه ولاړ سي. له دې څخه دا په ډاګه کیږي، چي آیا اسلام ښځو ته سپکاوی کړی دئ او که نورو غربي او کفري تهذیبونو او ټولنو؟

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله ۲۳ مه ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته