تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اصلاح سوي کس ته د ګناه پیغور مه ورکوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 20, 2022
  0

وینا: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خیبر په غزاء کي د یوه صحابي څخه د ګناه عمل وسو، سزا هم ورکول سوه  دلته نو حضرت عمر فاروق رضی الله عنه پر هغه باندي ددغه ګناه لکبله لعنت ووایه. رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا عمر! لعنت مه پر وايه! دئ د الله او رسول الله سره محبت لري، هو ګناهکاره دى مګر بيا هم الله او رسول الله خوښ لري،  ايمان يې په زړه کي سته مګر انسان دی شيطان پر غالبه سو.

 

وروڼو! دا چي يو وخت د يوه مسلمان څخه یوه ګناه پېښيږي دغه ګناه بېل او جلا شئ ده، ايمان او د الله جل جلاله  محبت بل شئ دى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه مسئله او دغه معنْی په دغه ځاى کي موږ ته را وښوول، د دغسي کسانو دپاره توبه سته چي بالکل د ګناه څخه په پاکيږي، موږ بايد يوه ګنهکار ته همېشه د ذِلّت په سترګه و نه ګورو، خو بد بختانه نن ورځ په موږ کي دا عادت ګرځېدلى دى:که يو چا د خير او نصيحت خبره راته وکړه زه د ده هغه ګناه ور يادوم چي لس پنځلس کاله د مخه ځني پېښه سوې وه، يعني: داسي ورته وايم: چي ته په خپله ګنهکاره يې ته بيا اوس ما ته نصيحت کوې؟ او دا مي هير کړي دي چي د توبې دروازه خلاصه ده او الله جل جلاله   توّاب او غفور دى، ممکن الله جل جلاله  د ده په حال کي تغير را وستلى وي، 

 

او په خپله دغه لوى تغير دى چي دئ يو وخت ګنهکاره ؤ او نن يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه پرغاړه اخستې ده، خلکو ته اسلامي شريعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متابعت ور ښوي، خو افسوس يې زما او ستا پر حال چي د ده حق ويل خو نه قبلوو، بلکه د تېر تاريخ پېغور هم ورکوو، لکه د ده د  توبې قبلول او سمي لاري ته اوښتل چي زما په لاس او قدرت کي وي، يا دا چي د ده په باره کي هم د ځان پر قسم فکر کوم، یعني: لکه څرنګه زه نه یم اصلاح سوی دئ هم هغه شئ دی، يا زما په فکر او ګمان دا هيڅ امکان نه لري چي يو ګنهکاره دي و سمي لاري ته واوړي. 

 

خو دا کار په حقيقت کي د دې دپاره کيږي چي زما غرور او لويي ما د نصيحت واورېدلو ته نه پرېږدي او زه د نصيحت د اورېدلو څخه په دغه طريقه سره ځان خلاصوم، نه غواړم چي دنيوي مجلس او بېمعنا خبري مي د خير او مصلحت په خبرو بدل سي، نو د نصیحت او دیني خبرو مخه په هره طریقه سره چي وي نیسم. 

 

 وروڼو! پر دغه موضوع دا چي نن ورځ زه او ته په مبتلاء يو ډيري خبري سته چي د هغو بيانول ځان ته جلا بحث دى، خو فقط دومره به و وايم:که د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دپاره يا د وعظ او نصيحت کولو دپاره دا شرط کښېښوول سي چي دغه نصيحت کونکى بايد خامخا د ګنهو څخه پاک او معصوم وي، نو پسله انبياء علیهم السلام څخه بايد هيڅوک د دين او وعظ خبري و نه کړي، ځکه بېله انبياء علیهم السلام څخه نور ټول انسانان د خطاء او ګناه سره مخامخ دي، بلكه دا هم باید درمعلومه وي چي د دیني خبرو کول او اورېدل په خپله د خیر او ثواب کار دی.

____________________________

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته