تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم په اسلامي هیوادونو کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 31, 2018
  0

په اسلامي نړۍ کي علمانيت

 

۳-۱: مصر
مصر ته علمانيت د ناپيليون د حملې سره سم داخل سو، خو لومړی کس چي عربي نړۍ ته ئې د علمانيت اصطلاح را انتقال کړل، مخکي ئې هم يادونه وسول، هغه د الياس بقطر لخوا په خپل کتاب (معجم عربي فرنسي) کي وه، چي په (۱۷۲۸)م کال کي ئې تاليف کړ. وروسته اسماعيل خديو فرانسوی قانون په (۱۸۸۳) م کي په مصر کي پلی کړ، نومړی پر غرب ډېر مين و او آرزو ئې درلوده، چي مصر د اروپا يوه برخه وګرځوي.

 

۳-۲: هند او پاکستان
تر (۱۷۹۱) ميلادي کال پوري احکام د اسلامي شريعت موافق ترسره کېدل، له همدې تاريخ څخه وروسته په تدريج سره له صحني څخه د اسلامي شريعت د ايستلو هڅي د انګريزانو په تدبير سره شروع سولې، دوی له يوې خوا د فکري لاري همدا هڅي کولې، خو وروسته ئې د نظامي جګړو له لاري هم کوښښونه شروع کړل، د مسلمانانو سره ئې په هند کي زیاتي جګړې وکړې تر دې چي د (۱۹) پېړۍ تر نيمايي پوري ئې خپلي هڅي بشپړي کړې او په هند کي ئې يو سيکولر ټولنه رامنځ ته کړل، که څه هم وروسته هند د انګرېزانو په مستقيمو لاسوهنو ووېشل سو او يوه برخه ئې مسلمانانو ته د يوه اسلامي هيواد د جوړولو لپاره د پاکستان په نوم ورکړله، خو هلته هم له هماغه پيله څخه د دولت اساسات پر سيکولر قوانينو بناء کړل سول.

 

۳-۳: الجزائر
په همدې هيواد کي هم تر فرانسوي استعمار وروسته په (۱۸۳۰م) کي اسلامي شريعت لغوه اعلان سو او پر ځای ئې سيکولر قوانين پلي سول.

 

۳-۴: تونس
په کال (۱۹۰۶ م) کي تونس ته هم فرانسوی قانون چي د فرانسوي انقلاب راورسته ئې په کامله توګه سيکولر بڼه اختيار کړې وه داخل سو.

 

۳-۵: المغرب
په کال (۱۹۱۳ م) کي فرانسوی قانون داخل سو. (۱)

 

۳-۶: ترکيه
د اسلامي خلافت پولې د افريقا له جنوبي څنډو څخه په شمال كي تر مسكو پوري (د روسيې ۹۵% خاوره د اسلامي خلافت تر واكمنۍ لاندې وه او يواځې مسكو پاتې وه چي هغه هم دوه پيړۍ پرلپسې له اسلامي خلافت سره د يو شمېر تعهداتو او لوظنامو په وړاندې خلافت ته جزيه وركوله.) او د لري ختيځ له څنډو څخه په اروپا کي تر بالكانه غزيدلې وې، په اروپا كي يونان، ايټاليا، صربيا، بوسنيا، بلغاريا، يوګوسلاويا، البانيا او … د اسلامي خلافت تر واكمنۍ لاندې د ژوند ارامې شپې سبا كولې.

 

۳-۶-۱: خلافت او رعيت
د اسلامي خلافت په خواره واره رعيت کي د اسلام او مسلمانانو د مجد او عظمت نښي له ورايه څرګندي وې.
په محاكمو کي كوم يهودي يا نصراني پر مسلمان باندي ګواهي نه سوای وركولاى، په پوځ او لښكر کي ئې د ننوتو حق نه درلود، د مسلمانانو له سلام پرته د هغوى سلام ته ځواب نه ويل كېده، د لاري په منځ کي به نه تلل، كور ئې د مسلمانانو له كوره نه سو لوړېداى، له وسلې سره نه سوای ګرځېداى، په زين نه سوای سپرېداى، د كليسا ګونګروګان ئې په لوړ غږ نه سوای كړنګولى، اخترونه او مېلې ئې په ښكاره نه سوای لمانځلاى، كه به سپاره له مسلمانانو سره مخ سول نو پلي كېدل به څو پر مسلمانانو لوړ نه سي، د خلافت اړوند دفترونو کي به د نصراني د مړيني رپورټ کي داسي نه ليكل كېده، چي پلانى نصراني مړ شوى بلکي ليكل به ئې چي (كافر ومړ)، د خلافت د رعاياو د سفر په جواز پاڼه کي يواځي مسلمان او كافر ليكل سوی وو، هلته تركي، مصري، سعودي، فرانسوي، او … نه و كښل سوی.

 

د اسلامي خلافت لخوا د سفر په جواز پاڼه باندي ليكل سوي وو (الدولة الأسلامية العالية) يا (الدولة العثمانية العالية). او د جواز پاڼي په متن کي د يوه فلسطيني لپاره د هغه د مليت د ښودلو لپاره يواځي (مسلمان) ليكل كېده په داسي حال کي چي د يوه بلغاريايي لپاره به بيا (كافر) ليكل كېده. او په دې توګه د ژوند په هر اړخ کي وخت په وخت كافر خپل اصلي جرم (كفر) ته متوجه كيده، او دغه امتيازي سلوك په حقيقت کي له هغوى څخه يو ډول بلنه وه چي څومره ژر كېداى سي په خپله عقيده او فكر غور وكړي او د اسلامي پاکي او سپيڅلې عقيدې په خپلولو سره ځان د كفر له ناولتيا څخه خلاص او د مسلمانانو په ليكه کي د هغوى په څير د لوړ شخصيت والا انسان جوړ سي او د مسلمان په حیث ټول امتیازات خپل کړي.

 

د سلطان عبدالحميد د خلافت په دوره کي يواځي پخوانۍ او زړې كليساوي په خپل حال پاته وې او د نوو كليساو جوړېدو ته اجازه نه وه.

 

(۱): موسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب المعاصرة ، الندوة العالمية للشباب الإسلامي، دار الندوة العالمية، الطبعة الرابعة،  عدد الأجزاء : ج :۲ ص: ۶۸۱

سرته