تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زمزم اوبه څنګه د عبدالمطلب ملکیت سو ؟ (۲۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 21, 2018
  0

 

نبوي سیرت (۲۹ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د زمزم اوبه څنګه د عبدالمطلب ملکیت سو؟

 

واقعاً هم په مکه مکرمه کي د اوبو مِلکيت ډېر لوى شرف ؤ، اوبه! په مکه کي؟ تر اوسه پوري دوى خپلي اوبه د مکې مکرمې د دباندي څخه را وړلې او اوس په خپله په مکه مکرمه کي زَمزَم ورته پيدا سو! خو عبدالمطلب پر دې ټينګ سو چي اوبه زما دي او نور قريش بيا وايي: موږحتماً در سره شريکان يو څو خبره ترجنګه ورسېدل، په آخرکي پر دې فيصله وسوه چي درېم طرف دي زموږ په منځ کي حُکم او فيصله وکړي.

 

ويل: دغه درېم به څوک وي؟ هغه هم پردې اتفاق وسو چي د بني سعد پر کاهن به فيصله کوو، چي دغه کاهن په یثرِب کي اوسېدى، خلك و یثرِب ته رهي سول (چي اوس مدينه منوره ورته ويل کيږي) هلته چي ورسېدل د بني سعد کاهن و خيبر ته تللى ؤ، دوى خيبر ته پسي رهي سوه.

تاسي وګورى: کوم وخت چي په انسانانو کي الْهي دين او الْهي قانون نه وي جهالت او بې علمي وي نو سحر او جادوګري، کوډي اوکاهني څومره پر خلكو او د دوى پر عقيده مسلط وه او څومره يې ځانونه پسي ستړي کول، د مکې مکرمې څخه ترمدينې منورې پوري د کاهن یا کوډ ګر فيصلې ته ورځي، بيا د مدينې منورې څخه و خيبر ته هغه هم پياده يا پر اوښانو په کوډګر اوکاهن پسي د فيصلې دپاره ځي. 

 

خير دوى د کاهن د حکم او فيصلې دپاره خيبر ته رهي دي؛ خو په لار کي چي ټوله ريګ او غرونه دي د عبدالمطلب او د ده د ملګرو اوبه خلاصي سوې، د هغه نورو قريشو سره هم لږ اوبه پاته دي څو عبدالمطلب اود ده ملګري د تندي له لاسه مرګ ته قريب او نژدې سوه د هغو نورو قريشو څخه يې اوبه وغوښتې هغو ويل: زموږ سره دومره اوبه پاته دي، چي فقط موږ ژوندي په پاته سو او اوبه يې ور نه کړې،عبدالمطلب او د ده ملګرو د مجبوریه ځانونه پر مرګ وسپارل.

 

ويل: وچ دښت دى اوبه نه لرو او د مقصد ځاى هم ډېر ليري دى بې له مرګه بل شی نه دى پاته نو ويل: بايد څه وکړو؟ ويل: بايد د خپلو ځانو دپاره قبرونه جوړ کړو،  په مرګ کي خو مو هيڅ شک نسته حتمًا مرو، مګر دا چي ټول پر دښت پراته يو او حيوانات مو خوري تر دې دا ښه دى چي ښخ کړل سو، قبرونه به جوړ کړو هر يو چي د مخه مړ کېدى دا نور به هغه ښخوي فقط هغه آخري نفر به بې له ښخېدلو پاته سي او هغه نور به ښخ سوي وي، ويل: ښه فکر دى نو يې د قبرو په کندلو شروع وکړه، د قريشو هغه بله ډله ورته ګوري دوى قبرونه وکیندل او د مرګ په انتظار کښېنستل خو بيا د عبدالمطلب زړه طاقت و نه کړی، ويل:

 

 دا نه ده صحي چي موږ ناست يو او د مرګ  انتظار باسو دا عُجز او تسليمېدل دي تر څو چي ژوندي يو بايد په اوبو پسي وګرځو، دوى بيا د اوبو د پيدا کولو دپاره ولاړ سوه، په دغه وخت کي د عبدالمطلب اوښ مځکه په پښه و وهل او د مځکي څخه يو څه اوبه را و وتلې دوى په تلوار پر راټول سوه اوبه يې وڅښلې، کوم وخت چي د دوى ضرورت پوره سو و هغه نورو قريشو ته يې ور ږغ کړه ويل راسى اوبه وڅښى، هغه هم راغله اوبه يې وڅښلې او خپل لوښي يې ډک کړه، هغه نورو قريشو و عبدالمطلب ته و ويل: څرنګه چي تا ته الله جل جلاله  په دغه وچ دښت کي اوبه درکړې نو زَمزَم هم ستا دى او الله جل جلاله  تا ته درکړى دى، دوى پوه سوه چي دا د الله جل جلاله  د طرفه څخه اشاره ده چي زَمزَم د عبدالمطلب دى زَمزَم يې و ده ته پريښاوه او د کاهن د طرفه بيرته را وګرځېدل، چي په دغه فيصله سره (سِقايه) يعني: د حاجيانو اوبول او د زَمزَم د څا مِلکِيت  بې له اختلافه د عبدالمطلب سوه او  د زَمزَم تصرف د عبدالمطلب او د هغه د اولادې سو. 

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته