تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصیحت: تعصب او قومیت (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 19, 2018
  0

لیکنه: استاد عبدالسمیع شینواری/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نهم نصیحت: تعصب او قومیت

 

ګرانو محصلینو! که وکتل سي زموږ د ګران هیواد د خرابیو دربدریو مهاجرتونو او داسي نورو ډیرو ناخوالو ډېر لاملونه سته، چي تر ټولو لوی لامل ئې قومي، ژبنی او سمییز تعصب دی، چي له امله ئې زموږ ګران هیوادوال ډېر کړېدلي او کړېږي، نو ځکه د اسلام مبارک دین موږ د تعصب کولو څخه په ټینګه منع کړي یو. کوم چی په یوه متحده اسلامي ټولنه کي نفاق او جداوالی راولي د خلګو په منځ کي ورور ولي، مینه او محبت ختموي، بلکي د اسلام دین هغه قوم پالنه چي جداوالی او نفاق ته په کي هڅونه وي، د جاهلیت د زمانې د عاداتو څخه شمېرلې ده.

په یو حدیث کي کوم چي بخاري روایت کړی دی داسي راغلي دي، چی د بلال او اباذر رضی الله عنهما په منځ کي ځینی خبري تا او بالا سولې، نو اباذر رضی الله عنه و بلال رضی لله عنه ته وویل چي د توری زویه، لکه څنګه چي و ټولو ته معلومه ده بلال رضی الله عنه تور رنګه حبشي وو او هغه ته ئې د رنګ او جنس پېغور ورکړ، نو بلال رضی لله عنه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړی، نو رسول لله صلی الله علیه وسلم اباذر رضی الله عنه ته و ویل چي ته داسي سړی یې، په تا کي جاهیلت دی.


او که تاریخ ته وګورو نو دا خبره به راته معلومه سي، چي د اسلام په تاریخ کي اولنی هغه سړی چي قوم پرستي او تربرګلویت ئې کاوه هغه ابوجهل وو، ابوجهل سره له دې چي ښه پوهيدی چي حضرت محمدصلی الله علیه وسلم رښتنی پيغمبر او څه چي ئې راوړي حق دي، خو په دې وجه چي تربور مي دی، ولي ئې تصديق وکړم او دغه بد خصلت د جهنم و کندي ته ور واچوی.  په دی اړه په یوه بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمایي:

(لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ) (ابوداود).

 

ترجمه: هغه څوک له موږ څخه نه دی، چي خلک قوميت ته رابولي او هغه څوک له موږ څخه نه دی چي په دغه منظور جګړه کوي او هغه څوک له موږ څخه نه دی چي په همدې مفکوره مړ شي.

 

بلکي د اسلام دین موږ په نامشروع کار د نورو د کومک څخه منع کوي، که څه هم زموږ د قوم او قبیل څخه وي.

 

بل حدیث کي ر سول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:(مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَدي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه) (ابوداود). 


ترجمه: څوک چي له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کي مرسته کوي، د هغه اوښ په شان دی، چي په کنده کي لوېدلی وي او د لکۍ په رانيولو سره د کندي نه راکښل کېږي.

 

نتیجه دا چي داسي نامشروع عمل داسي بد هلاکونکی انجام لري، چي بيا څوک نجات نسي ورکولای.

د اسلام مبارک دین دانه چي یواځي ئې د شر دروازې تړلي، بلکي مسلمانان ئې په هر حالت کي د خپل منځي اختلافاتو او مناسباتو په سمون امر کړی دی؛ لکه الله جل جلاله چي فرمایي:

(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (سورت الحجرات ۱۰)

یعني مومنان خو یو د بل وروڼه دي نو د خپلو وروڼو په منځ کي مناسبات سم کړئ او د الله څخه وویریږئ امید دی چي پر تاسو رحم وکړای سي. 


که قراني ارشاداتو ته وکتل سي نو دابه راته معلومه سي چي الله جل جلاله زموږ رنګو، قومو، منطقې او ژبي ته نه ګوري او نه اهمیت ورته لري، بلکي د الله په وړاندي هغه څوک ښه دی چي پرهیزګار او تقوا داره وي او الله جل جلاله د انسانانو څخه مختلف قبائل او قومونه په هم دې خاطر جوړ کړي، چي موږ یو د بل سره وپېژنو او یو د بل سره دوستي او کومک وکړو؛ لکه  څنګه چي الله جل جلاله فرمایي:

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) ( سورت الحجرات ۱۳)

 یعني: ای خلګو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځي څخه پیدا کړي او بیا مو تاسی قومونه او قبیلې و ګرځولاست، تر څو چي تاسي یو او بل سره وپیژني. په حقیقت کي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چي په تاسي کي تر ټولو زیات پرهیزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهیدونکی او باخبره دی.


او په بل مبارک ایات کي الله جل جلاله موږ د تفرقې او اختلافاتو څخه منع کوي او په اتفاق او اتحاد مو امر کوي:

 

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ...) ( سورت ال عمران ۱۰۳) 

 

نور بیا...

 

سرته