تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: د فکري جګړې وسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 17, 2018
  0

لیکنه: عبیدالله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

داچې په پورتني بحث کې د فکري جګړې موخې په ډاګه شولې او څرګنده شوه چې د فکري جګړې اصلي اوبيا په دويم قدم کې فرعي موخې کومې دي نو دلته اړينه بريښي ترڅو هغه وسائل او کار لوښي چې د فکري جګړې په لاره اچونکي د هغوپه واسطه هڅه کوي ځانونه خپلوموخوته ورسوي هم په ډاګه کړو. نو ددې له پاره چې د فکري جګړې موخې په ښه شکل سره وپېژنو نو لمړى هغه په دوه برخو ويشو.


١_ څرګنده موخې ٢_غير څرګنده موخې :


١_ د فکري جګړې ښکاره موخې :

د فکري جګړې څرګندې موخې عبارت دي له تبشير، غربي کول او سيکولريزم څخه چې د تبشير په هکله په تېرو بحثونو کې په تفصيلي ډول خبرې وسوې .


همدا رنګه غربي کول پدې معني چې د فکري جګړې په لاره اچونکي غواړي ترڅو د اسلامي امت د ژوند ټول اړخونه که د زده کړې په برخه کې وي، د فکر اوعقيدې، سياست او اقتصاد، رسم اوراج او تقليدونو او همدا رنګه د ټولنيزې کړنلارو په برخه کې وي دغه ټول اړخونه په غربي ډول جوړکړي چې په دې کارسره به دوى وکولاى سي چې اسلامي امت له خپل دين څخه غافل او لېرې کړي او بالاخره خپلو شومو موخو ته ورسيږي.


همدا رنګه د فکري جګړې په ښکاره وسائلو کې دريمه وسيله سيکولاريزم دى چې اصلاً د سيکولاريزم معنى بې ديني (لائيک والى )  يا دين له سياست څخه جلا ګڼلو څخه عبارت دي. سيکولاريستان نظر لري چې دين بايد د تعبدي شعائرو په توګه يواځې په جومات کې منحصرسي او له سياسي، اقتصادي، تعليمي او ټولنېز ژوند سره کومه اړيکه ونه لري په دې کارسره د فکري جګړې په لاره اچونکي هڅه کوي ترڅو مسلمانان بې دينه او له خپل دين څخه جلا کړي له هغه دين څخه چې د سياست، اقتصاد، تعليم ...بلکې د ژوند د ټولوبرخو له پاره مکملې لارښوونې لري. په هرصورت د سيکولاريزم بحث يو اوږد او ډېرو تفصيلاتو ته اړتيا لري چې په راتلونکي کې به انشاء الله په تفصيل سره بيان سي .


٢_ د فکري جګړې غيرڅرګنده (پټ ) وسائل: 


پټ وسائل په دې معنى چې د هغو معلومول يوڅه ستونزمن کار دی خو بيا هم د فکري جګړې هغه پټ وسائل چې په اسلامي هېوادونو کې يې ناوړه اغېزې محسوسيږي هغه په لاندې ډول دي:


١_د قانون جوړولو او فرمان صادرولو پر ځايونو ولکه لګول:


لکه څرنګه چې قانون د يوې ټولنې د ملا د تيرحيثيت لري په ځانګړي ډول په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانين، نو د فکري جګړې لارښوونکي او مسئولان هڅه کوي تر څو دغو دوو حساسو ځايونو ته ځان ورسوي چې له همدې لارې د اسلام دښمنانو وکولاى سول چې د سعودي عربستان، افغانستان او تر يوڅه حده د عراق په استثناء د ټولو اسلامي هېوادونوقوانين په خپل لاس جوړکړي چې په دې قوانينوکې د اسلام سره ښکاره ټکرونه په څرګندو الفاظو سره ليدل کيږي د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د ايران او سوډان هېوادونو په خپلو قوانينو کې څه ناڅه تغيرات راوستي او ډېرى غربي قوانين يې له مينځه وړي او پرځاى يې اسلامي قوانين رامينځ ته کړي.


همدغه قوانين چې د فکري جګړې اسيرو مسلمانانو جوړکړي د همدې جګړې اسيرو واکمنانو د خپلو فرمانونو په وسيله په خپلو ملتونو باندې په زوره سره منلي دي. اوس اسلامي نړۍ له همدې ستونزې سره مخامخ ده چې قوانين يې کفري ټکي لري او ملتونه يې مسلمان دي له بلې خوا د کومو هېوادونو قوانين چې اسلامي دي د هغه هېوادونو واکمنان د دغو قوانينو د پلي کولو له پاره اقدام نه کوي او قانون د ملت له وېرې تغيرولی نه سي او د غرب له وېرې يې پلى کولاى نه سي.


٢_پرتعليمي مو‌‌سسوولکه لګول:


په دې کار سره غربيان د زده کړې پر ټولو چارو لکه د زده کړو ډول، تنظيم، اداره، مستوى، محتوى، تمويل، نصاب او طريقه، تدريس اوژبه، ښوونکي او اداره او داسې نور تر خپل ګنټرول لاندې راولي چې په پايله کې داسې نسلونه روزي چې د هغوى  د موخو د لاسته راوړلو له پاره له سره تېر سپاهيان وي چې د دې کار ښکاره بېلګه مونږ په خپل اسلامي هېواد (افغانستان) کې هم وينو چې کله انګريزي ښکېلاک په افغانستان کې ماتې وخوړه نو له هماغې ورځې راپه دې خوا مختلفوغربي او شرقي هيوادونو زمونږ هېواد ته د زده کړې په برخه کې د مرستې په پلمه لاسونه را اوږده کړل او د هېواد ډيري مشهورې لېسې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې همدارنګه يې لوړو زده کړو ته هم لاسونه اوږده کړل، هره پوهنځۍ د يوه ملک په ولکه کې سوه چې په دې کار سره په هېواد کې د عصري او ديني علماء ترمينځ فاصله پيدا سوه د دې لامل داوه چې عصري زده کړې په مکمل ډول د اسلامي پوهې له چوکاټ څخه بهرسوې او په زياته کچه فارغان يې د فکري جګړې ښکارسول چې د همدې ديني اوعصري زده کړو د بېلتون څخه نن هم زمونږ ملت کړيږي .


٣_د ډله یيزو نشراتي او اطلاعاتي وسائلو څخه استفاده:


دا وسائل په خپل وار سره له مدرسو او پوهنتونونو څخه ډېر خطر ناکه پايلې لري ځکه چې دغه وسائل ټول ملت ته دلاس رسي وړ وسائل دي او ټول ملت ته د غربيانو نظريات او افکار رسوي يعنې زده کونکو او غيرزده کونکو، وړو او زړو ته، ښاريانو او کوچيانو ته .....ټولو ته غربي نظريات او افکار رسوي.


چې په دغو وسائلو کې راديو، تلوېزون، نندارتون، سينما، انځورونه او دېته ورته نور فنونه شاملېداى سي د همدې اهميت له کبله د فکري جګړې مشران او په لاره اچونکي هڅه کوي چې په اسلامي هېوادونو کې دغه وسائل په خپله ولکه کې راولي او له دې لارې څخه د نسلونو ذهنونه له اسلامي عقيدې څخه پاک کړي او د دې وسائلواهميت له دې نه معلومولاى سوچې که د يوه ملک قانون اسلامي وي، مدرسې يې له اسلامي کتابونو څخه ډکې وي او علماء پکې شپه او ورځ په تدريس بوخت وي بيا هم ډله یيزنشراتي وسائل کولاى سي چې خپل غربي فکر اوعقيده د انسان مغزته په هروخت کې ورسوي هرڅومره که جوماتونه له ديني زده کړو څخه ډک وي بيا هم نشرات او خپرونې د غربي کېدو فکر او عقيده د مسلمانانو زړونو ته د هرجومات او هرې کوټې ګوټ ګوټ ته رسولاى سي.


٤_جعلي قيادتونه جوړول:


د فکري جګړې په لاره کې د دغې جګړې د موخو د لاسته راوړلو له پاره بله وسيله د جعلي قيادتونو جوړول دي چې دا وسيله هم ډېره خطرناکه ده ځکه د غه قيادتونه او مشران دژوند په ټولو برخو کې جوړېداى سي، اوس په اسلامي هېوادونو کې د فکري جګړې پوهانو خپل جعلي رهبران او مشران جوړکړي دي ان حتى چې ديني جعلي مشران يې هم جوړکړي دي.


همدا خبره ده چې نن پاريس، واشنګټن، لندن، مسکو او پېکنګ ته ولاړسي هغه کس بيا خپل و هېواد ته د رهبر په توګه بېرته راستنيږي چې له زياترو سره د هم هغه ځاى فکرمل وي چې دغه کسان پرته له دې چې د فکري جګړې پوهان په هغه هېواد کې مستقيماً ورسره وي دغه مزدور اشخاص د هغوى (بادارانو) د موخو د لاسته راوړلو له پاره بې دريغه هلې ځلې کوي او په دغه لاره کې په وياړ سره قربانۍ هم ورکوي چې د اسلامي نړۍ په ډېرى هېوادونو کې د دغه ډول مشرانو ډېرې بېلګې سته لکه زمونږ په هېواد کې له شاشجاع، تره کي، کارمل، امين ....څخه نېولې بيا تر ننيوغلامو مشرانو پورې چې د کفر تر سيوري لاندې او د غلامۍ په ځنځيرونو باندې تړلې د کفر (لوېديځ او ختيځ ) د موخو له پاره په ټول وس او توان سره کار کوي. (٣_٨٨_٩٥)

نوربیا...

ماخذ: فکري جګړه

 

سرته