تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصحیت: په امتحانونو کي د نقل بد عادت (۷)
  تعلیم اسلام ویب پانه
  July 10, 2018
  0

لیکنه: استاذ عبدالسمیع شینواري/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 

اووم نصحیت:


په امتحانونو کی د نقل بد عادت:


آـ ګرانو محصلینو! یوه لویه غلطي چي کله نا کله ئې ځیني محصلین تر سره کوي، هغه غلطي او غیر قانوني عمل په امتحاناتو کي نقل کول او یا ونورو ته نقل ورکول او یا هم وه نورو ته د نقل زمینه برابرول، تر دې خو لا بده خبره داده، چي ځیني محصلین دا بد عمل د ځان حق بولي او قصې ئې ډیري په شوق سره کوي او هیڅ ئې د ځان لپاره ګناه، شرم او د عیب کارنه بولي، لکن حقیقت دا دی چي دا بد عمل یوه لویه ګناه، خیانت او غیر قانوني عمل دئ، بلکی غلا او د شر په کارو کي د یو او بل سره کومک کول دي او د مقابل طرف لپاره کم چي نقل ورکول کېږی، داسي یو مثال لري؛ لکه مریض ته چي زهر د شاتو( عسل ) په نامه ورکړل شي.


ب ـ که وکتل سي هیڅ یو سالم عقل درلودونکی په خپله او یا هم د خپلي کورنۍ د یو غړي علاج په داسي یو ډاکټر ونکړي، چي هغه دي شهادت نامه په نقل او غلا ترلاسه کړې وي او مستحق او حقدار دي ئې نه وي او د ټولني لپاره دي یو سر خوږی وي، نو ګرانه وروره چي یو شر د ځان لپاره نه خوښوي د بل مسلمان ورور لپاره ئې هم مه خوښوه او ملګري دي د خیر په نامه و شر ته مه ورټېلباسه، رسول الله  صلى الله عليه و سلم فرمائی:


(لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه) (رواه البخاری: کتاب الایمان.. ح د ، ر ق: ۱۳).

 

ژباړه:په تاسو کي څوک تر هغو پوري مومن کېدای نسي ( کامل مومن ) چي تر څو پوري د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چي د ځان لپاره خوښوي.


 او په یوه بل حدیث کي داسي فرمائی: (من غشنا فليس منا) (مشکاة المصابیح. باب ما يضمن من الجنايات. ح د ، ر ق: ۱۱.).

 

چا چي زموږ څخه چم او چمبازي ( غلا، خیانت) وکړي زموږ څخه ندی یعنی: ( کامل مسلمان ندی ) او الله جل جلاله په قران کریم کي داسي فرمائی:


 ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْأِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) (المائدة/۲).

 

یعني په ښو او د تقوا په کارو کښي یو د بل سره مرسته وکړئ او کوم کارونه چي د ګناه او تېري وي په هغو کښي د هیچا ملاتړ او مرسته مه کوئ، د الله څخه ووېرېږي د الله عذاب ډېر سخت دئ.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته