تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د مکې څخه د خزاعه قبيلې ايستل (۲۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 9, 2018
  0

نبوي سیرت (۲۵ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مکې مکرمې څخه د خزاعه د قبيلې ايستل

ستاسي به هغه د مخه بيان په ياد وي چي د جُرهم قبيله څنګه د يمن څخه و مکې مکرمې ته راغله او اسماعيل علیه السلام  چي د ابراهيم علیه السلام  زوى ؤ د دوى د قبیلې څخه ښځه وغوښتل او اوس دغه موجوده عربِ مستعرَب د اسماعيل علیه السلام  او د جُرهم لمسيان دي او د مکې مکرمې آمريت او اداره د دوى په لاس کي وه او بيا د خزاعه قبيلې د جُرهم پر قبيله او د اسماعيل  علیه السلام پر لمسيانو حمله وکړه چي په جنګ او زور يې د مکې مکرمې حکم ځني واخيست، که څه هم د اسماعيل علیه السلام  لمسيان دالته په مکه مکرمه کي اوسېدل خو قدرت او د شي اختيار يې نه درلودى بلکه حکم او آمريت ټول د خزاعه د قبيلې وه او دا بيان مو هم درته وکړى چي د خزاعه د قبيلې مشر عمرو بن لُحى څنګه د دوى و دين ته تغير ورکړى او شرک يې پکښي داخل کړى، دغه د خزاعه قبيلې تقريباً پنځه سوه کاله پر مکه مکرمه حاکميت درلودى خو په دغه موده کي د اسماعيل علیه السلام  د اولادې بيا هم زړه غوښتى چي قدرت خپل لاس ته راوړي ځکه چي مکه مکرمه اصلاً د دوى وه او حکم يې هم د دوى په لاس کي ؤ مګر دا کار يې نه سواى کولاى ځکه دوی جنګي قدرت نه درلودى، ترڅو چي د اسماعيل علیه السلام  په اولاده او په قريشو کي د قُصَى بن کِلاب په نامه سره يو نفر پيدا سو.

 

د اسماعيل علیه السلام  په اولاده کي يو نفر د (فِهَر) په نامه سره ياديږي چي دغه نفر لقب قريش ؤ او د ده و ټولي اولادې ته قريش ويل کيږي کوم وخت چي قريش ذکر او ياد سي مقصد يې د دغه فهر اولاده ده او فِهر د اسماعيل علیه السلام  د نژدې لمسيانو څخه دى، نو ټول قريش د دغه فِهر اولاده ده او قُصى بن کلاب هم د فِهر د اولادې څخه دى. 

 

دغه قصى ابن کلاب ته الله جل جلاله  ډير مال او غنْى ورکړي وه په خپل قوم کي مشر او سردار ؤ او بيا يې د (حُلَيل) د لور سره واده وکړى چي دغه حُليل په دغه وخت کي د خزاعه د قبيلې او مکې مکرمې عمومي مشر او رئيس ؤ، دې واده نور هم د قصى بن کلاب شرف ور زيات کړى ځکه يو خو دئ د اسماعيل علیه السلام  د اولادې څخه ؤ او بل د ده ښځه د خزاعه د قبيلې او د مکې مکرمې د رئيس لور وه او په عين وخت کي غني او مالداره هم ؤ په خپل قوم کي مشر او د عزت خاوند ؤ، کوم وخت چي د دغه قُصى اولادونه زيات سوه نسل يې ډير سو نور يې هم عزت او دبدبه پيدا کړه نو دا فکر ور سره پيدا سو چي د خپلو پلرو مَلک او حُکم بيرته لاس ته را وړي، په دغه وختو کي د ده خُسر چي حُليل نومېدى او د خزاعه د قبيلې رئيس ؤ مـړ سو، قُصى بن کلاب اعلان وکړى چي دئ د مکې مکرمې مشر او سردار دى، د دې کار دپاره يې د خپلو  وروڼو، د اکا د زامنو او خپل قوم څخه مرسته وغوښتل هغو يې هم مرسته وکړه او خلك د ده د مرستي او کومک کولو دپاره ورته را ټول سوه. 

 

اوس نو په مکه مکرمه کي د جنګ دپاره دوه لښکره جوړ سوه چي يو د قريشو د قُصى بن کلاب لښکر دى او بل د خزاعه د قبيلې لښکر دى، جنګ پر شرف او د مکې مکرمې پر حکم دى، کوم وخت چي جنګ شروع سو د دواړو طرفو څخه ډير کسان و وژل سول، خلكو چي دا قتل او وژنه وليدل نو عادل او پوهو خلكو د صلحي دپاره د دوى په منځ کي مداخله وکړه او ويل تاسي بايد بيله جنګه د منصفانو په حکم فيصله وکړى، بيانو دواړو طرفو د منصف پر حکم اتفاق وکړى او يو داسي سپين ږيرى سړئ چي ډېر هوښيار او د عربو د پوهانو څخه ؤ د منصف او فيصله کونکي په صفت سره يې وټاکى چي د دغه سړي نوم (يَعمُر بن عوف) ؤ، دواړو قبيلو پر دې اتفاق وکړى چي يعمر بن عوف مو منصف دى او  دواړو طرفو ډير شديد قسمونه يادکړه چي دغه يعمر بن عوف چي هره فيصله وکړه بيله کم دليله يې منو، هيڅوک د ده پر حکم اعتراض نه سي کولاى پر دغه اتفاق او قسمو يې شاهدان هم و درول، اوس نو ټول خلك و دغه يعمر ته را ټول سوه او د مدعيانو څخه هر يو غواړي چي خپل دلائل و وايي، اول قُصى بن کلاب و ويل: مکه زما د پلرو مَلک دى اسماعيل علیه السلام  زما نيکه دى او هغه اول سړئ دى چي په مکه کي اوسېدلى دى زَمزَم هم د هغه دپاره الله جل جلاله  پيدا کړى، کعبه شريفه هم هغه جوړه کړې ده د خزاعه قبيلې دا مَلک په زور لاندي کړى دى هو دا صحي ده چي دوى پنځه سوه کاله دلته حکم کړى دى خو دوى په اوله ورځ د زور څخه کاراخستى دى او د بل حق يې خوړلى دى او دغه کعبه شريفه هم زما نيکه جوړه کړې ده او ويل: اوس دي نو دوى خپل دليل و وايي، مګر د خزاعه د قبيلې سره د يادولو  وړ هيڅ دليل نه ؤ موجود ځکه رشتيا هم دوى ټول شيان په زور غصب کړي وه. 

 

اوس يعمُر حکم کوي ټول خلك د حکم د اورېدلو په انتظار او چپه خوله دي.

 

 يعمر و ويل: د مکې مکرمې ټول شيان د قصى بن کلاب دي.

 

چي هغه شيان: رِفاده، سِقايه، سِدانه، حِجابه، کِسوه او  نَدوه، دي، هر امر او هره واقعه په قُصَى بن کلاب پوري تعلق لري او خزاعه لره په مکه مکرمه کي هيڅ اختيار او تصرف نسته.

 

 په دې فيصله سره ټول شيان د خزاعه د لاسه و وتل او هر څه د قصى بن کلاب په تصرف کي سوه د ټولو عربو ټول شرف د ده ولاس ته ورغلى، اوس نو قصى بن کلاب بيله اختلافه د مکې مکرمې عمومي رئيس او سردار سو او خزاعه هم د مکې مکرمې ټول تصرفات و ده  ته تسليم کړه ځکه وعده يې کړې وه او قسمونه يې ياد کړي وه.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته