تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ختیځ پیژندنه یا استشراق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 8, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ختيځ پېژندنه ، تاريخ ، موخې او وسائل

 

 ١ – د استشراق (ختيځ پېژندنې) تعريف :  استشراق له شرق څخه اخيستل شوى دی ، استشراق په لغت کې ختيځ پېژندنې ته وايي دلته له ختيځ څخه موخه د اروپايانو په اند هغه سيمې دي چې د مدېترانې د سمندرګي ختيځ لوري ته پرتې دي او که په لنډ ډول ووايو د اروپايانو په نزد هغه اسلامي هيوادونه چې په ختيځه نړۍ کې پراته دي د ختيځ په نوم ياديږي.

 

او په اصطلاح کې استشراق (ختيځ پېژندنه) هغه څېړنې او تحقيقات دي چې لويديځوال يې د اسلامي ختيځ د تمدن ، فرهنګ، ادابو، ژبو، عاداتو او تقاليدو په هکله ترسره کوي.(٢_ ٣٧)

 

     استاذ علي جريشه په خپل کتاب (الاتجاهات الفکرية المعاصره) کې استشراق داسې تعريفوي:
 (استشراق د ختيځې نړۍ د علوموزده کړې ته ويل کيږي او دغه نوم ځکه ورته کيښودل شوی دی چې د اسلامي امت اکثريت په ختيځ کې اوسيږي او له استشراق څخه مطلب هم همدغه دى چې د اسلامي امت عقائد، فکرونه او د مختلفو اسلامي ملتونو ژوند دود، د هغوى اخلاق ، رسمونه او رواجونه، ژبې او ژبدودونه ، کلچر او ثقافت او د هر ملت ځانګړتياوې معلوم اوزده کړاى شي ).(١_٩٤_٩٥)

 

٢:-د استشراق (ختيځ پېژندنې) تاريخ:
     په ځانګړي ډول د ختيځ پېژندنې تاریخ او د پيل نېټه څرګنده نه ده ولې دې حقيقت ته په کتو سره چې کله غربي نړۍ په صليبي جګړو کې له ماتې سره مخ شوه په همدې وخت کې د اسلامي نړۍ ډېر شمير هېوادونه د نړۍ په ختيځ اړخ کې ميشت وه . اسلامي نړۍ د نورې نړۍ په پرتله تر ټولو متمدنه او پرمخ تللې وه پدې وخت کې غربي نړۍ پدې هڅه کې وه چې د اسلامي ختيځ تمدن غلا کړي او ګټه ور څخه پورته کړي نو له همدې کبله يې ځينې خلک ددې لپاره وګمارل ترڅو له اسلامي ختيځ څخه علوم زده کړي چې دا کارپه اومه ميلادي پېړۍ کې هغه وخت پيل شو کله چې صليبيانو خپل بريدونه د مسلمانانو پر خاوره ګړندي کړل په همدې وخت کې فونس دا غوښتنه وکړه چې دوى بايد د مسلمانانوعلوم زده کړي او د اسلامي تمدن څېړنه بايد وشي.

 

     ددې خبرې معلومول چې لمړنى ختيځ پېژندونکى يا لمړنى هغه شخص څوک ؤ چې ددې کار لپاره وګمارل شو پدې هکله دقيق معلومات نشته ولې بيا هم پدې هکله ځينې نظريات شته د بېلګې په توګه :

 

ډاکتر مصطفى سباعي رحمة الله عليه په خپل کتاب (الاستشراق والمستشرقون) کې ويلي دي چې (په دقيقه توګه دا نه ده څرګنده چې لمړنى مستشرق څوک دی ولې دا خبره په وثوق سره ثابته ده چې د لوېديځ ځينې مسيحي راهبانو (صوفيانو) د اسلامي اندلس د اسلامي عظمت او لوړ تمدن په وخت کې هلته د ورتلو اراده کړې وه او تللي وه او د اندلس په مدرسو کې يې د اسلامي علماؤ څخه زده کړې وکړې او مختلف علوم يې ورڅخه زده کړل چې د هغو له ډلې څخه يې  فلسفه ، طب او رياضي د خاصې يادونې وړدي او بيا چې کله خپلو هيوادونو ته ستانه شول نو د قران کريم اونورو عربي کتابونو ژباړه يې په خپلو خپلو ژپو ته وکړه چې ددغو راهبانو څخه د مسلمانانو لمړنى شاګرد او لمړنى مستشرق فرانسوى راهب (جيربرټ ) دويم شاګرد (پطرس) او دريم شاګرد (جيرارډ، ډي ګريمون) وو چې په ١١٨٧م کال کې تېرشوى دى .(١_٩٦_٩٧)

      
سيد حبيب (شاکر) په خپل کتاب (فکري جنګ) کې ليکي چې لمړنى ختيځ پېژندوکى  چې اسلامي اندلس ته د اسلامي علومو د زده کړې لپاره تللى وه فرانسوى (جورس) وه چې په ٩٩٩م کال کې د اندلس له مدرسو څخه فارغ شو او روم ته له تلوسره سم د روم د کليسا پاپ مقرر شو، بل ( پطرس) لوى راهب چې په ١٠٩٢م او (جراديبون) په ١١٨٧م کال کې له همدې دندې څخه فارغ شول.(٣_٤٣)

 

ډاکټرمحمد البهي په خپل کتاب ( الفکرالاسلامي الحديث )کې وېلي دي: 
      د لومړى ځل لپاره په ١٣١٢م کال کې په اروپا کې د ختيځ پېژندنې بنسټ کېښودل شو اوپه همدغه تاريخ پاپ حکم وکړ چې د مسلمانانو او اسلام ژبه (عربي ) بايد زده کړاى شي ترڅو د هغوى عقائد، ديني اخلاق ،عبادات ، اقتصادي ، سياسي او اجتماعي قوانين زده کړاى شي او بيا له هغه څخه وروسته د اسلامي امت په خلاف ديني او معنوي غيرمستقيم جنګ په فاتحانه توګه پيل کړاى شي چې ددې څخه وروسته د اروپا په ټولو مدارسو او پوهنتونو کې د عربي ژبې زده کړه لازمي وګرځول شوه.(١_٩٨_٩٩)

سرته