تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
المدونة الجامعة د احادیثو ستره مجموعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 1, 2018
  0

ژباړن: احسان الله فاتح الماتریدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

المدونة الجامعة للأحاديث المروية عن النبي الكريم ﷺ

مرقمة بالأرقام العالمية 

 

د شیخ الاسلام حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني دامت برکاتهم العالیه د نوم څخه به کوم تن ناوقف وي! حضرت مفتي صاحب د اسلامي نړۍ د سترو علماو د فهرست په سر کې یادیږي.

 

نوموړي د درس او تدریس، تصنیف او تالیف، وعظ او تقریر په ذریعه د دین مختلف قسم خدمات انجام کړي او اوس هم  په مختلفو برخو کې خدمت انجام کولو کې تازہ دمه په نظر راځي، دده په ژوند کې ډیر روښانه او د یاد وړ خبره دا ده چې الله تعالیٰ ده ته ډیر لوی لوی صلاحیتونه عطاء کړي، د ډیرو سفرونو او تدریسي مشغولتیاو باوجود کوم تصنیفي او تالیفي کار چې دی یې کوي، چې انسان یې وګوري حیران هم شي او رشک هم ورباندې وکړي، دده ستر علمي خدمات زمونږ د امت محمدي اعجاز دی او د حضرت مفتي صاحب په کرامت سره تعبیر کیږي.

 

د مولانا محمد تقي عثماني د خداي ورکړي علمي صلاحیتونو یو تازہ شاهکار ’’ المدونة الجامعة للأحادیث المرویة عن النبی الکریم صلی اللّٰه علیه وسلم‘‘ دی.

 

دا ستره او ګټوره مجموعه د احادیثو تقریباً په څلویښت جلدو مشتمل ده، اوس یې لومړی جلد عام منظر ته راغل دی.
مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب ددې کار یو څه تفصیلات د خپلې میاشتینۍ مجلې ’’البلاغ‘‘ په ذریعه زموږ پورې را رسولي دي، که چا ولوست نو اندازه به ورته وشي چې څومره لوی خدمت ترسره شوی، او په څومره خاموشۍ سره ترسره شوی.

 

کوم کارونه چې د حکومتونو په سرپرستۍ کې  د لوی لوی اکیډمیو په ذریعه انجام کیږي، د یوې دیني مدرسې معمولي شعبې د څو افرادو په راجمعه کولو سره حضرت مفتي صاحب وکړ .

 

دا هم د نبوي احادیثو اعجاز دی چې اهل علم د حدیث خدمت ځان لپاره د نیک بختۍ ذریعه ګڼي.

 

مولانا محمد تقي عثماني په خپل دغه د پیژندنې  مضمون کې لیکلي  چې له نن څخه تقریباً پنځلس ۱۵ کاله مخکي دده یو دوست چې خپل نوم یې هم ظاهر نه کړ دغه تجویز وړاندې کړی وو.

 

چې څرنګه په ټولو احادیثو باندې داسې شماره ( نمبر ) ولیکل شي چې په نړیواله سطح ټولو ته یو شان مقبول وي. 

 

 

نن سبا چې د حدیث نمبر ورکول کیږي، نو چې په کوم کتاب کې دغه حدیث موجود وي، یا یې د صفحې نمبر حواله ورکول کیږي. یا د هغه کتاب او د باب یادونه کیږي چې په کوم کې دغه حدیث بیان شوی وي، په ځینو کتابونو کې په احادیثو نمبر هم لیکل شوی وي، کله د حوالې لپاره  دغه نمبر لیکل شوی وي، خو ډیر وخت  دا حواله د حدیث د راوستلو لپاره  کفایت ونه کړي ، له دې وجهې نه د احادیثو د تخریج په وخت کي د ډیرو کتابونو یادونه کول ضروري شي، حضرت مفتي صاحب  لیکي:

 

ددې صاحب تجویز دا دی چې که بلا تشبیه لکه څنګه چې د قرآن کریم  آیات د حواله ورکولو لپاره د سورت نمبر او آیت نمبر حواله ورکول کافي کیږي او دا نمبر د نسخو د اختلاف له وجهې نه بدلیږي. دغه سې که د کوم حدیث حواله ورکولو کې صرف د حدیث نمبر ذکر شي او ھمدا شان د یو حدیث  حواله ورکولو لپارہ صرف د حدیث نمبر ذکر کولو سرہ د ھغې حدیث ټول تفصیلات په یو  ځای درته ملاویږي نو دا به ډیر غټ کار  وشی ، په ھمدې تجویز باندې غور او فکر کولو لپارہ په ۵/ او ۷/ د رمضان المبارک ۱۴۲۲ھ کې په  مکه مکرمه کې  یوہ اجتماع منعقد شوہ چې په ھغې کې د حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب نه علاوہ د هغوی ورور مولانا مفتي محمد رفیع عثماني، ډاکټر مصطفی اعظمي، ډاکټر یوسف قرضاوي ( د مصر مشهور عالم او د اسلامي نړۍ د علماؤ د شورا مشر)، ډاکټر عبد الملک بن بکر القاضي، 
شیخ محمد الطحّان، ډاکټر عبد الستار أبوغدہ او د شیخ نظام یعقوبي په شان  اهل علمُ او ارباب فضل او کمال ګډون کړی وو .

 

د دې عظیم کار پلان یې تیارہ کړ او یو منهج یې ورته برابر کړو ، پور ته ذکر شوي علماء کرامو په دې خبرہ ھم ټینګښت وکړ چې دا عظیم کار به په دارالعلوم کراچي کې تر سرہ کیږي او مولانا محمد تقي عثماني صاحب به یې نګراني کوي .

 

قسم موسوعة الحدیث

ھمدا شان  په دارالعلوم کراچي کې ’’قسم موسوعة الحدیث‘‘ په  نوم سرہ  د یوې  مستقلې  شعبې  قیام په عمل کې راغلی ، د دار العلوم کراچي بعضې فضلاؤ خدمات حاصل کړی شول  او مولانا نعیم اشرف صاحب یې د دې مفیدې شعبې  ناظم مقرر کړو.

 

د کار کولو دا طریقه اختیار کړی شوہ چې د حدیثو ھغه کتابونه کوم چې متداول دي او د ھغې حواله په کثرت سرہ ورکول کیږي، نو د ھغې ټول حدیثونه د احادیثو په ټولو طریقو سرہ به واخستل شي ، او دا ټول ٨٠ کتابونه دي او ددې د مؤلفینو ټول روایتونه به په خپل سند سرہ ذکر کړی شي او د احادیثو زیاته ذخیرہ په ھمدې کتابونو کې موجودہ دہ،  د دې (۸۰) کتابونو نه علاوہ نور ھم د احادیثو داسې ډیر کتابونه شته چې د ھغوی مؤلفینو ټول احادیث په خپل سند سرہ ذکر کړي دي ، اګر چې د دې کتابونو حواله ډیرہ  نه ورکول کیږي ، خو په دې کتابونو کې ھم د احادیثو ډیرہ غټه ذخیرہ ملاویږي. او دداسې کتابونو تعداد (۷۱۹) ته رسیږي ، د دې ټولو کتابونو به ( بالاستیعاب ) مطالعه کیږي او ھغه احادیث به ورنه جدا کړلی شي چې کوم احادیث په مخکینیو (۸۰) کتابونو کې موجود نه وي، د مختلف طرق په متنونو کې که چیرې یو اھم اختلاف ولیدل شي، ھغه به ھم ذکر کیږي او د ھغې اسنادې حیثیت متعلق که په متقدمینو کې څه  رائې چیرته ذکر شوي وي، نو هغه به ھم د حدیث سرہ بیان کیږي ، نو داسې دا ټول  (۷۹۹) کتابونه شول ، چې په ھغې کې اکثر په مطبوعه شکل کې موجود دي او ځینې صرف په مخطوطه ( خطي، ناچاپ) شکل کې محفوظ دي، که چیرې د احادیثو د تتبع او تلاش په وخت کې داسې احادیث مخې ته راشي چې هغه په دې مخکینیو کتابونو کې نه وي، لیکن د  حدیث او تفسیر  په شروحو کې د ھغې ذکر ملاویږي نو ھغه به ھم ورسرہ شامل کیږي، تر څو دا کار نور ھم ډیر شي او د داسې کتابونو تعداد (۱۱۱) دی ، نو داسې د دې عظیم کار ابتداء په (۹۱۰) کتابونو کتلو او مطالعه کولو سرہ وشوہ والحمد لله علی ذالک .

 


د احادیثو د جمعې او ترتیب په دوران کې دا سوال ھم مخې ته راغی چې د احادیثو دا مجموعه د حروف تهجې په ترتیب سرہ تیاره کړی شي یا د ابوابو په ترتیب باندې ؟!

 

د ډیر غور او فکر کولو نه بعد دا خبرہ مناسبه وګڼل شوہ چې دا مجموعه به د ابوابو په ترتیب باندې وي، ځکه چې د ډیرو احادیثو او خاص طور باندې د فعلي احادیثو مختلف طرق متن مختلف وي، ھمدې لپارہ د حروف تهجې ترتیب به مفید نه وي بلکی د ابوابو مروجه طریقه به فائدہ منده او موزونه وي، لهذا ابواب قائم کړی شول او د ھر باب لاندې احادیث راجمع کړی شول او د ھر یو حدیث ټول طرق او په مختلف طرق سرہ روایت شوي د ټولو متنونو په یو ځای باندې د ذکر کولو اھتمام وکړی شو ، البته دا رعایت ھم په کې وکړی شوو ، چې د ابوابو په قائم کولو کې هیڅ قسم فقهي یا کلامي مذھب چهاپ به نه وي.

 

د احادیثو په تخریج کې یې په دې مجموعه کې  دا  اصول اختیار کړل، کوم حدیث چې د سند په اعتبار سرہ ډیر زیات مظبوط او قابل اعتماد وي  ھغه به د ’’حدیث مختار‘‘ په نام سرہ اول ذکر کیږي ، ھمدا شان که ھغه حدیث چیرې په یو طریقې سرہ تر ټولو نه زیات جامع سیاق کې راغلی وي ھغه به د ( الطریق الاجمع) په عنوان د سند سرہ نقل کیږي ، بیا چې د کوم صحابي نه ھغه حدیث را نقل شوی وي د ھغې ټولو طریقې چی د حدیث په کوم کتاب کې ھم راغلي وي ھغه ټول طرق به ذکر کیږي ، که په ھغې کې چیر ته د الفاظو اھم اختلاف وي ھغه به ھم ذکر کیږي ، د دینه بعد به ھغې ’’حدیث مختار‘‘ ته یو عالمي نمبر ورکړئ شي.

 

بعض اوقات یو حدیث د یو نه زیات صحابه نه مروي وي، نو د داسې ټولو روایاتو جمع کولو اهتمام به ھم کیږي او ھغه به صرف د شواھدو په بنیاد ذکر کیږي او ھغې ته به یو فروعي نمبر ور کړل کیږي ، حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په خپل تعارفي مضمون کې د دې کار په نوعیت باندې رڼا اچولې دہ او دا عظیم کار یې په یو مثال سرہ واضح کړی دی، چې د ھغې سرہ به د دې کار افادیت او اھمیت نور ھم واضح شي. 

 

 

د المدونة الجامعة خصوصیات 

 

د کتاب اول باب په ایمانیات باندې مشتمل دی او په دې باب کې یې چې کوم حدیث اول ذکر کړی دی، ھغه مشهور حدیث : 


(إنما الأعمال بالنیات) دی .

 

په صحیح البخاري کې دا  حدیث د حضرت عمر رضی الله عنه نه  مروي دی  او دا طریقه د احادیثو  په طریقو کې تر ټولو غورہ او صحیح طریقه دہ ، ھمدا وجه دہ چې په دې مجموعه کې یې دا حدیث  ’’حدیث مختار‘‘ ګرزولی دی او په سند سرہ یې نقل کړی ، بیا چې د دې حدیث څومرہ طریقې په صحیح بخاري او نورو کتابونو کې موجود دي  ھغه یې ټولې راجمع کړي دي، او که چیرته د الفاظو اختلاف وو ھغه یې ھم ذکر کړي دي، او دې حدیث ته یې  (۱) نمبر ور کړی دی ، او د دې حدیث باقي ټولو طریقو ته یې ھم  ۱ نمبر  ور کړی دی ، البته لاندې یې فروعي نمبر ھم ور کړي دي ، لکه څرنګه چې دا حدیث امام ابو نعیم رحمه الله پہ حلیة الاولیاء کې د حضرت ابو سعید خدریؓ نه  روایت کړی دی  او دې ته یې  ۱/۱ نمبر ور کړی دی، بیا دا حدیث د طبراني په معجم کبیر کې  حضرت ابو الدرداءؓ نه منقول دی او دې ته یې ۲/۱ نمبر ورکړی دی .

 

د ابن عساکر په تاریخ د مشق کې دا روایت د حضرت انس بن مالکؓ نه  مروي دی، او دې ته یې ۳/۱ نمبر ور کړی دی،  دا حدیث د  بخاري نه علاوہ په ٧ کتابونو کې راغلی دی او دې ټولو ته یې جلا جلا فرعي نمبر ور کړی دی .

 

خلاصه دا چې کوم  حدیث چې د احادیثو په کوم کتاب کې په کوم ځای کې ھم مروي دی ھغه حدیث به تاسو ته په دې مدوّنه کې صرف د نمبر په  حوالې سرہ خپل ټول طرق او مختلف او مشترک متونو سرہ په یو ځای کې درته پیدا شي، تر اوسه پورې  (۱۷۲۹۲) احادیثو باندې کار شوی دی او د دې احادیثو (۱۷۴۵۳) شواهد ھم جمع کړای شوي دي، چې د  مختلف طرق مجموعې تعداد یې (۳۳۸۸۳۷) دی . الله اکبر !!

 

او دا کار مسلسل جاري دی ، احادیث او په  طرقو د احادیثو کې مزید اضافه توب روان دی ، فی الحال د دې سترې شهکارې او ګټورې مجموعې اول جلد چې په کتاب الایمان باندې مشتمل دی او  (۴۴۳) ’’حدیث مختار‘‘ پنځه سوه اوه (۵۰۷) شواهد او (۹۲۸۶) طرق جمع کړئ شوي دي او د چاپ لپارہ تیار دي او دا  جلد د بیروت اشاعت ادارې دار القلم انتهائی اعلی معیار سرہ شائع کړی دی ، باقي جلدونه ھم  ممکن په تیز رفتارۍ سرہ ډیر ژر شائع کیدونکي دي.

 

د دې عظیم کار چې کوم تفصیلات مخې ته راغلل او چې په کومې طریقې سرہ دا کار روان دی ، په ظاهر ھغه ډیر محنت طلب معلومیږي، د سلګونو کتابونو په لکونو صفحات مطالعه کول بیا ھغه حدیث تلاش کول بیا د ھغې شواھد را جمع کول بیا د ھغې حدیث مختلف طرق لټول او پیداکول، بیا د متنونو اختلاف کتل وغیرہ وغیره .... نو دا څه معمولي کار ندی .

 

الله تعالی دې علماء دیوبند (کثرالله سوادھم) ته اجر عظیم لا ینفد ور نصیب کړي چې د نبوي حدیثو دومرہ لوی خدمت بفضل الله ترسرہ کوي چې د ھغې مثال نه په تاریخ کې شته او نه به پیدا شي .

 

جزاھم الله عنا وعن سائر المسلمین احسن الجزاء .

 

یادونه!
لومړی جلد یې اوس  عام منظر ته راغلی دی او د دارالعلوم کراچي په مرکزي کتابتون کې ترلاسه کیږي.

قیمت یې : ٣٠٠٠ کلدارې دی.

سریزه یې دلته لوستلای سی: المدونة الجامعة

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته