تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ازادي - لنډه قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2018
  0

لیکوال: حشمت الله مجددي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


څررر سو، ځوان له اس پر ځمکه ولوېد. ګولۍ يې د ولیو په منځ کي وخوړل،  شاته يې وکتل تر شا لوی لښکر  راروان و، خوله يې پر ځمکي په سپېرو خاورو ولګېده. څک څک وینه يې تر خولې تويدل. ځوان شاته وکتل، د سترګو په رپ کي يې نیزه هم په سینه کي وموښتل، پښتني غیرت يې سترګو ته ودرېده، په بېړه ولاړ سو، کیڼه پښه د آس پر رکاب واړول او په خپل تیرکمان يې د دښمن د سر سړی وویشتۍ او آس ته يې پښه ورکړه.


انګریزان د وطن  تر سرحد راتیر سوي وه، د لاري زیاتي پوستې يې د ځانه سره وړي وې، ځینو پوستو ته يې اور ورته کړی و او د ځینو پوستو سړي يې په آسانو پوري تړلي کشول. دا واري بیا انګریز سور مخو ته درد ورغلی وو، د تېر واري د سختي ماتي غچ يې اخیست، ګرسره يې رحم نه پېژند، د زانګو کوچنی يې هم واژه. 


میرویس آس نور هم چابک کئ، د څنګ ملګري ته يې وویل:


غازي!
ته دي خپل ملګري شمال طرف ته رهي که او زه به جنوب لوري ته حرکت وکړم.


میرویس د ښې خوا څخه تړلې توره د پوښ څخه راوکښل، د خپلو نورو ملګرو سره په انګریزي لښکرو د الله اکبر په نارو وهلو ورګډ سو.


توره يې واري ته برابره کړه، د یوه چاغ، سور، ببر برېتي او پنډ څټي انګرېز سر يې د تن پرې کئ، د څنګ پر ملګري يې ور ږغ کړه:


 ژره کوه!


نیزې دي په چابکي چلوه، وخت نه لرو، موږ باید په دې جګړه کي هم خپله ماته ونه منو، شهیدان مو ګړی په ګړی ډيریږي، پښتنې غیرتي مېرمني هم ځای ځای جنګیږي.


  احمده!


وګوره، پښتنه پېغله د یوه ټپي درملنه کوي، او بله غیرتي پېغله په خوله کي څک څک اوبه ور اچوي، خو ناڅاپي یو انګریز د شا له خوا د ملا په  راسته بغل کي د نیزې واری پرې وکئ. میرویس درې ځایه لګېدلی وو، د دې سربیره يې توره شرنګېدل. د سور انګریز لښکر کرار کرار زیاتېده، د دوی سره د تورو تر څنګ پخوانۍ اسلحې، نیزې، چړې، توپونه او نور جنګي وسایل وجود درلود. 


میرویس له خولې ناړي تویدلې، د بدن ګرده وینه يې توی کړې وه، مخ یې لمر ته ژړه لمبه کول، دواړه لاسونه يې چلېدل. د توري شرنګ يې نور زور اخیست، درد ورغلی و، د پورته او لاندي زامو غاښونه يې چیچل، پر لښکرو يې ور ږغ کړه:


نار تکبیر، الله اکبر په ویلو يې پر انګریزانو وروځغستل، د دې خوا د زلمو سره پښتنې پېغلي هم ملګري وې. انګریز وبېرېدل، د پښتنو دا جوش يې د مخه نه وو لیدلی، سوکه سوکه (کرار کرار) شاته روان سوه، میرویس په ټپي وجود ځان د سور انګریز په منځ کي ور واچوئ، همدا یوه ناره یې تر خولې راوتل؛ نار تکبیر، الله اکبر الله اکبر.


د غازي لښکري د ښې خوا پر راغل او د میرویس غازي دا د کیڼ لوري، انګریز شرمېدونکي ماته وخوړه، میرویس د آزادۍ (خپلواکۍ) بیرغ د غونډۍ پر یوې څنډي ودروئ، د بیرغ سره سم دی هم راولوېد او مرګ ته يې لبیک ووایه.


پای 


په مینه او ادب 

 

سرته