تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نېغه او پاکه لار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2018
  0

لیکوال: نور الله احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

دا ځینې خلک چې هر آیت په لاس ورشي نو د خپلې خوښې مطابق به یې معنا او تفسیر کوي، د آیت اصل مفهوم به نه بیانوي:

 

شرعي تقلید


(۱): مثلاً دغه آیت: الله تعالٰی فرمایي:
 يٰٓا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْٓا أَطِيْعُوا اللّٰهَ وَ أَطِيْعُوا الرَّسُوْلَ وَ أُولِی الْأَمْرِ مِنْكُمْ. (سورة النساء، آیت: ۵۹). 
ژباړه: ای د ایمان خاوندانو د الله اطاعت کوئ او د رسول ﷺ اطاعت کوئ او په تاسو کې د (اولوالامر) اطاعت کوئ. 

 

دلته د الله جل جلاله اطاعت او د رسول الله اطاعت سره سره د اولوالامر اطاعت هم لازمي ګرځول شوی خو دا خلک به دا دوه مخکني فرده یادوي او آخري به نه یادوي ځکه هلته د اولوالامر څخه مراد کوم خلک دي دا به لاندې واضح کړو.

 

تشریح: د (اُوْلِی الْاَمْرِ مِنْکُمْ) په تفسیر کې امام ابوبکر جصاص فرمایي: امامان او حاکمان دواړه ترې مراد دي په دیني معاملو کې به د علماؤ او فقهاؤ اطاعت کوئ او په سیاسي معاملاتو کې به د شرعي حاکم اطاعت کوي. (احکام القرآن للجصاص: ٢ / ٢٥٦ باب في طاعة اولي الامر) 

 

ـ علامه ابن قیم فرمایي: فطاعة الامرآء تبع لطاعة العلماء. د حاکمانو اطاعت هم بالاخره د علماؤ اطاعت دی ځکه هغوی به هم په شرعي مسایلو کې د علماؤ اطاعت کوي. (اعلام الموقعين لابن القيم: ١ / ۷)

 

مسلمانانوته دا ویل شوي دي چې د الله او د هغه د رسول ﷺ اطاعت وکړئ او د علماؤ او فقهاؤ اطاعت وکړئ کوم چې د الله او د هغه د رسول ﷺ د کلام شرحه کوونکي دي او د دغه اطاعت اصطلاحي نوم تقلید دی.

 

د اسلامي پاچا او د ده د وزيرانو، حاکمانو، قاضيانو، لښکري مشرانو او د نورو واکمنانو حکم منل ضرور دی، ترڅو چې دوى د الله تعالٰى جل جلاله او د رسول الله ﷺ له احکامو څخه مخالف کوم حکم و نه کړي، که د الله تعالٰى جل جلاله او د رسول الله ﷺ  د صریحو احکامو په خلاف کوم حکم ورکړي نو د دغه حکم منل له سره نه دي په کار! مفسر امام رازي وایي چې د (اولي الامر) د لفظ څخه علماء مرادول اولٰی او غوره کار دی. (تفسير کبير: ٣ / ٣٣٤)

 

(۲): یو اطاعت دی او بل له چا پوښتنه کول په دې کي فرق دی، اوس موږ اطاعت څنګه وکړو او قرآن په دې اړه څه ویلي، دا خبره په دغه آیت کې واضحه شوې: د قرآن کریم آیت دی: (فَسْئَلُوْٓا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ). (سورة النّحل، آیت: ٤٣) 


يعنې تاسو د علماوو څخه پوښتنه وکړئ که تاسو نه پوهيږئ.

 

 دا سوال یو چا ته پيدا کيږي چې الله ﷻ ولې داسې و نه ويل چې تاسو د قرآن او حديث څخه پوښتنه وکړئ که تاسو نه پوهېږئ؟ چې د علماوو څخه په پوښتنه يې خلکو ته امر کړی دی؟

 

علامه قرطبي رحمه الله فرمایي: لم یختلف العلماء ان العامه علیها تقلید علماء ها وانهم المراد بقوله ﷻ: فاسئلوا اهل الذکر: واجمعوا علی ان الاعمی لا بد له من تقلید غیره مما یثق بتمیزه بالقبلة اذا اشکلت علیه فکذالک من لا علم له ولابصر له بمعنی ما یدین به لا بد من تقلید عالمه (تفسیر جامع احکام القرآن للعلامه قرطبي سورة الانبیاء: ۷ / ۲۴۱ رشیدیه).

 

ژباړه: د علماؤ پر دې خبره اتفاق دی چې پر غیر مجتهد تقلید واجب دی ″فاسئلوا اهل الذکر″ نه مراد علماء کرام دي پر دې اجماع ده چې کله پر نه لیدونکي قبله مشتبه شي نو په دې صورت کې پر هغه د لیدونکي تقلید (یعنې خبره منل) لازم دي همدا شان پر هغه کسانو چې د علم خاوندان نه وي او نه هم د هغوی لپاره پوهه او بصیرت وي د یوه مجتهد عالم تقلید لازم دی.

 

 حجة الاسلام امام غزالي (المتوفي: ۵۰۵ هـ) لیکي: وإنما حق العوام أن يؤمنوا ويسلموا ويشتغلوا بعبادتهم ومعايشهم ويتركوا العلم للعلماء. (احیاء علوم الدین)
 ژباړه: د عوامو پر ذمه د دین خبره دا ده چې ایمان قبول کړي، اسلام قبول کړي، په عباداتو مشغول اوسي او خپل په کاروبار اخته اوسي د علم او تحقیق مسائل علماوو ته پرېږدي.

 

که عوام د مسائلو په تحقیق پسې ځي او خپله فیصله کوي نو د هغو په اړه امام غزالي فرمايي: وقع في الكفر من حيث لا يدري كمن يركب لجة البحر وهو لا يعرف السباحة. (احیاء علوم الدین)


 ژباړه: هغوی به پوهیږي نه خو د کفر د خطرې سره به مخ وي، دا کار دا ډول دی لکه د یو شخص چې لامبو نه وي زده او د سیند په تل کې ځان واچوي. 

 

اجماع

(۳): درېیمه خبره دا ده چې کله موږ وایو اطاعت د الله جل جلاله بیا اطاعت د رسول کریم صلی الله علیه وسلم او د اولوالامر خبره ومنئ او له اهل الذکر پوښتنه وکړئ څنګه چې پورتني آیت کې څرګند شول اوس دلته خبره مخې ته راځي چې دا به څنګه او په کومه طریقه کوو، قرآن کریم په دې اړه داسې فرمایي: آمنوا کما آمن الناس... ایمان راوړئ لکه څنګه چې دغو خلکو ایمان راوړی یعنې صحابه کرام چې دلته موږ اهلسنت والجماعت په اجماع د امت قایل یو. 

 

اجماع د قرآن او سنت وروسته د شرعي احکامو د استنباط مصدر بلل کيږي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مبارک حدیث دی: «إِنَّ اللّٰهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللّٰهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ» (ترمذي رقم الحدیث: ۲۱۶۷)  باسناد صحيح. 

 

يقيناً چې الله تعالٰی زما امت یا د محمد صلی الله عليه وسلم امت په بېلارۍ سره جمع کولی نشي او د الله مرسته او مدد له جماعت سره ده.

 

 په حديث شريف کې دې مطلب ته اشاره شوې ده چې هر کله د امت علماء پر يوه مسئله توافق وکړي، هغه مسئله هدايت ده او هدايت د الله او د هغه د رسول ﷺ د قبول وړ دی، ځکه اجماع هغه څه ده چې الله ﷻ او د هغه رسول ور سره موافق دي.

 

رسول الله ﷺ د حجت الوداع په خطبه کې د ټولو صحابه کرامو په مخکې وفرمایل: ثلاث لا يغل عليهن قلب امرئ مسلم إخلاص العمل لله والنصح لأئمة المسلمين ولزوم جماعتهم فإن دعوتهم تحیط من ورائهم. أخرجه أحمد (۴/۸۰، رقم: ۱۶۷۸۴)، والدارمي (۱/۸۶، رقم: ۲۲۸)، وأبو يعلى (۱۳/۴۰۸، رقم: ۷۴۱۳)، والطبراني (۲/۱۲۶، رقم: ۱۵۴۱)، والحاكم (۱/۱۶۲، رقم: ۲۹۴) وقال: صحيح على شرط الشيخين. 

ژباړه: د دریو خویونو په شته والي کې د هېڅ یوه مسلمان زړه به خیانت ونکړي:
اول:ـ چې په اعمالو کې یې د الله تعالٰی لپاره اخلاص وي
دوهم:ـ چې په زړه کې یې د مسلمانانو خیر غوښتنه وي.
درېیم:ـ چې د مسلمانانو د جماعت د اتباع لزوم وي ځکه چې د هغو دعاء د شا لخوا څخه هغوی را چاپېره کړي دي.

 

لکه څنګه چې تابعینو څخه مخکې د صحابه کرامو یو نسل ل تېر شوی ؤ په کومه مسئله چې صحابه کرامو اجماع کړې وه نو امام صاحب به له قرآن کریم او سنت وروسته هماغه قول غوره کاوه او په هغې اجماع به یې عمل کاوه. دارنګه که په کومه مسئله کې چي به امام صاحب پورتني دلائل پیدا نه کړل نو بیا به یې د مسئلې حل د صحابه کرامو په اقوالو کې معلوموه او امام صاحب په خپله فرمایل: کله چې ماته ښکاره شي چې په کومه خبره کې د صحابه ؤ اقوال مختلف دي نو زما چې کوم خوښ شي هغه ترې اخلم.

 

د صراط مستقیم واضحه قراني سپارښتنه 

 

(۴): قرآن کریم کې ډېرو ځایو کې د نېغې لارې سپارښتنې شوه مثلاً:
کله چې موږ وایو
اهدنا الصراط المستقیم دا سبق او درس د تقلید دی، مطلب یې داسې نه دی بیان کړی چې تاسو قرآن او سنت باندې روان شئ، د دې مطلب داسې دی چې د هغو خلکو خبره ومنئ چې قرآن یې سپارښتنه کړې ده هم هغوی به تاسو قرآن او سنت ته ورسوي او در زده به یې کړي، د هغوی لاره به د عافیت لاره وي، د سلامتي لاره به وي، نو دلته نېغه لاره کومه یوه ده؟

 

قرآن ځواب فرمایي: صراط الذین انعمت علیهم نو دغه د انعمت علیهم لاره د اشخاصو لاره ده لکه انبیاء، صدیقین، شهداء او صالحین او داسې نور.... دلته قرآن موږ ته د نیغې لارې سپارښتنه له شخصیاتو څخه کړې له نمونو سره یې کړې له سمو اشخاصو څخه یې کړې، اوس که هر څوک نېغ په نېغه کېني او مسایل له قرآن او حدیث څخه را ایستل پيل کړي نو په ملیونو ملیونو لارې او مذاهب به جوړ شي، هره ډله به د بلې خبره نه مني، هېڅ یو کس به د بل کس خبره نه مني، هر یوه ته به خپل استنباط، نظر، عقیده، پوهه، مسایل، او هر څه د قرآن او سنت مطابق ښکاري او د بل یوه به ردوي که څه هم د هغه بل کس نظر به له ده څخه غوره وي، حقیقت دا دی چې سمه لاره به څنګه مومې او دا هم حقیقت دی چې سمه لاره قرآن ده او سمه لاره حدیثِ رسول ده اوس به دا سم تعبیر او سم تعیین او سم استدراک له کومه ځایه اخیستل کېږي او څنګه به نیول کېږي؟

 

 قرآن د دغه سم تعبیر پخاطر فرمایلي: د الله تعالٰی انعام ترلاسه کوونکو پسې ګرځه او هغوی تعقیب کړه، د هغوی لمن ونیسه، د هغوی پر قدم چلیږه، صراط الذین انعمت علیهم دا لومړنی درس دی د الله تعالٰی لخوا او دا لومړی درس د قرآن دی او دا لومړی درس هم په سورت فاتحه کې شامل دی.

 

ائمه کرام رحمة الله علیهم

(۵): مخکني خلک خو بلکل د خیر القرون او زموږ لپاره نمونې وې، په دې اړه موږ ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم داسې سپارښتنې کړي دي: نبي کریم ﷺ فرمایلي: 


فَقَدْ صَحَّ عَنْ رَسُولِ اللّٰهِ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: ″خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ″ (رواه الشیخین).
 فرمایي چې غوره او ښه خلک زما د وخت دي بیا هغه خلک چې ور پسې دي لکه تابعین او تبع تابعین. 

 

قرآن کریم داسې یادونه کوي: (وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ). صحابه وو نه وروسته به هم پاک او حق  پالونکي خلک راشي چې دغه وخت کې نه وو دا اشاره د امام صاحب او نورو امامانو په اړه یو زیری ده او زموږ د مذهب په غوره والي او حقوالي باندې دلالت کوي. 

 

زموږ ائمه کرام په خیرالقرون کې راغلي دي، د آیت مصداق هم دي چې صالحین په کې ذکر شوي هلته هم دا خلک په کې شامل دي، دارنګه اولوالامر کې هم مجتهدین او فقهاء شامل دي، دغسې اجماع د صحابه کرامو او د خیرالقرون او سلفو په لار تګ کول موږ ته بیان شوې، اوس به موږ هغه لار نیسو کومه چې درنو مجتهدینو او فقهاء کرامو او د امت جیدو علماؤ نیولې وه له ځانه نوې لارې جوړول نوي مذاهب راایستل او په نویو لارو خلک روانول د امت درد نه دوا کوي بلکې دا امت سره ټوټه ټوټه کوي ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په څرګندو ټکو ویلي: امام ترمذي په دې هکله داسې لیکي: «يَدُ اللّٰهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ وَمَنْ شَذَّ شَذَّ إِلَى النَّارِ» قَالَ أَبُو عِيسَى وَتَفْسِيرُ الْجَمَاعَةِ عِنْدَ أَهْلِ الْعِلْمِ هُمْ أَهْلُ الْفِقْهِ وَالْعِلْمِ وَالْحَدِيث. سنن ترمذي / ۲۰۹۳.

امام ترمذي د دغه حدیث په اړه وضاحت ورکوي: دی اهل علم او جماعت په (فقهاء، علماء او محدثینو) تفسیروي.

 

د حضرت ابوذر غفاري رضي الله عنه مرفوع حدیث: قَالَ رَسُوْلُ اللّٰهِ ﷺ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْاِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ. (ابوداؤد: ۲ / ۳۰۷، مسند احمد، مشکوٰة: صـ/۳۰ - ۳۱). چا چې یوه لوېشت د مسلمانانو له جماعت څخه لرېوالی غوره کړ (یعنې څو مسایلو کې د لږ وخت لپاره هم لرېوالی غوره کړ) نو بېشکه دغه کس له خپلې غاړې د اسلام رسۍ لرې کړه.

 

دغه مضمون ته ورته بل حدیث دی: «مَنْ خَرجَ الْجَمَاعَةَ قِيدَ شِبْرٍ فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ عَنْ عُنُقِهِ»- مسند عبدالرزاق: ۱۱ / ۳۳۹. حاکم: ۱ / ۲۰۴- سنن ترمذي رقم: ۲۷۹۰- مسند احمد / ۱۷۱۳۲.

 

فائده: د دې احادیثو مطلب دا ده چې په عقائدو او نظریاتو کې، په اعمالو او اخلاقو کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د جماعت سره کېدل پکار دي ـ او د هغوی تابعداري کول پکار دي او د دوی نه پس د جمهورو علماوو سره پاتې کېدل پکار دي چې د سنت او د صجابه وو د جماعت تابعدار دي ـ د جمهورو، سلف صالحینو (ائمه کرامو او درنو مجتهدینو) څخه ځانته بېله ډله جوړونه او فرقه بندي نه بچ کېدل پکار دي.

 

وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

تقلید

امام ابوحنیفه رحمه الله

سرته