تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قمري میاشتي د لیدلو شرعي طریقه
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 27, 2018
  0

لیکنه: مولوي عبدالهادي اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سوال:
د روژې د میاشتي لیدلو ثبوت او شرعي طریقه څنګه ده؟ ایا د فلکیاتو حساب ته اعتبار سته؟

 

د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم  دا دی چي کوم وخت تاسي میاشت ولیدل روژه ئې کړئ:
 (
فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ.) ( سورة البقره-۱۸۵).


عن ابی هریرة رضی لله تعالی عنه قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم:
صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُمِّيَ عَلَيْكُمْ الشَّهْرُ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ. (الصحیح للامام مسلم: ج۱، ص۳۴۷، و صحیح البخاري : ج۱، ص۲۵۶، باب قَوْلِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم إِذَا رَأَيْتُمُ الْهِلاَلَ فَصُومُوا ، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا. و جامع الترمذی، باب ما جاء أن الصوم لرؤية الهلال والإفطار له.)

 

التفسیر تبصیر الرحمن: ( من شهد ) ای علم ( منکم الشهر) باستکمال شعبان او برویة عدل الهلال)

 

او د څلورو مذاهبو فقهاء ټول اعتبار د میاشتي و لیدلو ته ورکوي نه د اهل حساب و قول ته:


قال العلامة الحصکفی: ولا عبرة بقول المؤقتین ولو عدولا علی المذهب.


قال العلامة ابن عابدین: وَنَقَلَ عَنْ ابْنِ مُقَاتِلٍ أَنَّهُ كَانَ يَسْأَلُهُمْ وَيَعْتَمِدُ عَلَى قَوْلِهِمْ إذَا اتَّفَقَ عَلَيْهِ جَمَاعَةٌ مِنْهُمْ ، ثُمَّ نَقَلَ عَنْ شَرْحِ السَّرَخْسِيِّ أَنَّهُ يُعِيدُ وَعَنْ شَمْسِ الْأَئِمَّةِ الْحَلْوَانِيِّ : أَنَّ الشَّرْطَ فِي وُجُوبِ الصَّوْمِ وَالْإِفْطَارِ الرُّؤْيَةُ ، وَلَا يُؤْخَذُ فِيهِ بِقَوْلِهِمْ ، ثُمَّ نُقِلَ عَنْ مَجْدِ الْأَئِمَّةِ التَّرْجُمَانِيِّ أَنَّهُ اتَّفَقَ أَصْحَابُ أَبِي حَنِيفَةَ إلَّا النَّادِرُ وَالشَّافِعِيُّ أَنَّهُ لَا اعْتِمَادَ عَلَى قَوْلِهِمْ .( ردالمحتار: ج۲، ص۱۰۰).


قال عالم بن العلاء یجب صوم رمضان برؤیة الهلال او باستکمال شعبان ثلاثین و لا یجوز تقلید المنجم فی حسابه لا فی الصوم ولا فی الافطار. ( الفتاوی التاتارخانیة: ج۳، ص۳۶۷).

 

 

شیخ الاسلام مولانا محمد تقي عثماني لیکي:  د حساب پر بنا قمري میاشت معلومول شرعاً صحیح نه دي. ( فتاوی عثماني: ج۲، ص۱۶۵).و مثله فی (فتاوی حقانیه: ج۴، ص۱۲۷)

 

لنډه دا چي په کوم شي کي نص راسي په هغه کي بیا د عقل یا فلکیاتو څخه کار اخیستل د شریعت مقابله کول دي،  دا خبره چي میاشت غټه ده نو ځکه مو یوه روژه خوړلې ده دا خبره غلطه ده.

 

مولانا موسی خان بازي په فلکیات جدیده کي ویلي دي چي تیره میاشت چي ۳۰ ورځي وي بیا میاشت دوې شپې پټه وي، دریمه شپه غټه را خیژي او که  تیره میاشت (۲۹) وي بیا راتلونکې میاشت نرۍ را پورته کیږي.

 

او بل د خلګو په سترګو کي د سپوږمۍ غټوالی د قیامت د علامو څخه یوه علامه ده چي خلګو ته به د یوې شپې سپوږمۍ د دوو شپو معلومیږي:

 

وعن أنس بن مالك يرفعه إلى النبي صلى الله عليه وسلم قال: "إن من اقتراب الساعة أن يرى الهلال لليلة فيقال: لليلتين. (مجمع الزوائد: ج۷، ص۴۴۴، کتاب الفتن).

 

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:مِنِ اقْتِرَابِ السَّاعَةِ انْتِفَاخُ الأَهِلَّةِ. (رواه الطبرانی)

 

سرته