تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اتمه روژه- روژه او د خپلوۍ پالنه
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 24, 2018
  0

ژباړه: سعيد الرحمن

 

(( پيوست به ساتم  هغه څه چې الله يې راته د پيوست ساتلو امر کړی دی))

 

  • د نن ورځې ګټې

۱. د خپلوۍ پالني اثر له مرګ ورسته هم نه ختميږي: اثر په عمر پسې وي، تر څو چې انسان ژوندی وي، اثر يې د هغې په عمر پسې وي، کله چې عمر ختم شي؛ نو اثر يې هم ختم شي، له دې امله  يې ويلي دي:  څوک چې غواړي چې عمر کې يې پراخي راشي نو خپلوي دي پالي، په دې کې د خپلوی د پاللو غوره والی  او وجوب ته اشاره ده .

 

۲. د رزق پراخي:

 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( که څوک خوښوي چې رزق يې پراخه شي ، او په عمر کې انساء راشي نو خپلوي دي پالي .)) .

 

۳. جنت ته ننوتل:

 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( جنت ته به پريکوونکی انسان نه ننوځي)).سفيان رحمه الله په خپل روايت کې داسې ويلي دي: خپلوي پريکوونکی .

 

۴. دوه برابره ثواب:

 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( په غريب باندې صدقه کول؛ صدقه او خيرات دی؛ خو په خپلوان باندې  بيا دوه برابره ده يوه صدقه ده او بل خپلوي پالنه ده)).

 

۵. په چټکۍ يې ثواب ورکول کيږي:

 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( په خير کارونو کې په چټګۍ سره بدله ورکيدونکی څيز هغه نيکي کول او خپلوي پالنه ده، او په بدو کارونو کې په چټکۍ سره بدله ورکيدونکی څيز هغه ظلم کول او خپلوي پريکول دي)).

 

  • قرآني وړانګې

له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی، وايې: کله چې دا ايت ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ)) [ الشعراء: ۲۱۴] نازل شو، پيغمبر صلی الله علیه وسلم قريش راوبلل، عام او خاص ټول راټول شول، بيا يې ورته وويل:

 

 اې د عبد شمس کورنۍ، اې د کعب بن لؤی کورنۍ! خپل ځانونه د جهنم د اور نه وژغورئ.

 اې د مره بن کعب کورنۍ! خپل ځانونه د جهنم له اور نه وژغورئ.

 اې د عبدمناف کورنۍ! خپل ځانونه د جهنم له اور نه وژغورئ.

 اې د هاشم کورنۍ خپل ځانونه د جهنم له اور نه وژغورئ.

 اې د عبدالمطلب کورنۍ خپل ځانونه د جهنم له اور نه وژغورئ.

 اې فاطمې! خپل ځان دې له جهنم له اور نه وژغوره.

 زه د الله په وړاندې ستاسو په حق کې د هيڅ واک خاوند نه يم، بې له دې چې خپلوي ده زه به يې په اوبو سره لنده وم [پالم به يې])) [ مسلم]،

 

د حديث دا معنی چې زه به تاسو سره خپلوي پالم، او د خپلوی پريکول يې د ګرمۍ سره مشابه کړ چې په اوبو سره وژلی شي، او په خپلوي پاللو سره يخيدی شي.

 

فايده

ولې الله پاک پيل د نبي علیه السلام د خپلوانو نه وکړو؟  که ته چېرته په لاره جومات نږدي د جومات په لور روان يې ... آيا ته کولی شي  يو تن  لاروي ته  چې ته يې نه پيژنې ووايې راځه ما سره جومات ته لاړ شه؟ تا نه پيژنې، له تا نه به يې په زړه کې ويره پيدا شي، خو ته کولی شي چې خپل ورور، وراره، خپلوان، سخرګنۍ، کاکا زوی، د عمه او خاله زوی او د ماما زوی ته ووايې : ما سره لاړ شئ، خپلوي کې اعتماد وي، له دې امله پکار دا ده چې د دعوت او د خير په رسولو کې د دغه رنګه د اعتماد د شتون نه ګټه واخلو.

 

  • پيغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ لارښود دی

۱. ابو ذر رضي الله عنه فرمايلي دي: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( تاسو به داسې يوه ځمکه فتحه کړئ، چې قیراط هلته ذکر کیږي (مصر)، د هغې د خلکو سره به ښه چلند کوئ ځکه د هغوی پر تاسو د خپلوۍ حق دی)). مسلم

 

علماء وايې: خپلوي دا ده چې هاجر د اسماعيل عليه السلام مور د دوی نه ده، او سخرګني په دې چې ماريه قبطيه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زوی ابراهيم مور وه هم د دوی نه وه.

 

 ۲. له ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی: يو تن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی ورته يې وويل: اې د الله پيغمبره! ما يوه لويه ګناه کړې ده، زما توبه به قبوله شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ايا مور دې ژوندی ده؟ د ابن قتاده په روايت کې دي: مور نه لرې؟ هغه ورته وويل: نه. بيا يې ورته وويل : د مور خور [خاله] نه لرې؟ هغه ورته وويل: هغه شته. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د هغې سره نيکي کوه .

 

۳. معاويه بن جاهمه سلمي وايې: رسول الله صلی  الله عليه وسلم خوا ته راغلم، ورته مې وويل: اې د الله پيغمبره! زه غواړم چې تاسره جهاد ته لاړ شم، جنت او د الله خوښي ترلاسه کړم. هغه مبارک راته وويل: تباه شې آيا مور دې ژوندی نه ده؟ ما ورته وويل: ولې نه، ژوندی ده. راته يې وويل: (( لاړشه، د هغې سره نيکي کوه))، بيا ورته د بل لورې نه ورته راغلم ورته مې وويل: اې د الله پيغمبره! زه غواړم چې تاسره جهاد ته لاړ شم، جنت او د الله خوښي ترلاسه کړم. هغه مبارک راته وويل: تباه شې آيا مور دې ژوندی نه ده؟ ما ورته وويل: ولې نه، ژوندی ده. راته يې وويل: (( لاړشه، د هغې سره نيکي کوه))، بيا ورته د مخې له لورې نه راغلم ورته مې وويل: اې د الله پيغمبره! زه غواړم چې تاسره جهاد ته لاړ شم، جنت او د الله خوښي ترلاسه کړم. هغه مبارک راته وويل: تباه شې آيا مور دې ژوندی نه ده؟ ما ورته وويل: ولې نه، ژوندی ده. راته يې وويل: (( د مور خدمت دې کوه جنت به بيامومې)). 

 

۴. له عمر رضي الله عنه نه روايت دی، يو سړي ورته وويل: ما يو نفس وژلې دی؟ هغه ورته وويل: ايا مور دې ژوندی ده؟ هغه ورته وويل: نه ، ژوندی نه ده. بيا يې ورته وويل: پلار دې ژوندی دی؟ هغه ورته وويل: هو، پلار مې ژوندی دی. عمر رضي الله عنه ورته وويل: نيکي او ښيګنړه ورسره کوه، بيا عمر رضي الله عنه وفرمايل: که چېرته يې مور ژوندی وی، نيکي او ښيګنړه يې ورسره کولی اميد لرم چې هيڅ به ورته اور رسيدلی نه وی.

 

جَاءَ رَجُلٌ إِلَى عُمَرَ ، فَقَالَ : إِنِّي قَتَلْتُ ، فَهَلْ لِي مِنْ تَوْبَةٍ ؟ قَالَ : نَعَمْ ، فَلاَ تَيْأَسْ ، وَقَرَأَ عَلَيْهِ مِنْ حم الْمُؤْمِنِ : {غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ}. (مصنف ابن ابی شیبة)

 

وعن أبي نوفل، قال: جاء رجل إلى عمر رضي الله عنه، فقال: أني قتلت نفساً، فقال: (ويحك، خطأ أم عمد؟) قال: خطأ. قال: هل من والديك أحد؟). قال: نعم، قال: (أمك). قال: أنه أبي. قال: (انطلق فبره وأحسن إليه). فلما انطلق، قال عمر:

(والذي نفسي بيده لو كانت أمه حية فبرها وأحسن إليها، رجوت ألا تطعمه النار أبداً). (البر والصلة لابن جوزي)

 

  • زرينې ويناوې

 

  • امام نووي رحمه الله ويلي دي: خپلوي پالنه، د خپلوانو سره د خپل توان برابر ښيګنړه کول دي، دا ښيګنړه کله په مال سره وي، کله په خدمت کولو سره وي، کله په ملاقات کولو سره او کله په سلام اچولو سره وي او داسې نور.

 

  • انس رضي الله عنه وايې: يو سړی خپلوي پالي او د ده عمر نه په دنيا کې درې ورځي پاتي وي؛ نو الله به يې تر ديرش کلونو پورې وروسته کړي...او چې کله خپلوي پريکوي او دده له عمر نه په دنيا کې ديرش کاله پاتي وي الله به يې درې ورځو ته راکم کړي.

 

  • په زړه پورې کيسې

له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې يو ناست و، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه يې خبرې کولې؛ نو ويې فرمايل: (( خپلوي پريکوونکي په اړه زه سختي کوم، که هر څوک وي زموږ له خوا نه دې پاڅيږي)). د مجلس د اخر نه يو ځوان پاڅيده، خپلې ترور[عمه] چې له هغه سره يې دوه کاله د مخه جګړه کړې وه؛ لاړ، روغه يې ورسره وکړه، ترور يې ورته وويل: اې وراره څنګه دلته راغلې؟ هغه ورته وويل: د ابو هريره رضي الله عنه سره په مجلس کې ناست وم، هر هغه چا چې خپلوي پريکړې وي هغه دې زموږ له خوانه پاڅي. ترور يې ورته وويل: ابو هريره رضي الله عنه خوا ته لاړ شه، پوښتنه ترې وکړه، ولې دې داسې وويل: دا ځوان ورغي او ټول جريان يې ورته بيان کړ، بيا يې ورته وويل: چې ولي خپلوي پريکوونکی به موږ سره نه کښيني؟ ابو هريره رضي الله عنه ورته وويل: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي: د الله له لورې رحمت په هغه خلکو باندې نه راښکته کيږي چې په هغوی کې خپلوي پريکوونکی انسان وي)).

 

خپلوي پالنه په روژه کې

د روژې په مياشت کې اجرونه په دوه برابره وي، خپلوي پالل د لويو عبادتونو نه ده، روژه د خپلوانو تر منځ د دغه عبادت د کلکوالي زمينه ده، په دې سره زړونه پاکيږي، الله ته نږدي کيږي، د روژې په مياشت کې د خپلوی د پالنې ګڼې لارې چارې دي، د روژې د مياشتې په راتلو مبارکي ورکول، د روژه ماتي پر مهال دعاګاني، اختر کې د يو بل ملاقات کول، هر هغه څوک چې په دې عبادت کې مقصر دی دا قيمتي موقعه له لاسه ورنه کړي.

 

  • دعاګانې

اللهم اعني علی ذکرک وشکرک وحسن عبادتک...

اللهم اجعلنا ممن يستمعون القول ويتبعون احسنه يارب العالمين.

اللهم اجعلنا ممن يصلون ارحامهم واعنا علی بر اقاربنا.

اللهم انا نعوذبک من قطيعة الرحم.

اللهم اعنا علی وصل ما امرتنا ان نصله، وان نقطع ما امرت بهجره.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته