تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي هيوادونو کي سیکولرزم څنګه خپور سو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2018
  0
ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اصلا په اسلامي ښارونو کي د علمانيت خپراوی د مسلمانانو د انحراف له وجي وسو، دوی له خپله دينه د جهالت له وجي د نړۍ د پرمختګ په لېدو سره د هغوی لور ته مخه کړل، د هغوی هر قسم افکار ئې هضم کړل او په پټو سترګو د الهي منهج پر ځای د مادياتو په لټه کي سول. کولای سو، چي د همدې انحراف شکلونه په لاندي دول په ګوته کړو:
 
د اطاعت او اتباع د يووالي د نه موجوديت انحراف
د اطاعت او اتباع د يووالي د نه موجوديت انحراف، چي په سبب ئې پرمختګ ودرېدی او ژوند جامد شکل اختيار کړ، نتايج ئې دا راووتل، چي له قرآن او سنت پرځای د نظرياتو او افکارو منل او صادرېدل پيل سول.
 
په عباداتو کي انحراف
په عباداتو کي انحراف د لاندي اسبابو له مخي رامنځ ته سو.
 
• د مرکزي خلافت ضعف او انحراف.
• له اخروي ژوند څخه د خلکو انحراف او په دنيوي ژوند کي ډېر وړاندي تلل، چي دا د لاندي عواملو نتيجه وه:
 
- د ديني اشخاصو لخوا دنيوي ژوند ته په دښمن نظر کتل.
 
- د عبادت مفهوم يوازي د اذکارو، شعائرو او.... په دائره کي راحصارول او د عبادت هغه صحيح مفهوم چي دا د ټول ژوند نظام دی له منځ تلل.
 
• د قضاء او قدر په صحيح مفهوم کي انحراف: دا ددې سبب وګرځېد چي د توکل عظيم مفهوم له منځه ولاړ سي، پر مادياتو تکيه وسي، د جهاد جذبه مړه سي او په نتيجه کي د مستعمرينو د افکارو ښکار سي. 
 
د يهودو او نصاراوو سازشونه
د اسلامي امت سره د يهودو او نصاراوو دښمني نوې نه ده، بلکه د اسلامي تاريخ له پيل څخه دا دوه داسي دښمنان پاته سوي دي، چي په ژوره توګه ئې خپله دښمني پاللي ده. د اسلام په اساساتو او معتقداتو کي تغير د غربي مفاهيمو خپراوی، د ژوند د طرز او طريقي بدلون او د مسلمانانو تر منځ د نفاق تخمونه شيندل هغه څه دي، چي د اسلام د همدې دوو دښمنانو لخوا ئې په خپل ټول توان سره د پلي کېدو هڅه سوې ده. دوی د همدې او نورو دسيسو لپاره د وروستيو څو پېړيو راهيسي مختلف پلانونو او ګامونه واخيستل ، چي ځيني ئې په لاندي ډول دي:
 
أ- له دولتي نظام څخه د شريعت ليري کول، لکه په هند کي چي د انګلستان لخوا او په ترکيه کی د يهودو د دسيسو په نتيجه کي دا چاره پلي سول او د خلافت تر سقوط وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کي د شرعي او الهي نظامونو پر ځای سيکولر نظامونه حاکم سوه.
 
دا معلومه خبره ده، چي په پيل کي دوی د خپلو اهدافو لپاره د نظامي لاري کوښښ کاوه، خو د مسلمانانو د قوت تر ليدلو او پر له پسې ماتي خوړلو وروسته ئې فکري محاذ ته مخ واړوی، تر څو اسلامي نړۍ له خپل هغه اصلي برم او پرمختګه راوګرځوي، ددې فکر رامنځ ته کوونکی د فرانسي پاچا او د دوهمي صليبي جګړي مشر نهم لويس وو، چي په جنګ کي تر ماتي خوړلو او بندي کېدلو وروسته ئې صليبي نړۍ ته د فکري محاذ د پرانيستلو وړانديز وکړ. (۱)
 
۱: حوالي، سفر بن عبد الرحمن، العلمانية نشأتها وتطورها وآثارها في الحياة الإسلامية المعاصرة، دارالهجرة: ج۱ ص:۵۱۰
 
ماخذ: علمانیت

سرته