تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحیح لذاته حدیث پیژندنه
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 6, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د صحيح لذاته تعريف :  خبر الآحاد بنقل عدل تام الضبط متصل السند غير معلل ولا شاذ هو الصحيح لذاته. 
 ژباړه :  صحيح لذاته هغه خبر ته وايي چي راوي ئې عادل او د پوره ضبط څښتن وي سند ئې متصل وي او معلل او شاذ نه وي . 


د صحيح لذاته په تعريف کي پنځه قيدونه ذکر سوي دي :


۱: عدل 
۲: ضبط تام
۳: د سند اتصال 
۴: عدم علت
۵: عدم شذوذ 


د هر قيد فائده هلته څرګندېږي چي اول د هغه په معنى او په مطلب باندي پوه سو اوهغه دا چي د تعريف اول قيد د راوي و ديانت ته راجع کيږي چي  هغه عدالت دى . 

 
د راوي عدالت:
عدالت هغه ملکې او باطني قوت يا کيفيت ته وايي چي تقوى او مروت ته څوک هڅوي.


تقوى د بدو اعمالو لکه شرک ، فسق او بدعت څخه ځان ساتني)  ته وايي.


مروت بيا د هغو شيانو څخه ځان ساتني ته وايي چي د سالم عقل د خاوندانو په اند مذموم او ناوړه ښکاري ) لکه په لارو کوڅو کي بولي يا خوراک کول يا د ناکاره خلکو سره ناسته ولاړه کول .


 ( بدعت هر هغه عمل او عقيدې ته وايي چي د دين په حيث ئې څوک خپلوي يعني د ثواب په نيت يې څوک کوي) خو دا عمل او عقيده په خيرالقرون يعني د صحابه کرامو، تابعيينو او تبع تابيعينو په زمانه کي وجود نه لري په داسي حال کي چي په همدې دروو زمانو کي د دې عمل او عقيدې دواعي هم موجود وه او د عملي کولو په مخ کي ئې موانع او خنډونه هم واقع نه وه . 


 د صحيح لذاته په تعريف کي د عدالت د قيد فائده دا سوه چي د غير عادل يعني درواغجن ، فاسق او بدعتي روايت نه قبليږي ، ځکه په هر حديث باندي د دين يو حکم ثابتېږي او د دين د احکامو په ثابتولو کي د بې دينه کسانو پر خبر باور نه سي کېدلاى په دې هکله پوره تفصيل ان شاء الله د مردود خبر په بحث کي راځي .  


تام الضبط
د صحيح په تعريف کي دوهم قيد تام الضبط راغلى وو او دا قيد د راوي د حافظې او ياداشت سره اړه لري. 
ضبط ياداښت ته وايي ضبط دوه ډوله لري:


ضبط صدر: يعني په سينه کي يادول
ضبط کتاب: يعني په قلم باندي نوټول.


او د ضبط سره تام ليکل سوى وو. د تام معنى داده چي د راوي ضبط به پوره او د اعلى درجې وي يعني حافظه به ئې په دې ډول قوي وي چي هر څه اوري هغه ئې په ياديږي او چي څه وخت وغواړي هغه وريادولاى سي او ليکنه ئې په دې ډول صحيح وي چي د هر شي ياداښت چي اخلي هغه چي څرنګه اوري هغسي ئې ليکي ؛ کمی او زياتی نه پکښي کوي او نه هم املائې غلطي پکښي کوي او بيا خپل نوټ صحيح ساتي او د هغه څخه روايت کوي.


د صحيح لذاته په تعريف کي د تام الضبط د قيد فائده دا سوه چي د راوي حافظه او ياداښت که د لوړي کچي نه وو نو د هغه خبر ته صحيح لذاته نه وايي بلکي حسن لذاته بلل کيږي چي تفصيل يي وروسته راځي  او که راوي ضبط نه لري يعني څه چي اوري هغه ئې هيريدل، نه ئې په سينه کي ساتلاى سواى او نه ئې په قلم قيدولاى سواى نو د هغه راوي روايت رديږي . 


متصل السند
د صحيح لذاته په تعريف کي دريم قيد متصل السند راغلى دى چي دا و اسناد ته راجع کيږي . متصل السند هغه ته وايي چي په سند کي واقع هر راوي د خپل شيخ څخه روايت رانقل کړى وي. د دې قيد فائده دا سوه چي که په يو سند کي راوي خپل شيخ ذکر نه کړي يا د خپل شيخ  برسيره او علاوه ځيني نور راويان هم  ذکر نه کړي نو د هغه روايت نه قبلېږي ځکه چي ساقط سوي راويان نا معلوم دي چي څه ډول کسان دي . 


په سند کي د سقوط له کبله حديث پر معلق، مرسل، معضل او منقطع  باندي وېشل کيږي، چي تفصيل ئې په دريم باب د مردود په بحث کي راځي . 


معلل به نه وي
د صحيح لذاته په تعريف کي څلورم قيد دا وضع سوى وو چي معلل به نه وي معلل علتمن ته وايي، د اسم مفعول صيغه ده خو په اصطلاح کي معلل هر هغه حديث ته وايي چي په هغه کي يو پټ دا ډول علت موجود وي چي د حديث وصحت ته تاوان رسوي ليکن ظاهراً د علت څخه پاک ښکاري، هر چا ته يي علت نه معلوميږي ځکه چي دا عام طور په داسي سند کي راځي چي ظاهرا صحيح ښکاري يعني راويان يي ثقه او د ضبط څښتنان وي اوسند يې متصل وي .
 معلل حديث د فن ماهرين تيز ذهنه علماء کشف کولاى سي او دا د حديثو د فنونو څخه ډېر اهم فن شمېرل کيږي . 


شاذ به نه وي
د صحيح لذاته په تعريف کي پنځم قيد دا ذکر سوى و چي شاذ به نه وي. ( شاذ)  په لغت کي يوه او تنها ته وايي او په اصطلاح کي هغه حديث ته وايي چي ثقه راوي ئې د اوثق څخه مخالف رانقل کړي او مخالفت ئې هم  دا ډول وي چي د دواړو  ترمنځ توافق راوستل ناممکن وي مثلا يو د يو حکم نفي کوي او بل د هغه حکم اثبات کوي . 


د پنځم قيد فائده دا سوه چي ثقه راوي يعني د عدل او ضبط څښتن که څه هم په متصل سند غير معلل حديث رانقل کړي کله د مخالفت له کبله ئې روايت شاذ او رديږي. دا په هغه صورت کي چي حديث ئې د يو بل راوي چي د هغه عدل او ضبط ترده زيات او پياوړى وي د روايت څخه مخالفت ولري او مخالفت ئې د حل لار هم ونه لري او د هغه بل اوثق روايت هم متصل او غير معلل وي.


نور ان شاءالله بیا...

 

سرته