تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیوبند د علماؤ مسلک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 5, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

محمد یاسین ـ دارالعلوم دیوبند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دا خو یو څرګنده او روښانه حقیقت دی چي که څوک د انصاف او عدل په نظر د علماء د یوبند مسلک او مشرب د هغو عقائدو او نظریاتو ته وګوري نو هغه به په دې اعتراف مجبور شي چي د دیوبند د علماؤ مسلک نه یو نوی مسلک دی او نه د اهلسنت والجماعت یو نوی ښاخ دی. 


بلکي دا هغه لرغونی او قدیم جماعت دی چي د خلاصون او نجات زیری نبي کریم صلی الله علیه وسلم څوارلس نیم سوه کاله مخکي ورکړی او د خیرالقرون څخه د دارلعلوم دیوبند تر منځته راتلو پوري چي کومه سلسله په تسلسل سره را روانه وه، په اخر کي د هغه تر ټولو معتبر تفسیر او تشریح کوونکي او د حق ترجمان علماء دیوبند دي. 


علماء دیوبند د اهلسنت والجماعت د ټولو قوانینو ( د اوله څخه تر اخره پوري ) نه یوازي پابند دي بلکه د هغو څخه را پاتي ذوق یي هم را خپل کړی بیا د خپل سر اهلسنت نه دي بلکي د هغو استناد ( سندي سلسله ) د متقدمینو سره متصل ده ځکه چي د مسلک د نګاه نه هغه یو نوې فرقه نه ده بلکي د اهلسنت لرغونې مسلسله لړۍ ده چي په استمرار او متصل سند سره کابراً عن کابرٍ را روانه ده.


نو د دیوبند د علماؤ په معتدل مسلک کي ( چي د افراط او تفریط، غلوي او مبالغې څخه بالکل خالي دی) باندي د پوهني لپاره چي اول د هغه پر لقب او ماخذِ لقب باندي غور وشي نو به یې اساس او بنیاد هم څرګند شي او معیار به یې هم روښانه وګرځي هغه دا چي د اهلسنت والجماعت دا مسلکي لقب د دوو اجزاؤ څخه مرکب دی :


 ۱: السنة 
۲: الجماعة 


او ددې دواړو د مجموعې څخه د علماء دیوبند مسلک جوړیږي د یوه څخه: د السنة څخه اصول ، قانون او طریق ( تګلاره) ته اشاره ده او د الجماعة څخه ذوات، اشخاص او رفقاء طریق ته اشاره ده.


نو دا معلومه سوه چي په دې مسلک کي اصول او قوانین د اشخاصو نه بغیر ، او اشخاص د اصولو او قوانینو نه بغیر د اعتبار وړ نه دي ځکه چي قوانین موږ ته د اشخاصو په ذریعه را رسیدلي او اشخاص په همدې قوانینو سره پیژندل شوي نو له دې وجهي ماخوذ غوره کول او ماخذ پریښودل معتدل او جامع مسلک نشي جوړیدای لکه څنګه چي خدای پاک دې امت ته د قران ورکولو سره رسول هم راواستوی او هغه (رسول) موږ ته قران بیان کړی، په پوه یې کړو او علمي بیلګه یې راباندي ولیدل.


او د مسلک دا جامع حقیقت چي د کوم لقب څخه څرګند شوی دی د هغه اجزاء قیاسي نه دي بلکه منصوصي دي ځکه چي السنه څخه د نبي صلی الله علیه وسلم پاکه طریقه مراد ده چي پدې حدیث شریف کي ( ما انا علیه و اصحابي ) کي د ( ما ) څخه معلومیږي او ( الجماعة ) د ( اصحابي ) څخه اخیستل شوې او په بل روایت کي د (  انا واصحابي ) پر ځای ( هی الجماعة ) صراحتاً راغلې ده.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته