تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د حالاتو د سمون څلور اصول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 29, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحيم
د روانو پېښو په اړه د اسلام دریځ
د  خطیب نوم: د. حسین بن عبد العزیز 
د  خطبې تاریخ: ۸\۲\۱۴۳۷هـ/ ژباړه: جمشید حقیار

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه:
الحمد لله الذي جعلَ طاعتَه سببًا لنَيل الخيرات، وحلول البركات، وأشهد أن لا إله إلا الله ربُّ الأرض والسماوات، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه أفضلُ المخلوقات، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه، وعلى آله وأصحابِه إلى يوم الممات.


تر حمد او ثنا وروسته، اې مسلمانانو!
تاسي او خپل ځان ته له الله تعالی څخه د ویري توصیه کوم، د تقوا په ذریعه  نعمتونه خورېږي، او عذابونه پورته کېږي.
مسلمانانو وروڼو!


نن ورځ په ډېرو ځایونو کي د مسلمانانو حالت د غم او پرېشانۍ وړ دی، په ځانګړي ډول په داسي وخت کي چي ډېري ستري فتنې او لوی مصیبونه را ښکاره او د مسلمانانو د دین، ځانونو، ناموسونو، مالونو او کورونو د زیانمن کېدلو لامل سول، په داسي حالت کي موږ یوازي دا وایو: چي له یوه حالت څخه بل حالت ته اړونکی او پر نېکیو توان ورکونکی یوازي الله تعالی دی، له هغه څخه مرسته غواړو، ځان هغه ته سپارو، او له هغه څخه غواړو چي دا هر څه زموږ او ټولو مسلمانانو څخه لیري کړي.


په حقیقت کي د دې ټولو سختیو او مصیبتونو لوی او غټ لامل د ژوند په بېلابېلو برخو کي له الهي منهج او نبوي تګلاري څخه لیري والی دی.


آیا زموږ رب نه دي فرمايلي؟ آیا د هغه په خبره هر څوک نه پوهېږي؟، :
 (وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) [الشورى: ۳۰] 
ژباړه: او هغه څه چي تاسي ته رسیږي (ای مؤمنانو) له کوم مصیبته پس له (شامته) د هغو اعمالو دي چي ستاسو لاسونو کړي دي او (الله) له ډيرو (ګناهونو) عفوه کوي.


آیا الله تعالی موږ ته داسي نه دي فرمايلي؟!:
 (ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) [الروم: ۴۱]

 ژباړه: په وچه او لنده کي د خلګو د لاسونو په عملونو (ګناه او شرک) سره فساد ښکاره سو، ددې د پاره چي الله تعالی په دوی باندي د هغو عملونو (د سزا) خوند وڅکي چی دوی کړي دي، د دې لپاره چي دوی راوګرځي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته دغه معنی داسي را ښوولې ده:

( د دوی (مسلمانانو) مشران چي کله په هغه څه عمل پرېږدي، چي الله تعالی په خپل کتاب کي نازل کړي دي، نو هغه به سختۍ او عذابونه پر راولي).


هره بدي او ګناه د شته نعمتونو د له مینځه تللو او بندېدلو سبب ګرځي.


علي رضي الله عنه موږ ته  د نبوت له څراغه داسي خبر راکوي: هر مصیب چي راځي لامل او سبب یې ګناه ده، او بېرته به د توبې په وسیله پورته کېږي.


ابن القیم رحمه الله چي د دغه معنی لرونکي آیتونه څېړلي دي، وايي: دارنګه آیتونه په قرآنکریم کي تر زر ځایونو ډېر دي.
اې مسلمانانو! ځکه نو دا ټولي وینه توینوونکي او خطرناکه فتنې د قران او سنت د منهج او لاري د مخالفت په وجه پر موږ راغلي دي، ځکه چي موږ او تاسي د لومړنیو او وروستنیو د اله او رب د شریعت مخالفت کړی دی.


په مسند احمد کي ر اغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

(کله چي زما په امت کي ګناهونه را ښکاره سي، الله تعالی به له خپل لوري پر ټولو عذاب راولي).

 

د نجات څلور اصول
کله چي په دې حقیقت پوه سوو، کوم چي له ډېرو هغو کسانو څخه پټ دی، کوم چي د قرآن او سنت له تګلاري لیري پاته سوي، په ځانګړي ډول د دې امت په وروستیو پېړیو کي، نو باید په دې خبر اوسو، چي هلته ځیني داسي ستر اصول او لوی ارکان موجود دي، چي که مسلمانان په رښتني ډول هغه پیاده کړي، په اخلاص سره عمل په وکړي، او په ښه سم ډول د هغو د مینځته راتللو کوښښ او هڅه وکړي، نو له ډېرو بدیو به خلاص او له سختو مصیبتونو او ملا ماتوونکو فتنو به وژغورل سي، خو که داسي ونکړي، نو تر دې غټو فتنو ته دي انتظار باسي.


لومړی اصل:

زموږ اولسونه، حاکمان، د رسنیو کارکونکي، روزونکي او پوهان باید، الله تعالی ته صادقه توبه وباسي، د هغه لاري ته ور وګرځي، د هغه په شریعت عمل وکړي، او د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر اطاعت وکړي، یوازي له همدې لاري صلاح او سمښت راتلای سي، د ژوند چاري به په ډېر ښه ډول پر مخ ځي، او خلګ به له هر ډول بدیو، فتنو، مصیبتونو او کړاوونو ژغورل سوي وي.


نجات او بریالیتوب په توبه پوري تړلۍ دی، (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [النور: ۳۱]

ژباړه: اې مومنانو! تاسي ټول الله تعالی ته توبه وباسئ، تر څو کامیاب سئ.


 او الله تعالی همدارنګه د هود علیه السلام د قوم واقعه بیانوي، فرمايي:
 (وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ) [هود: ۵۲]
 ژباړه: اې قومه! له خپل رب څخه بخښه وغواړئ، او بیا هغه ته توبه وباسئ، هغه به پر تاسي اوریدونکی باران و اوروي، او د دغه قوت سربېره به نور قوت هم درکړي.


هر ډول خیر او ښېګڼه چي په دې ژوند کي یې موږ غواړو، الله تعالی ته له همېشنۍ توبې سره کلکه اړیکه لري، او هر ډول اصلاح او سمونه په دې حقیقت کي پرته ده، الله تعالی فرمايي:


( فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ) [التوبة: ۷۴] 
ژباړه: که دوی توبه وباسي نو د دوی لپاره به په خیر تمامه سي.


راسئ، چي په ګډه د الله تعالی دغه وینا واورو: 
(فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ)
 ژباړه: که دوی توبه وباسي نو د دوی لپاره به په خیر تمامه سي، او که (د توبې څخه) مخ واړوي، نو الله تعالی به په دنیا او آخرت کي دردمن عذاب ورکړي، او بیا به د مځکي پر مخ هیڅ دوست او مرستندوی ونه مومي.


 دغه آیت زموږ د نن ورځي حقیقت را په ګوته کوي.


کوم څه چي د واجباتو د پرېښودلو او د ګناهونو د سرته رسولو په سبب نن ورځ خراب سوي، د هغو د سمولو لپاره باید الله تعالی ته توبه وباسو، او الله تعالی ته د توبې ایستلو په ذریعه هغه زموږ څخه دغه مصیبتونه او کړاوونه لیري کوي، الله تعالی فرمايي:


 (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ) [الأنفال: ۳۳] 
یعني چي ته (رسول الله صلی الله علیه وسلم) کله په دوی کي موجود یې الله تعالی هیڅکله هم دوی ته عذاب نه ورکوي، او چي کله دوی بخښنه غواړي، الله تعالی به هیڅکله هم دوی ته عذاب ور نکړي.


همدارنګه توبه ایستل، د بېلابېلو او ډېرو ښېګڼو سبب کېږي، او د توبې په وسیله ډېري خوشحالۍ تر لاسه کولای سو، الله تعالی فرمايي:


 (وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ) [هود: ۳]

ژباړه: او تاسو له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ، او بیا هغه ته توبه وباسئ، تر څو تاسو ته تر یو ټاکل سوي وخته پوري ښه نفع درکړي، او د هر فضیلت خاوند ته به (الله) د هغه فضیلت او ښه والۍ ورکړي.

 

 همدارنګه د نوح علیه السلام په اړه فرمايي:
(فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (۱۰) يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا (۱۱) وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا)
 ژباړه: ما ورته وویل: له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ، یقینا هغه ډېر بخښونکی دی، هغه به پر تاسو پرله پسې باران واوروي، تاسو ته به ډېر مالونه او ډېر زامن درکړي، او تاسو ته به ډېر باغونه او رواني ولې درکړي.


دوهم اصل:

ډېر عبادتونه کول، او په ټولو ښو او الله تعالی ته نژدې کونکو کارونو سره هغه ته سر ټیټول، له دې لاري هم مصیبونه پورته کېږي، او نعمتونه را کښته کېږي، الله تعالی فرمايي:


 (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (۲) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) [الطلاق: ۲، ۳]
 ژباړه: او هغه څوک چي له الله تعالی وېرېږي (د ګناهونو ځان ساتي)، ده لره به د (دنیوي او اخروي غمونو څخه) د خلاصون لاره پیدا کړي، او له داسي لوري به روزي ورکړي، چي دی به یې هیڅ ګمان نه کوي، او که څوک پر الله تعالی توکل وکړي نو دغه (الله) ده لره بس دی.


ابن قيم رحمه الله فرمايي: نېکي کونکی او خیرات کونکی داسي دی، لکه دی چي په خپل ځای بیده وي، او شا وخوا یې یو لښکر ساتنه کوي، نو هغه څوک چي دښمن لرونکی وي، خو نه عسکر لري نه یو ساتونکی، نو دښمن به ډېر ژر پر بریالی او غالبه سي، که څه هم د بریالیتوب نېټه یې هر څومره وځنډېږي، له الله تعالی څخه مرسته غوښتونکي یو.
او نن ورځ د مسلمانانو په ډېرو ښارونو کي همدغه حالت روان دی.


هغه مومنان چي د الله تعالی اطاعت کوي، او د هغه له منع سویو شیانو ځانونه ساتي، باید په دې پوه سي، چي د الله تعالی له لوري د دوی خاصه پاملرنه کېږي، او هغه ورته پوره بس دی:


(إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا) [الحج: ۳۸] 
ژباړه: یقینا الله تعالی له مومنانو څخه دفاع کوي.


که چېري مسلمان امت له حاکمانو تر اولس پوري په دغه آیت کي ژور فکر، او سوچ وکړي، او بیا د دې آیت د غوښتني د واقعیت لپاره کوښښ وکړي، نو هرو مرو به له دې سپک او شرمینده حالت څخه ووزي.


دریم اصل:

کله چي پر دې امت د فتنو سایه خوره سوه، او د ژوند کښتۍ یې د مصیبتونو په څپو کي راګير سوه، نو په دې وخت د خلاصون یوې داسي لاري ته ډېره زیاته اړتیا لري، چي تر وچي او ساحل پوري یې په سلامتیا سره ورسوي، او د دې لپاره د دوی په مخ کي یوازي یوه لار ده، او هغه دا چي خپلي ټولي ستونزي او مشکلات د ستر قرآن او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په وسیله حل او فصل کړي.


په داسي حال کي چي امت په هر حالت او ځای کي له مشکلاتو او غمونو سره لاس او ګرېوان دی، نو له قرآن او سنت څخه ما سوا په هیڅ شي کي د دې مشکلاتو څخه د خلاصون او امید لار نه سو موندلای، الله تعالی فرمايي: 


(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا) [آل عمران: ۱۰۳]
 ژباړه: او تاسو ټول د الله تعالی په کلکه رسۍ (قرآن او سنت) منګولي ولګوئ، او مه سره جلا کېږئ.


امام مالک رحمه الله په خپل موطا کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیث روایت کړی دی، چي فرمايي: (ما په تاسو کي دوه شیان پرې ایښي دي، د الله تعالی کتاب او زما سنت، تر څو چي مو پر دې دواړو لاسونه نیولي وي، هیڅکله به له لاري کاږه نه سی.)


د فتنو په وخت کي په قرآن او سنت عمل کول، د اختلاف او شخړي پر وخت رجوع ورته کول، او د هر جنګ او جنجال پر وخت په هغو فیصله او پرېکړه کول له مسلمانانو څخه د مختلفو انحرافاتو، بېلابېلو ستونزو او رواني ګډوډۍ د لیري کولو یوازینۍ لار ده، خو که له دې لاري واوړي، نو له هري خوا به یې خرابي او زیانونه راونیسي. 


څلورم اصل:

امن او سوله د هر امت غوښتنه، او د هر دولت هدف دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (څوک چي په خپل ټاټوبي او اوسېدنځای کي په امن سره سهار کړي، په داسي حال کي چي بدن یې جوړ وي او د یوې ورځي خوراک ولري، نو د دې مثال داسي دی، لکه ټوله دنیا چي ورکول سي.) دا حدیث ترمذي په حسن سند سره روایت کړی دی.
امن او سوله په خپلو مختلفو اشکالو سره پر الله تعالی د ریښتني ایمان ستن ده، چي صحیح عقیده، سمه خبره او د قرآن او سنت سره برابر عمل پکښي نغښتۍ دی.


د امن اساسي رکن دا دی، چي د ژوند په هره برخه کي په هر کوچني او لوی کار کي په قرآني امرونو او اسلامي شریعت عمل وسي، او د نبوي لارښوونو د عملي کولو لپاره بې دریغه هڅه او کوښښ وسي، الله تعالی فرمايي:

(الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ) [الأنعام: ۸۲]
 ژباړه: هغه کسانو چي ایمان یې راوړی دی، او د خپل ایمان سر یې ظلم نه دی ګډ کړی، د همدوی لپاره پوره امن دی او دوی پر هدایت برابر دي.


له دې آیت څخه د امن له ډولونو څخه یو ډول فهمول د الله تعالی د کتاب له مقاصدو څخه لیري خبره ده. (بلکي له دې آیت څخه هر ډول امن مراد دی که په دې دنیا کي دی او که په آخرت.)


کله چي د مسلمانانو هیوادونو د الله تعالی له شریعت څخه سرغړونه وکړه، د هوا او هوس تابعداري یې وکړه، او په شهوتونو کي راګیر سول، نو خپل امن یې له لاسه ورکړ، او د هري خوا او هر لوري وېره، ګډوډي او مصیبتونه پر راغله، الله تعالی فرمايي:


(وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) [النحل: ۱۱۲]
 ژباړه: او الله تعالی د یوه داسي کلي مثال وړاندي کوي، چي هغه ډېر سوکاله او په امن وو، هغوی ته به له هر لوري پرېمانه روزي راتله، خو د الله تعالی د ښېګڼو ناشکري یې وکړه، نو الله تعالی د دوی د کارونو او کړنو له امله د سختي لوږي او وېري لباس په وڅکی.


پنځم اصل: په نېکۍ او تقوی کي یو له بل سره مرسته، او  پر خیر او هدایت یووالۍ د یوه امت د قوت او ځواک له مهمو او اړینو اسبابو څخه دي، الله تعالی فرمايي:

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا) [آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: او تاسو ټول د الله تعالی په کلکه رسۍ (قرآن او سنت) منګولي ولګوئ، او مه سره جلا کېږئ.


له ډېرو لویو او سترو مصیبتونو څخه چي دا مسلمان امت پکښي ګرفتار دی، خپل قوت یې له لاسه ورکړی او د دوی د عزت بیرغ یې له مینځه وړی، اختلافات، شخړي او جنګونه دي، کوم چي پخواني ویجاړ او خراب تاریخ موږ ته را پرې ایښي دي، الله تعالی فرمايي:

 
(وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) [الأنفال: ۴۶]
  ژباړه: او په خپلو مینځو کي شخړه مه کوئ، که نه نو بې زړه به سی، (د نصرت او قوت) باد به مو ولاړ سي، له صبر څخه کار واخلئ، په یقیني توګه الله د صابرانو ملګری دی.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (په خپل مینځ کي حسد، کینه او یو بل ته شا مه ګرځوئ،  د الله تعالی بندګان او خپل مینځ کي وروڼه سئ ، یو مسلمان ته روا نه ده، چي تر درو ورځو زیات له خپل ورور سره پرېکون وکړي).

نو نن د مسلمانانو څه حال دی، دوی په خپل مینځ کي شخړي او جګړي کوي، پر تېرېدونکې دنیا اختلافات سره کوي، او د همدغه دنیا لپاره یو د بل غاړي وهي، والعیاذ بالله.


اې خلګو!
اتفاق او تفرقه نه کول لوی اصول او ستر بنسټونه دي، د دې هیڅ ساری او جوړه نسته.


تاریخ پر دې شاهد دی، چي تفرقه او جلاوالۍ هلاکت او بربادي ده، او په همدې بې اتفاقۍ کي خرابوالۍ او ورانکاري پرته ده.


نو پر مسلمانانو لازمه ده، چي د خپل دین په اړه له الله تعالی و وېرېږي، د خپل ځان په اړه له الله تعالی و وېرېږي، او د خپلو هیوادونو په اړه له الله تعالی و وېرېږي، دوی باید تفرقه او بې اتفاقي ونکړي، په داسي حال کي چي د دوی سره د الله تعالی کتاب د فیصله کوونکي او منهج ټاکونکي په حیث موجود دی، د دوی په مینځ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم روښانه او لارښود سنت موجود دي، او د دوی په مینځ کي د راشده خلفاوو سیرت موجود دی، کوم چي دوی یې باید د ځان لپاره ښه نمونه او بېلګه وګرځوي.


مګر که چيري له دغه منهج او تګلاري واوړي، نو د دوی حال به داسي وي لکه شاعر چي وایي:


د هر یوه خپله رایه ده چي د هغې تایید کوي
او هغه داسي ملګري لري چي د ده پر سر تعصب کوي
که چېري دوی ته د اختلاف پر خت توفیق ورکول سوی وای
نو دوی به بېله ځنډه په الله تعالی خپله فیصله کړې وای.
او تر شخړي وروسته به یې په خپل مینځ کي مینه کولای
او دښمني او د شیطان لاره به یې پرې ایښې وای.


مګر کله چي دوی اختلاف کوي سره جلا کېږي او شخړي کوي، نو لیري نه ده چي خپل دښمن او شیطان ته به د تیاري سوي ګولې په څیر ځانونه وسپاري.


کاشکي مسلمانانو په ریښتني ډول په خپل ګرېوان کي کتلي وای، او د خپلو ځانونو سره یې داسي حساب کړی وای، لکه دوی چي پر ځانونو حاکمان دي نه محکومین، او کاشکي دوی په دې پوه سي چي کوم مصیبتونه پر راغلي دي، تر دې وروسته دا لیري خبره نه ده، چي بېرته هدایت او سمي لاري ته وګرځي، او د یوه بیرغ لاندي را ټول سي، چي قانون به یې قرآن او سنت وي، او د الله تعالی شریعت به یې په مینځ کي فیصلې کوي.


له الله تعالی څخه غواړو، چي دا حالت پر موږ ژر راولي، یقینا هغه د دعا اورېدونکی دی.

 

ژبه او قلم د فتنو په دور کي
د دې اصولو وروستی اصل دا دی: چي د فتنو د ښکاره کېدو پر وخت مسلمانان  باید پر شرعي لارو ولاړ سي، په قرآني لارښونو عمل وکړي، او نبوي سیرت په ځان کي راولي، لکه څنګه چي الله تعالی فرمايي:


 (وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ) [النساء: ۸۳] 
ژباړه: کله چي دوی ته د امن او یا وېري کوم خبر را ورسېږي، نو دوی هغه (بیله تحقیقه) مشهوره کوي او نشروي، خو که دوی هغه خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خپلي ډلي مسئولو کسانو ته رسولی وای، نو خامخا به ددې کار تدبیر هغو کسانو ته معلوم وای چي(ښه د بدو څخه جلا کولای)  ایستلای سي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د فتنو په وخت کي عبادت داسي دی لکه: زما وخوا ته هجرت کول.)


مسلمانان باید په دې پوه سي چي د فتنو په راپورته کولو او د اور په بلولو کي ژبه او قلم ډېر مهم رول لري، ځکه د فتنو په وخت کي د تېروتنو او خطاګانو د پېښېدلو امکان ډېر وي، الله تعالی فرمايي:


(إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ) [النور: ۱۵]
ژباړه: (هغه وخت در یاد کړئ) چي کله تاسي له یوې ژبي څخه بلي ژبي ته دغه درواغ پر له پسې نقلول، او تاسو په خپلو خولو سره هغه څه ویل، چي د هغه په باب تاسي هیڅ علم نه درلود او تاسي دا یوه عادي خبره ګڼله، خو د الله تعالی په اند دا ډېره لویه خبره ده.


په داسي وخت کي پر علماوو، حاکمانو، تربیه کوونکو، او رسنیو څېړنه او تحقیق کول لازم دی، دوی باید د فتنو په زمانه کي په خپلو ټولو کارونو کي پوره څېړنه او تحقیق وکړي، او له هغه څه باید ځانونه وژغوري کوم چي د فتنې د راپورته کولو او زیاتېدلو لامل ګرځي.


د مسلمانانو پر مځکه پخوانیو پېښي سویو فتنو ته چي یو څوک په دقت سره سوچ وکړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبر ورکولو رښتنولي به ورته ښکاره سي، او زړه به یې متیقن سي، په دې اړه یو ضعیف حدیث راغلی دی، چي ځینو علماوو ضعیف او نورو حسن ګڼلی دی، خو د دې حدیث معنی د شرعي اصولو او نورو ځانګړو او شاملو نصوصو سره برابره ده.


دا حدیث په داسي ډول دی: ( ډېر ژر به ړنده، کڼه او ګونګه  (ډېره زیاته سخته او لویه) فتنه راسي، که څوک ور وړاندي سي، هغه به یې ور کش کړي، او په دې فتنه کي د ژبي نه ساتنه د توري د ګذار په اندازه سخته دی).


په تاریخ کي چي کومي فتنې واقع سوي دي، د هغو سبب ژبه او قلم وو، ځکه نو ابن عباس د فتنو په اړه داسي ویلي دي: فتنه له ژبي پېښېږي، نه له لاسه.


او د دې خبري تصدیق هغه فتنې کوي، کوم چي نن ورځ یې مسلمانان ویني او ګوري، هغه له شر او بدۍ ډکي فتنې کوم چي هر لوري ته یې زیان خپور سوی، الله تعالی دي زموږ او ستاسی مرسته وکړي.


     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی. 

سرته