تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: په یمین کي د کعبې پر ځای کلیسا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۹ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په یمین کي د کعبې شریفه په عوض کي کلیسا

 

(کله چي ابرهه خپل پاچا نجاشي ته تسلیم سو) مګر ابرهه چي د نجاشي نائب بلل کيږي د هغه په زړه کي بيا هم د نجاشي بيره ور سره وه، د دې دپاره چي خپله وفاء او تابع والى نور هم نجاشي ته وښيي نو يې امر وکړى چي په يمن کي يوه ډېره لويه او ښايسته کنيسه جوړه کړى (کنيسه) د نصاراوو د عبادت ځاى دى، څرنګه چي نجاشي نصراني او عابد سړئ ؤ ابرهه ويل په دې کار به نور هم نجاشي خـوښ او راضي کړم، کوم وخت چي کنيـسه جوړه سـوه نو يې د (قُلَیس) نوم  پرکښېښاوه او نجاشي ته يې حال ولېږى چي په يمن کي مي يوه ډيره لويه کنيسه ستا د عزت او خوشالۍ د پاره جوړه کړل او ټول عرب به په دې سره امر او مکلف کړم چي و دغه کنيسې ته د عبادت د پاره راځي، بيا يې شا وخوا د عربو و قبيلو ته نفر ولېږل چي عرب هم د کنيسې په جوړېدلو خبر او مکلف کړي چي د حج او عبادت د پاره قُلَیس ته راځى.

 

په دې جمله کي د ده نفر د عربو و يوې قبيلې ته ورغله چي هلته (اهلِ نَسِئ) اوسېدل، اهلِ نَسِئ څوک وه؟ اود دې نامه څخه مقصد  څه ؤ؟

 

د نسئ د لفظ ترجمه تاخير او ځنډول دي، نَسَأ شَئ، يعني: يو شئ يې وځنډاوه، الله جل جلاله  د سورة التوبه په (۳۷) نمبر آيات کي فرمايي:   


(إنما النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ)
يعني: بېشکه چي دغه ځنډول نور هم په کفر کي زياتوالى دى. 

 

نو دغه اهلِ نسىء څوک وه؟ او څه وظيفه يې درلودل؟ د دغو خلکو پېژندل يو څه نورو معلوماتو ته ضرورت لري هغه داسي:

 

 کوم وخت چي الله جل جلاله  ټول عرب د ابراهيم علیه السلام  پر دين کړل او په ټولو عربو کي بيله د ابراهيم علیه السلام  د دينه څخه بل دين نه ؤ موجود ټول عرب موحدين وه، خو بيا کرار کرار د دين عالمان کمېدل او د دين صحي او اصلي احکام هم ور سره پټېدل په دين کي نور شيان د دين په نامه داخلېدل، خو بيا هم پر دې سر بيره د ابراهيم علیه السلام  د دين يو څه آثار پاته وه، لکه حج، عمره او  يو څه نور شيان چي د هغې جملې څخه يو هم د حرامو مياشتو عزت ؤ، يعني: الله جل جلاله  د خلکو د حساب د پاره دوولس  مياشتي پيدا کړي دي چي د هغو څخه په څلورو مياشتو کي الله جل جلاله  جنګ او تجاوز منعه کړى دى دغو څلورو مياشتو ته (اَشهُرِحُرُم) ويل کيږي، يعني: حرامي مياشتي او هغه څلور حرامي مياشتي دا دي: رجب، ذوالقَعده، ذوالحِجه او  محرم، اوس نو د ابراهيم علیه السلام  په دين کي په دغو څلورو مياشتو کي جنګ او تجاوز حرام او ناروا ؤ.

 

 مګر د خپله ځانه څخه دفاع جائزه او روا وه او په عربو کي چي په دغو حرامو مياشتو کي هر جنګ پېښ سوى دى و هغه جنګ ته یې (حربُ الفُجار) وايه يعني: د فاجرانو جنګ، ځکه دا کار د الله جل جلاله  پر حُرُماتو تجاوز ؤ او دا کار فاجرانو کاوه، د فُجارجنګونه پنځه دي يعني: عربو په خپل ټول تاريخ کي په دغو حرامو مياشتو کي پنځه واره جنګونه کړي دي او د فُجار په پنځم جنګ کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم ګډون يا اشتراک کړى دى، دغه جنګ هغه وخت پېښ سو چي د هوازن قبيلې په حرامو مياشتو کي پر مکه مکرمه حمله وکړه او قريشو د خپل ځان د دفاع دپاره د هغو سره جنګ کاوه او دفاع خو بيا جائزه او روا وه، څرنګه چي دغه جنګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر بعثت او رسالت د مخه ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په عمر کم ؤ نو په دغه جنګ کي يې خپلو اکاګانو  ته غشي ورکول په حديث شريف کي را غلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايې: ما د فجار په ورځ د هوازن په حمله کي خپلو اکاګانو ته غشي ورکول، نو عربو د ابراهيم علیه السلام  د دين سره موافق په دغو څلورو مياشتو کي جنګ او تجاوز نه کاوه. 

 

خو د بله طرفه د عربو  ژوند او کاروبار پر جنګو ولاړ ؤ که جنګ نه واى خواړه نه وه، يوې قبيلې به پر بلې قبيلې حمله کول د هغو خوراکي مواد، سامانونه او  حيوانات به يې په غنيمت اخستل او بنديان به يې ځني نيول چي هغه بنديان به يې بيا د مريانو پر قسم خرڅول، دغه جنګونه د دوى ژوند، تجارت او کاروبار ؤ، د ځنګله قانون ؤ، هر زورور به کمزوره خوړى، بيله جنګه د دوى ژوند په لوږه او مسکنت تېرېدى، څرنګه چي په دیني لحاظ په دغو څلورو مياشتو کي پر دوى جنګ منعه ؤ او دوی بېله جنګه ژوند نه سوای کولای، خو بيا هم رجب يواځي يوه مياشت وه دوى د جنګ څخه صبر کولاى سواى مګر هغه نوري درې مياشتي ذوالقعده، ذوالحِجه او  محرم سره پسې وې دغه درې مياشتي جنګ نه کول و دوى ته سخت تمامېدل، نو يې د دغه مشکل د حل دپاره يوه لار وسنجول چي هغه د حل لار داسي وه: 

 

عربو يوه قبيله وټاکل او هغې قبيلې ته يې د مياشتو د اړولو  واک او اختيار ورکړى.

 

يعني: دغه قبیله کولاى سي چي يوه مياشت په بله مياشت سره واړوي، مثلاً دوى کولاى سواى چي د محرم مياشت چي جنګ پکښي حرام دى صفره و بولي نو جنګ جائز او روا سو او بيا د صفري مياشت د محرم مياشت و بولي يعني: حلاله مياشت و حرامي ته واړوي او بيا د هغې پر ځاى هغه حلاله مياشت حرامه کړي، خو دغه د مياشتو اړول يواځي (أهل نَسِئ) کولاى سواى دا د بل چا کار نه ؤ.

 

(اوس چي مو اهل نسئ وپېژندل، بيرته به هغه خپلي قصې ته را سو)

 

 کوم وخت چي د ابرهه امر دغه د اهل نسئ قبيلې ته ورغلى چي تاسي به د حج او عبادت دپاره (قُلَیس) ته راځى، يعني: هغه کنيسې ته چي ابرهه په يمن کي جوړه کړې ده، دغي قبيلې سره و ويل: ابرهه قُلَیس جوړکړى او غواړي چي دغه قُلَیس د کعبې شريفي په عوض د خلكو د حج او عبادت ځاى وګرځوي خو دا کار هيڅ امکان نه لري.

 

نو د دغه اهل نسئ څخه يو نفر و يمن ته ولاړ او  قُلَیس ته ور ننوتى، په هر قسم سره چي ؤ يو فارغه وخت يې پيدا کړى او په قُلَیس کي يې انساني ضرورت آداءکړى يعني: ګنګي او مرداري يې پکښي وکړه، په هغه مرداري سره يې د قُلَیس ټول دېوالونه ولړل، ټوله کنيسه يې مرداره کړه او سړﺉ وتښتېدى، دا خبر شا وخوا نشر سو او  په خپله ابرهه راغلى دغه ښايسته منظره يې وليدل، ډير قهر ورغلى او ويل: دا کار چا کړى دى؟ 

 

خلكو  و ويل: دا كار د اهل نسئ د قبيلې څخه يوه نفر کړی دی چي دغه قبيله د کعبې شريفي ډير عزت کوي، ابرهه چي کعبه یې نه پيژندل ويل: کعبه څه شي ده؟ خلکو ويل: کعبه يوه د ډبرو خونه ده چي ټول عرب او نور خلک د حج دپاره ورته راځي، د يمن خلکو د کعبې شريفي په باره کي ابرهه ته نور معلومات هم ورکړل، ابرهه ته دا معلومه سوه: ترڅو چي کعبه شريفه موجوده وي د ده قُلَیس ته څوک د حج او عبادت دپاره نه ورځي نو يې د کعبې شريفي د نړولو نيت او إراده وکړه چي بايد کعبه و نړوم.

 

نور بیا...

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته