تازه سرليکونه
د (زرينې کرښې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحابه کرامو، تابعینو او نورو بزرګانو اقوال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2018
  0

لیکنه: استاد غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱ - ابودردا رضي الله عنه فرمايلي دي: که څوک په دې آند وي چي د علم په طلب په سي یو سهار تلل جهاد نه دی ، په حقیقت کي دده په عقل او نظر کي نيمګړتیا ده .


۲ – ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: دوه رکعته مقصودي (نفلي لمونځ ) چي په فکر او تدبر سره وسي غوره دي تر دې چي ټوله شپه تهجد وسي خو زړه پکي غافله او بې توجه وي.


۳ – ابن مسعود رضي الله عنه فرمايلي دي: یو سړي اوویا کاله د الله عزوجل بنده ګي وکړل وروسته په یوه فاحش عمل اخته سو الله تعالی یې عمل ور برباد کړ ، وروسته له یوه مسکین سره تېرېدی د یوې وچي ډوډۍ صدقه يې پرې وکړه الله تعالی یې ګناهونه ور وبخښل او د اوویا کلونو اعمالو (ثواب) یې بیرته ور کړل.


۴ – عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما به خواږه (شیان) صدقه کول او ویل به یې چي : ما د الله تعالی دا قول (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ) اورېدلی دی او الله په دې خبر دی چي زما خواږه ډېر خوښ دي.

 

۵ – حضرت علي رضي الله عنه فرمايلي دي: په هغه عبادت کي خیر نسته چي علم ورسره نه وي او په هغه تلاوت کي خیر نسته چي تفکر او تدبر پکي نه وي.

 

۶ – حضرت عثمان بن حذیفه رضي الله عنهما فرمايلي دي: کله چي زړه پاک وي د قران کریم له تلاوت څخه به هيڅ کله موړ نه سې.


۷ – حضرت ابو هریرة رضي الله عنه فرمايلي دي: یقینا اهل السماء هغه کورنه چي د الله ذکر پکښي کېږي داسي ویني لکه تاسي چي د اسمان ستوري وینئ . 

 

۸ – حضرت علی بن ابي طالب رضي الله عنه فرمايلي دي: د هغه کس لپاره تعجب دی چي نجات ورسره وي خو دی برباد سي! چا ورته وویل : نجات څه شي دی ؟ هغه وویل : الاستغفار “د الله څخه د بخښني غوښتنه کول”.

 

۹ – ابن المبارک رحمه الله فرمايلي دي : سړی تر هغو عالم دی تر څو چي د علم په لټه کي وي او که په دې ګمان سو چي زه عالم یم په حقیقت کي دی جاهل دی.


۱۰ – حسن رحمه الله فرمايلي دي  : د عالمانو عذاب د زړه په مړ کېدلو کي دی ، زړه په دې سره مري چي عالم د اخرت په عمل سره دنیا ترلاسه کړي.


۱۱ – حاتم الاصم رحمه الله فرمايلي دي : د قیامت په ورځ د سړي لپاره تر دې لوی افسوس نسته چي نور خلک يې په خپل علم سره پوهولي وي خو خپله يې عمل نه وي په کړی او خلک دده په علم سره کامیابه سوي وي خو دی هلاک سوی وي.


۱۲ – سعید بن المسیب رحمه الله فرمايلي دي: د شلو کالو را پدې خوا داسي نه دي سوي چي مؤذن دي اذان کړی وي مګر دا چي زه په مسجد کي وم.


۱۳ – عطاء الخراساني رحمه الله فرمايلي دي: داسي یو بنده نسته چي د ځمکي پر يوه ټوټه دي د الله لپاره سجده وکړي مګر دا چي د قیامت په ورځ به هغه ټوټه ځمکه پرده شاهدي وايي او د مرګ په ورځ به پرې ژاړي.


۸ – عمر بن عبدالعزیز رحمه الله فرمايلي دي: لمونځ دي د (اخرت) نمايي لاري ته رسوي ، روژه دي ( د کائناتو ) د پادشاه دروازې ته رسوي او صدقه دي ور داخلوي.


۱۴ – لقمان رحمه الله خپل زوی ته وویل : کله چي یوه غلطي در څخه وسي نو(د غلطۍ د کفارې په موخه) صدقه وکړه.
۱۵ – عبدالعزیز بن ابي رواد رحمه الله فرمايلي دي: درې (شیان) د جنت خزانې دي : د ناروغۍ پټول ، د صدقې پټول او د مصیبتونو پټول.


۱۶ - یحیی بن معاذ رحمه الله فرمايلي دي: زه د صدقې تر دانې بله داسي دانه نه پېژنم چي د دنیا ترغرونو دي درنه وي.


۱۷ – شعبي رحمه الله فرمايلي دي: که څوک ځان دارنګه د صدقې ثواب ته محتاج ونه ګڼي لکه فقیر چي صدقې ته محتاج دی ، په حقیقت کي ده خپله صدقه باطله کړه او الله تعالی به يې (په همدغه صدقه) پر مخ ووهي.

 

۱۸ – ابو سلیمان دارني رحمه الله فرمايلي دي: که څوک له الله تعالی نه د کوم حاجت غوښتنه کوي نو( خپله دعاء دي) پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي په درود ویلو سره پیل کړي وروسته دي له الله څخه د خپل حاجت غوښتنه وکړي ، په اخر کي دی بیا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود شریف ووايي یقینا الله تعالی هغه درودونه قبلوي چي د درودونو د منځ په دعا سره مکرم سوي وي.


۱۹ – سفیان بن عیینة رحمه الله فرمايلي دي: تاسو هیڅ څوک له دعا کولو څخه مه منع کوئ ، دی د خپل ځان په هکله نه پوهېږي ، یقینا الله تعالی د بدترین مخلوق ابلیس لعنة الله علیه دعا هم قبوله کړې ده (قَالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ * قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِينَ).

 

۲۰ – قتادة رحمه الله فرمايلي دي : قران کریم تاسي ته ستاسي د ناروغیو او درملونو لارښوونه کي ، ستاسي ناروغي ستاسي ګناهونه دي او درمل يې (استغفار) د الله څخه د بخښي غوښتنه ده .

 

------------------

زریني کرښي

سرته